د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۸

ښځې

ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی.

ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي.

هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د طالبانو له مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو تعهد ښيي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د منظمو اقداماتو په ترڅ کې لومړی د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او بیا یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شول چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په سرپل کې پر دوو نجونو د جنسي تېري د ادعا څېړنه غوښتل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه ادعا دې هر څه ژر وڅېړل شي چې په سرپل ولایت کې یوې مېرمنې ویلي، په دوه لوڼو یې طالب وسله‌والو جنسي تېری کړی دی.

وروستیو دوه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې یوه مېرمن ادعا کوي چې طالب وسله‌وال یې د فبرورۍ په اته ویشتمه نېټه کور ته ننوتي او په دوه لوڼو یې ورته جنسي تېری کړی دی.

طالبان تر اوسه د دې پېښې په اړه چپ دي.

خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالب چارواکي باید د دې قضیې د غندنې ترڅنګ سمدستي د تورونو په اړه خپلواکه، شفافه او بې پرې څېړنه وکړي.

دا سازمان دا ادعا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې خورا ناوړه او وحشتناک عمل بولي.

یونسکو په ایران کې د زده کوونکو نجونو پر مسمومیت اندېښنه ښودلې

په ایران کې یوه مسموم شوې زده کوونکې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.
په ایران کې یوه مسموم شوې زده کوونکې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو ښونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یونسکو په ایران کې د زده کوونکو نجونو پر مسمومیت اندېښنه څرګنده کړې.

یونسکو پرون چهارشنبه په ایران کې د سلګونه زده کوونکو مسمومیت ته په اشارې په دې تړاو د څېړنو او د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

یونسکو ویلي، تېرو درېیو میاشتو کې د ایران په ښونځیو کې د زده کوونکو مسمومیت د اندېښنې وړ دی.

له دې سره همهاله د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي، د نجونو د مسمومېدو ریښه یې پيدا کړې، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

اټکل کېږي چې تېرو درېیو میاشتو کې په ایران کې ممکن تر پنځو زرو نجونې زده کوونکې مسمومې شوي وي.

ګوتېرش: طالبانو په خپلو محدوديتونو سره پر خلکو ولکه ټينګه کړې

يو شمېر طالب مشران، ارشيف
يو شمېر طالب مشران، ارشيف

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو د اضافي محدودیتونو له لارې پر خلکو زیات کنټرول ټینګ کړی دی.

ګوتېرش دغه څرګندونې د افغانستان د روان وضعیت په اړه په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې، د ملګروملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې، د تېر۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې له پوهنتوني زده‌کړو او په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د راګرځولو پرېکړو د ښځو او نجونو اساسي حقوق لا محدود کړي دي.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر طالبانو او بهرنیانو د څو لویو حملو مسولیت اخیستی او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او د امنیتي پرسونل په وړاندې د طالبانو له‌خوا د غیرقانوني وژنو، خپل‌سري نیونو، شکنجې او ناوړه چلند پېښې مستندې کړي دي.

دا پېښې د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د عمومي بښنې له اعلان څخه سرغړونې بلل شوي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې، په ټوله کې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې او سږ کال په دې هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي چې تېر کال دغه شمېر۲۴،۴ او وړم کال هم ۱۸،۴ و.

دغه راز ویل شوي چې، په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کاربندیز د دې سبب شوی چې ډېرې ادارې په دې هېواد کې خپل فعالیت وځنډوي چې دې کار هم اړمن کسان په تېره بیا ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي.

اوچا افغان ښځو ته د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی

يوه افغانه مېرمن چې ټوټې خرڅوي
يوه افغانه مېرمن چې ټوټې خرڅوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر هره ورځ په افغانستان کې مرستندویه مؤسسې د ښځو او نجونو په خوا کې ولاړې دي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولای شي د خپلې خوښې ژوند وکړي.

اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نه‌شي پيدا کولی.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو څانګې په ټویټرپاڼه کې ځینې شعارونه خپاره کړي چې په یوه کې یې لیکل شوي، ښځې د هېواد نیمایي نفوس دی او موږ د دې لپاره دنیا ته نه یو راغلي چې په کور کې پاتې شو، پخلی وکړو یا ماشومان وزېږو. اجازه راکړئ چې زده کړې وکړو او ژوند وکړو.

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال داسې مهال نمانځل کېږي چې، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

سيما باهوس: له افغان ښځو سره د طالبانو 'ناوړه چلند' بايد پای ته ورسېږي

ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یو ځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه وکړه.

مېرمن باهوس بېګا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي جنسیتي اپارتاید یا توپیر وباله او ویې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی خو زیاته یې کړه چې یوازینی هېواد نه‌دی.

په همدې غونډه کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، دا غواړي په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تشدد او ظلم ته د نړیوالو پام واړوي.

هغې په ځانګړي ډول د افغانستان ایران او ورسره د اوکراین د هغو سیمو یادونه وکړه چې د روسیې پوځي ځواکونو په ولکه کې دي.

د کار نړيوال سازمان: افغانستان کې د ښځو کاري فرصتونه ۲۵سلنه کم شوي

يو شمېر ښځې چې خياطي کوي، ارشيف
يو شمېر ښځې چې خياطي کوي، ارشيف

د کار نړیوال سازمان یا ILO وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر۲۰۲۲ کال په وروستیو درې میاشتو کې د ښځو کاري فرصتونه د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله ۲۵سلنه کم شوي دي.

د ښځو د کاري فرصتونو د کمېدا مهم لاملونه د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار او زده‌کړې په برخو کې زیات شوي محدودیتونه یاد شوي دي.

د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان جګپوړي همغږي کونکي رامین بهزاد د افغانستان د ۲۰۲۲ کال له ارزونې سره یو ځای په یوه بیان کې ویلي چې، په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه د دوی د زده‌کړې او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغېزې کړي دي.

طالب چارواکو ښځې له لوړو او پوهنتوني زده‌کړو راګرځولي او هم یې په غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړي دي.

د کار نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې، په دې موده کې اووه سلنه نارینه کارکونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اميري: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته پاملرنه وکړي

رينا اميري
رينا اميري

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د متحدوایالتونو ځانګړې استازې ریناامیري هیله څرګنده کړې چې د نړۍ مشران به د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته پاملرنه وکړي.

مېرمن امیري پر خپل ټویټر په یو بیان کې چې بېګا خپور شو د ملګرو ملتونو په نوښت د ښځو په اړه یوې ځانګړې غونډې ته چې پرون پیل شوه او د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي اشاره کړې او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم بندیز او نورو هغو فرمانونو ته پاملرنه وکړي چې طالبانو د ښځو په برخه کې ورکړي دي.

د ښځو د حقونو په اړه د ملګروملتونو د سږنۍ غونډې تمرکز به په ډیجیټال عصر کې د زده کړو پر موضوع وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې نمانځنې ته یوه ورځ پاتې ده او په دې مناسبت د نړۍ په ټولو هېوادونو کې غونډې جوړېږي.

جرمني په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور

د جرمني صدراعظم په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی.

اولاف شولڅ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ویډیويي پیغام کې وویل په دواړو هېوادونو کې د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو په خاطر لپاره مبارزه کوي، سخته مقابله کېږي.

شولڅ زیاته کړه، هغه مېرمنې چې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي، حتی خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

د مارچ اتمه په داسې حال کې رانږدې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړي او په دفترونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی.

اوچا: پر ښځينه کارکوونکو بنديز به مليونونه افغان مېرمنې له مرستو بې‌برخې کړي

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

د افغانستان لپاره ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي،د ښځو پر وړاندې تبعیض به په ټول هېواد کې پر ملیونونو خلکو ویجاړونکي بشري اغېزه ولري.

اوچا زياته کړې، پر ښځینه مرستندویه کارکونکو بندیز به په ملیونونو زیان منونکې مېرمنې او نجونې د ژوند ژغورنې د مرستو له ترلاسه کولو محرومې کړي.

تر دې مخکې د ښځو لپاره د ملګروملتونو د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په درشل کې په یوه ټویټ کې ویلي، دا ورځ سږ کال داسې مهال لمانځل کېږي چې له یوه کال راهیسې افغان نجونې د لوړو زده‌کړو او له ښوونځیو منع شوي.

دغه راز درې میاشتې کېږي چې ښځې په غیر دولتي مؤسسو کې له کار کولو را ګرځول شوي او له څه باندې یوه کال راهیسې فرمانونو او چلندونو ښځې او نجونې له ټولنې حذف کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG