د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۵

ښځې

طالبان: تر اوسه د ځوانو نجونو د زده کړو شرایط نه دي رامنځته شوي

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا وایي، تر اوسه په افغانستان کې هغه شرایط نه دي رامنځته شوي چې ځوانې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د پرانيستلو په مناسبت غونډه کې کړي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې نوموړي د ټولو نجونو پر مخ بیا د ښوونځیو د دروازو د پرانيستلو لپاره د څه ډول شرایطو د رامنځته کېدو ویلي، خو له دې مخکې هغه او د طالبانو نورو چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو د زده کړې د بهیر د بیا پیلېدو لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع شوي او هم یې پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت همدارنګه څو اوونۍ مخکې په کندهار او هلمند کې د نجونو پر مخ سیمه ییز ټولګي چې چارې یې د مؤسسو له خوا مخته وړل کېدې، هم وتړل.

يونېسف: زده‌کړې کول د انسانانو بشري حق دی

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.

د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.

یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

بریتانيا د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې پر دغو محصلانو د پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې پر دغو محصلانو د پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

بریتانیا وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې به چې طالبانو سخت محدودیتونه پرې لګولي، یوازې پرې‌نه‌ږدي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته کړې.

په هغه بیان کې چې د بریتانیا حکومت پر خپله وېبپاڼه خپور کړی، ویل شوي چې بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او خپلو شریکانو د کار ملاتړ ته ژمنه ده او زیاته کړې يې ده چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د ۶۶۲ ميلیون ډالرو بشري مرسته کړې ده.

خو په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې د دغو مرستو څه اندازه یې د همدې کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دې هېواد سره شوې ده.

امنيت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو بنديزونه وغندل

يو شمېر افغان محصلانې
يو شمېر افغان محصلانې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل.

امنیت شورا د امریکا په وخت د پنجشنبې ناوخته په خپله غونډه کې په دې اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ ټینګار شوی چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی.

په پرېکړه‌لیک کې همدارنګه د سوله‌ییز، با ثباته، نېکمرغه او داسې افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی چې ټول په‌کې برخه ولري.

طالبان د ۲۰۲۱‍ په اګست کې واک ته ورسېدل او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې کلک بندیزونه لګولي.

اوچا د افغان نجونو د زده‌کړو پر اهميت ټينګار کړی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې وویل، که نجونې ونه‌شي کولای چې زده‌کړې وکړي یا په زده‌کړو کې له محدودیت سره مخامخې شي، روغتیایي، عامه خدمتونو، کاري او اقتصادي فرصتونو ته د لاس‌رسي په برخه کې به یې وړتیا سخته اغېزمنه شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه‌دي پرېښي.

له پرله‌پسې غوښتنو سره سره طالبانو د نجونو پر زده‌کړې دغه ممانعت تر اوسه نه‌دی لیرې کړی.

امنيت شورا نن له طالبانو غواړي چې د ښځو په اړه خپلې تګ‌لارې بدلې کړي

د امنيت شورا غونډه، ارشيف
د امنيت شورا غونډه، ارشيف

امنیت شورا به نن (پنجشنبه) د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز وغندي او د طالبانو له حکومته به وغواړي چې د ښځو او نجونو په اړه خپله تګ‌لاره ژر تر ژره بدله کړي.

په دې اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیک مسوده، چې ټاکل شوې ده نن رایې پرې واخیستل شي، د متحده عربي اماراتو او جاپان له لوري وړاندې شوې او یوه کاپي یې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده.

د پرېکړه لیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګروملتو په ټول تاریخ کې بې‌ساري بلل شوي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر رول ټینګار شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډیپلوماتان وايي، پوره باور لري چې دا پرېکړه لیک به په یوه خوله تصویب شي.

ملاله يوسفزۍ: د نړۍ مشران دې طالبان د ښځو حقونو ورکولو ته مجبور کړي

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو غوښتې دي چې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه ورکړي.

ملالې یوسفزۍ تېره شپه په ټویټر کې دا خبره وکړه او زیاتوي چې، د نړۍ مشران به ډېر ژر د افغانستان په اړه غونډه وکړي، خو دوی ته پکار دي چې تر هر څه مخکې له طالبانو وغواړي چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د مې په لومړۍ او دوهمه د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان لپاره غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د تړلیو دروازو تر شا وي او په‌کې د افغانستان لپاره د نورو هېوادو ځانګړي استازي هم برخه اخلي.

ملګري ملتونه: پر ښځو محدوديت ټولنيز اقتصادي وضعيت خراب کړی

ارشيف
ارشيف

ملګري ملتونه وايي، د تعلیم او کار لپاره د ښځو پر توانایۍ سخت محدودیتونه په افغانستان کې د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د خرابۍ سبب شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون په خپل ټویټر کې ویلي، د دوی د سه‌شنبې په راپور کې اټکل شوی، چې دغه محدودیتونه به خلکو ته ویجاړوونکې پایلې ولري.

ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشت کې یوه زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته پرون سه‌شنبه ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېست نه استثنا کړي.

د میدان وردګو مخکینۍ ښاروالې 'ظریفې غفاري' د جرمني د لوټر معتبره جایزه ګټلې

ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري چې په افغانستان کې یې د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه دنده لرله د جرمني د لوټر معتبره جایزه ګټلې.

ظریفه غفاري له ۲۰۱۸ کال څخه په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر پرځېدو پورې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار ښارواله وه.

هغه اوس په جرمني کې اوسي.

مېرمن غفاري ته دا جایزه چې نقدې ۱۰ زره یورو هم ورسره دي نن د لوټر جایزې د ټولنې له خوا په شمال کالدین ښار کې وسپارل شوه.

د لوټر جایزه د جرمني د شپاړسمې میلادي پېړۍ د مشهور عیسوي دیني عالم او فیلسوف مارتین لوټر په نامه نومول شوې ده.

چين د ښځو په برخه کې د طالبانو د پاليسيو پر اغېزو اندېښنه ښودلې

يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف

د چین د بهرنیوچارو وزیر وايي پېکېنګ د هغو پالیسو له اغېزو اندېښنه لري چې، د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې تر لاس لاندې نیولي.

د چین د دولتي خبري اژانس سین هوا د راپور له مخکې چِن ګَنګ دا څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په پرونۍ غونډه کې له ګډون وروسته خبریالانو ته وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز سخت نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو د منځنيو ښوونځيو او لېسو او د پوهنتونونو دروازې بندې کړې او له ډېری دولتي ادارو څخه یې هم ښځې لیرې کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG