ښځې
امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار وکړ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پرون د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره باید ځانګړی استازی وټاکل شي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربره ووډ وارډ د اغلې ګرینفیلډ د خبرو په تایید وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.
واشنګتن د روان میلادي کال په پيل کې هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ننګه کړې وه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي وو چې داسې یو استازی به له افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي څو هغه اهداف ترلاسه شي چې ملګري ملتونه یې په خپلو پرېکړه لیکونو کې وړاندې کوي.
طالبانو هغه مهال ویلي وو چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هغو هېوادونو ته ټاکل کېږي چې په بحران کې وي او افغانستان له بحرانه وتلی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان: له ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي.
د بخښنې نړیوال سازمان دا وړاندیز پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړ.
دا سازمان وړاندې لیکي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو له هر راز فشار څخه کار واخلي چې دوی مجبوره شي چې د ښځو او نجونو حقوق رعایت کړي او اجازه ورکړي څو دوی بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.
وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل او بیا کال وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ وتړلې.
ريچارد بېنيټ: هيڅ پلمه نهشي کولی له زدهکړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ وایي، هیڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.
ښاغلي بېنیټ نن چهارشنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر له ښونځیو د افغان نجونو د محرومیت د درېیمې کلیزې په مناسبت دا څرګندونې کړي او نوموړی له هغه نړیوال کمپاین سره یوځای شوی چې شعار یې دی: "د افغان نجونو غږ، زدهکړې نهشي منتظرېدای."
هغه ټینګار کړی چې، افغان نجونې او ښځې د زدهکړو حق لري.
طالبانو په ۱۴۰۰هجري لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ښونځي وتړل او وروسته یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.
له پاکستانه سکاټلنډ ته د رسېدلو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پیل شوي
په سکاټلنډ کې د هغو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پيل شوي چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه له پاکستانه دغه هېواد ته ورسېدې.
یوه له دغو محصلانو څخه زهرا حسیني ده.
نوموړې فرانس پرېس اژانس ته ویلي، سکاټلنډ ته په رسېدو یې د ډاکترې کېدو ارمان پوره شو.
دغه افغان محصلانې، چې افغانستان کې له پوهنتونه منع شوې وې، د لیندا نورګروف بنسټ له درېیو کلنو هڅو وروسته بریتانیا ته ولېږدول شوې.
۳۶ کلنه لیندا چې یوه سکاټلنډۍ مرستندویه کارکوونکې وه، ۲۰۱۰م کال کې د اسلامپاله ملېشو لهخوا افغانستان کې وتښتول شوه او بیا د امریکایي ځواکونو لهخوا د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ووژل شوه.
د لیندا تر وژلو وروسته د هغې مور او پلار د هغې په نوم بنسټ جوړ کړ او همدغه بنسټ دغه کابو شل افغان نجونې اوس د تحصیل د دوام لپاره بریتانیا ته غوښتي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.
شولڅ د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د همکارۍ پراختیا د جرمني ستراتیژیک هدف وباله
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو ته ویلي دي چې له دوی سره د همکارۍ پراختیا د جرمني ستراتیژیک هدف دی.
شولڅ د قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو ته په هغه غونډه کې چې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه وویل چې له دې هېوادونو سره د جرمني اړیکي هیڅکله دومره نه وو نږدې شوي لکه اوس چې دي.
هغه زیاته کړه چې دواړه لوري د نړۍ په اوسني مبهم حالت کې نږدې ملګرتیا ته اړتیا لري.
شولڅ په منځنۍ آسیا کې د روسیې د نفوذ د کمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر کې په برلین کې د منځنۍ آسیا له ولسمشرانو سره په لومړۍ سرمشریزه کې هم کتلي وو.
په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپلو حقونو لپاره غږ اوچتونکې افغان مېرمنې وستایل شوې
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هغه افغان مېرمنې ستایلي چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپل حقونو لپاره غږ اوچتوي.
مېرمن امیري نن پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ولیکل، داسې مهال چې طالبان د دې په ټکو، د جنسي ځورونو تګلارې ته دوام ورکوي افغان مېرمنې په هېواد کې دننه او بهر په بېلابېلو ځایونو کې راټولېږي څو وښيي چې د خپلو حقونو په دفاع کې له نړیوالو حساب کتاب غواړي.
مېرمن امیري د کومې غونډې یادونه نه ده کړې او نه یې د چا نومونه یاد کړي، خو نوموړې دا بیان وروسته له هغه ورکوي چې د افغان مېرمنو یوې ډلې پرون د اروپا د پارلمان یوې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د دې غونډې یوې ګډونوالې افغانې سیاستوالې شکریې بارکزۍ په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د بشري حقونو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي غوښتنه وشوه
د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، خو یوځل بیا یې د دې هېواد د وګړو اساسي حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون سې شنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان د ولسمشرانو او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سرمشریزې په پای کې د جرمني حکومت پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، دغو مشرانو د یوه امن، سولې او ثبات لرونکي او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ، داسې افغانستان چې د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او اساسي آزادیو درناوي وکړي.
په ګډه اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت چې ټول قومونه او مذهبي او سیاسي ډلې پهکې ګډون ولري، پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د منځنۍ آسیا زیاتو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړي، خو تراوسه یې د هغه له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.
جرمني چې له طالبانو سره مستقیم تعامل نه لري، په دې وروستیو کې یې په یوه بېساري اقدام کې ۲۸ هغه افغانان چې د جرمني د محکمو لهخوا مجرم پېژندل شوي و، بېرته افغانستان ته واستول.
فرانسه کې افغان تيکواندوکارې مرضيه حميدي ته د ګواښونو څېړنه پيل شوې
فرانسوي چارواکي افغانې تیکواندوکارې مرضيه حمیدي ته د وژنې د ګواښونو په اړه څېړنه کوي.
د پلازمېنې پاریس څارنوالانو پرون (د وږي ۲۶مه) وویل چې د آنلاین کرکې د متخصصانو یوې ډلې پهدې اړه څېړنې پیل کړې دي.
مرضيه حمیدي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډواله شوې ده ادعا کوي چې، په آنلاین پلاټفورمونو کې په مرګ، تجاوز او نور ځورونو ګواښل شوې ده.
هغې فرانس پرس خبري آژانس ته په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي هغه کسان چې دې ته دا ګواښونه کوي وپېژندل شي او محاکمه شي.
د حمیدي مدافع وکیل ویلي، پولیسو تر نامعلومې مودې پورې د دې افغانې تیکواندوکارې لپاره امنیتي تدابیر نیولي دي.
نوموړی وکیل زیاتوي، دی هیلهمن دی چې مېرمن حمیدي ته ګواښ کوونکي به ډېر ژر وپېژندل شي.
مرضيې حمیدي غوښتل د پاریس المپیک په لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي، خو په خپل وزن کې بریالۍ نهشوه او له همغه وخته تر اوسه دې ته په ټولنیزو رسنیو کې پاملرنه زیاته شوې ده.
يواينايچسيار: ډېری مېرمنې د غالۍ اوبدلو له لارې د کورنيو لګښتونه پوره کوي
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی افغانستان کې ګڼو ښځو ته د غالۍ اوبدلو مهارت ورښوولی چې دغه مېرمنې اوس کولی شي د خپلو کورنیو نفقه برابره کړي.
دغې ادارې نن پر خپله ايکسپاڼه لیکلي، یوه له دغو لسو مېرمنو عاقله ده، چې د ځینو همکارو بنسټونو په همکارۍ یې د غالۍ اوبدلو په ۶ میاشتنۍ پروژه کې برخه اخیستې وه او پهدې پروژه کې دوی ته د تجارت پیل ور وښوول شو.
په تېرو درېیو کلونو کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو په اکثرو دولتي ادارو، په ملي او نړیوالو مؤسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، چې دې کار هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړې، چې سرپرستي یې د ښځو لهخوا کېږي.
ملاله يوسفزۍ: د افغان نجونو د زدهکړو حق غوښتنې ته دوام ورکوم
د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د افغان نجونو د تعلیم د حق غوښتنې ته دوام ورکوي.
نوموړې تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې، دا او نورې فعالانې به د افغان نجونو غږ بدرګه کوي او طالبانو سره به دا حساب کتاب کوي چې ولې يې د نجونو ښونځي تړلي دي.
ملالې یوسفزۍ دغه پيغام د افغان نجونو د ښونځیو د بندېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل، خو د درې کلونو په تېرېدو لا هم بند پاتې دي.
پر ښونځیو سربېره د نجونو پوهنتونونه هم په افغانستان کې بند شوي، چې له کبله یې د طالبانو حکومت تر کلکو نیوکو لاندې دی.