د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

ښځې

د امريکا سفارت: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوو

يوشمېر افغان مېرمنې
يوشمېر افغان مېرمنې

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو سفارت وايي، په روان ۱۶ ورځني کمپاین کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوي.

دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول یو نړیوال لومړیتوب دی او افغانستان هم ترې مستثنی نه‌دی.

وړاندې راغلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکوي.

د امریکا سفارت زیاته کړې چې هره ښځه د خوندیتوب، کرامت او برابرۍ مستحقه ده.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شو.

د دې کمپاین موخه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض ختمول دي.

په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د کار او زده‌‌‌‌کړو په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.

ايران کې افغان خبريالانو او فعالانو له ښځو سره د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې په اړه غونډه کړې

ارشيف
ارشيف

په ایران کې مېشتو افغان خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بشري حقونو او د مدني ټولنې فعالانو په یوه غونډه کې په ټولنه کې د ښځو د ونډې د اهمیت او له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې اړتیا ټینګار وکړ.

غونډې ته چې پرون (د لیندۍ ۱۰مه) د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې وه، په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امید پویا د ښځو د حقونو په مسئله کې د خبریالانو او رسنیو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "رسنۍ د ځواکمنو وسایلو په توګه باید په فرهنګي بدلونونو کې مهم رول ولوبوي او پیاوړي یې کړي. خبریالان باید هڅه وکړي چې د ښځو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا په یوه عمومي غوښتنه بدله شي."

غونډه د ګډونوالو په‌‌‌دې وړاندیزونو او سپارښتنو پای ته ورسېده چې، د ښځینه فعالانو او خبریالانو د ملاتړ او د عمومي لیدلوري د بدلون لپاره باید روزنیز او فرهنګي پروګرامونه جوړ شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي.

د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مشر ماریو کریفو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سفارت پر ایکس‌پاڼه خپور شو ویلي چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ د نورو ښځو په څېر خوندیتوب، امنیت، فرصتونه او د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې ونډه غواړي.

کریفو وايي چې ده او د امریکا په سفارت کې د ده نورو همکارانو د افغان ښځو او نجونو د دې هیلو د ترسره کولو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو او عملي کولو کار پیل کړی دی.

نوموړي د دې پروګرام جزییات نه دي بیان کړي.

متحده‌ایالات د پرځېدلي جمهوري نظام په شل کلنه واکمنۍ کې د هغو پروژو لوی تمویلوونکی هېواد و چې د ښځو د پیاوړي کېدو لپاره یې کار کاوه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته دا ټول پروګرامونه وځنډېدل.

تورک: پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر تورک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر تورک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وايي، د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي.

وولکر تورک پرون پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دې محدودیتونو له کبله ښځې او نجونې عملاً په کورونو کې بندیوانې دي.

هغه وايي: "په تېرو دریو کلونو کې افغان ښځو او نجونو د خپلو بشري حقونو په برخه کې پراخې سرغړونې ولیدلې. په ملي کچه فرمانونو او سیمه ایز اقداماتو یې د تعلیم او کار حقونه محدود کړل او د تګ راتګ، سوله ایزو غونډو او د بیان د آزادۍ په برخو کې د دوی حقونه یې ختم کړل."

ترک زیاتوي چې د طالبانو اقدامات په نړۍ کې ساری نه لري او د حکومت په ملاتړ د جنسیت پربنسټ له سیستماتیک تعقیب سره انډول بلل کېږي.

دی په پای کې وايي چې د طالبانو دا اقدامات به په افغانستان کې د سولې او دومدار پرمختګ لپاره د څو نسلونو په کچه ډېر ناوړه عواقب ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر څو ځلې مخکې هم د طالبانو د حکومت پر اقداماتو، په تېره له ښځو سره د طالبانو پر چلند ډېرې نیوکې کړي.

طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې په وار وار ټینګار کړی چې دوی له ښځو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند کوي.

بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، پرون (پنج‌شنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د طالبانو له‌‌‌خوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي.

هغه په افغانستان کې روان وضعیت یوه داسې بحران وباله، چې باید وجدانونه ولړزوي.

ښاغلي بېنیټ په جنیوا کې د "جنسیتي ځواب ویلو او عدالت کنفرانس" ته په وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت د ډاډمنولو لپاره د پراخو او هر اړخیزو میکانېزمونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: "زه غواړم خپله خبره په‌‌دې ټینګار سره پای ته ورسوم چې، د حساب ورکولو او عدالت پراخ او هر اړخیز سیستم د یوه باثباته، ټول‌شموله، د حقونو درناوي کوونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره څومره مهم دی. یو ځل بیا، زه د افغانستان زړورو خلکو ته خپله ژوره مننه او قدرداني وړاندې کوم، چې لا هم په خورا زړورتیا او صبر سره د ستونزو پر وړاندې درېږي. په‌دې هېواد کې روان وضعیت باید زموږ وجدانونه ولړزوي."

په‌‌‌‌‌‌دې کنفرانس کې چې سیاستوالو او نړیوالو استازو ګډون درلود، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د چوکاټ د نشتوالي په اړه خبرې وشوې.

ګډونوالو د قانوني ګامونو د اخیستو اړتیا په ډاګه کړه، ترڅو د طالبانو پالیسۍ د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژندل شي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځورونې څرګندونه کوي.

د نړۍ ۶ هېوادونو د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړه

د طالبانو تر حاکميت لاندې افغان ښځې
د طالبانو تر حاکميت لاندې افغان ښځې

هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، چیلي، کاستاریکا او مکسیکو د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړې ده.

د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنج‌شنبې په ورځ (د قوس په ۸مه) اعلان وکړ چې: "د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، د دې هېواد قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې ده."

د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې جزایي محکمې څخه غوښتي چې د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، چې د حقونو له دوامدار او سیستماتیک نقض سره مخامخ دي، په پام کې ونیسي.

دغه شپږ هېوادونه د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامدار او سیستماتیک نقض تمرکز وکړي.

دوی د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې، په خپلو پلټنو کې هغه جرمونه هم شامل کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو په وړاندې شوي دي.

ریچارډ بینېټ يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي دي.

ریچارډ بینېټ د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶مه په یوه ویډیو پيغام کې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پر خپل ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، ویلي: "په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې ریښې لري چې د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي جبر او تبعیض له امله زیات شوی او دا جبر په دې وروستیو کې د اخلاقي قانون په تصویب سره نور هم بنسټیز شوی دی."

د ۲۰۲۱م کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دوی پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

بینېټ: طالبان د نویو قوانینو په وسیله پر ښځو، اقلیتونو او نارینه‌وو ظلم کوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبان د نویو قوانینو په وسیله نه یوازې پر افغان ښځو بلکې پر اقلیتونو، هغو خلکو چې جلا فرهنګونه لري او حتی پر نارینه‌وو لا ظلم کوي.

ریچارد بینېټ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په پیل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن یې پر خپله ایکس‌پاڼه خپور کړ، ویلي چې که دا قوانین له منځه ولاړ نه‌شي نو د افغانستان راتلونکي نسلونه به اغېزمن کړي.

نوموړی زیاتوي چې باید هغه لارې چارې وموندل شي چې طالبان قانع شي چې خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د راتلونکې سولې او پخلاینې لپاره حساب کتاب مهم دی.

د بینېټ په وینا، داسې یوه پلان ته اړتیا لیدل کېږي چې یوازې سزا ورکول نه بلکې د انتقالي عدالت نورې لارې چارې هم په‌کې وي.

بینېټ ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید په خاص ډول ښځو او نجونو ته هم ونډه ورکړل شي څو د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د زده‌کړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف هغه قانون نافذ کړ چې له مخې یې د ښځو غږ عورت بلل کېږي او حتی ښځو ته په لوړ غږ د قرآنکریم د تلاوت اجازه لا نه ورکوي.

يوناما افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

له ارشيفه د خبريالانو يو انځور
له ارشيفه د خبريالانو يو انځور

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

یوناما نن په یوه بیان کې وویل، دا راپور په افغانستان کې د خبریالانو، د رسنیو د کارکوونکو او رسنیزو ادارو پر وړاندې زیاتېدونکې ننګونې مستندوي.

یوناما وايي، د سانسور او معلوماتو ته د لاس‌رسي پر وړاندې تر سختو بندیزونو لاندې چاپیریال کې خپلې چارې پرمخ بیايي.

په راپور کې چې د طالبانو د واکمنېدو له پیله د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي، راغلي دي چې، خبریالان او په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له زیاتو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخامخ دي، چې د مسلکي کار پر مهال د دوی وړتیاوې اغېزمنوي.

د یوناما او د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر په راپور کې په‌‌دې ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستندې شوي چې د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد په‌کې شامل دي.

طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه‌‌دي ویلي، خو له‌‌‌دې مخکې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ازادې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی

کابل کې طالبان عسکر
کابل کې طالبان عسکر

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن‌رایټس‌‌‌واچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.

په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېب‌پاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونه‌‌‌لري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG