ښځې
د جرمني سفارت: د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځينه کارکوونکو کار حياتي ارزښت لري
په افغانستان کې د جرمني سفارت وايي، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار حیاتي اهمیت لري.
دغه سفارت په یوه لنډ بیان کې ویلي، په دغو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار، لګول شوی بندیز له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده، چې په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو هڅې اغېزمنوي.
د جرمني سفارت وايي، د یوې پایداره راتلونکې لپاره د ښځو بشپړ شراکت او پیاوړتیا حیاتي اهمیت لري.
وروسته له هغې چې طالبانو د وري پر ۱۵مه، په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې، دغې ادارې له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې د مې میاشتې تر پنځمې نېټې دې کار ته نهځي.
یوناما ویلي، د مې تر پنځمې نېټې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي چې د عواقبو پړه به یې د اوسنیو حاکمانو پر غاړه وي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفير پر ښځينه کارکوونکو د بنديز ليرې کولو غوښتنه کړې
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
په کابل کې د جاپان سفارت بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، ښاغلي اوکادا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بدله کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې کتنې په اړه پرون پر ټویټر ولیکل، د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د نظر له توپیر سره سره له افغان چارواکو سره تعامل ته لېوال دی، خو د جاپان د سفیر په ټویټ کې دا خبره نهده یاده شوې او ویل شوي دي چې ښاغلي اوکادا د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیل پر غوښتنه ټینګار کړی.
طالبانو یوه اوونۍ مخکې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سهشنبې په ورځ وویل، له دې اعلان سره طالبانو په افغانستان کې د پاتې کېدو یا د خپلو اصولو د رعایت ترمنځ یوه انتخاب ته مجبور کړي دي.
د طالبانو حکومت پرون په یوه بیان کې وویل چې نهغواړي د م. م د فعالیت پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، خو زیاته یې کړه چې د دې سازمان ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د افغانستان د کورنیو ارزښتونو مسئله ده.
د طالبانو دا اعلان له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
ګوتېرش: په بشري مرستو رسولو کې د ښځينه کارکوونکو حضور ضروري دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، د دغه سازمان د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو حضور ضروري دی.
ښاغلي ګوتېرش پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې وویل، په بشري چارو کې اوس د ښځو او نجونو ونډه کمرنګه شوې، خو کله چې دوی په دې چاره کې برخه واخلي، نتیجه به یې د ټولو په ګټه وي.
طالبانو چې په ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و، تېره اوونۍ یې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د ښځینه کارکوونکو کار هم منع کړ.
یوناما په ځواب کې په افغانستان کې له خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې کارونو ته لاړ نهشي.
جرمني د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو وروستی بنديز غندلی
په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز په کلکه غندلی دی.
دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي."
د جرمني سفارت زیاته کړې چې، په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده.
په افغانستان کې د جرمني سفارت ویلي، دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي، چې په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د دوی په دفترونو کې کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سهشنبې په ورځ له خپلو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه افغان کارکوونکو وغوښتل چې تر اته څلوېښتو ساعتونو پورې دندو ته ولاړ نهشي.
خو دې دفتر د چهارشنبې ورځې په بیان کې وویل دا مهلت نامعلومې مودې ته غځېدلی او له ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې تر دویم اعلان پورې دې کار ته نهځي.
د خوړو نړيوال پروګرام مشره: پر ښځو له بنديز وروسته مو افغانستان کې کارونه تقريباً ناممکن شوي دي
د خوړو د نړیوال پروګرام مشره سنډي مککین وايي، د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو په افغانستان کې د دې سازمان فعالیتونه تقریباً ناممکن کړي دي.
نوموړې پرون په خپل ټويټر کې ليکلي، چې ښځې د نړۍ د خوړو د پروګرام د ملا د تیر حیثیت لري او د دې ادارې ۹۶۰۰ ښځينه کارکوونکې په نړۍ کې له لوږې سره مبارزه کوي.
مېرمن مککین زیاتوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي، د طالبانو دا پرېکړه چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، د منلو وړ نهده.
د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له لوري د ښځينه کارکوونکو پر کاري بنديز اندېښنه ښودلې
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د طالبانو دا اقدام به نه یوازې ښځې، بلکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو پروګرامونه اغېزمن کړي.
سازمان له طالبانو غوښتي چې پر دغه حکم له سره کتنه وکړي او ښځو او نارینه دواړو ته اجازه ورکړي چې له لسیزو شخړو وروسته د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.
ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه وویل، طالبانو په رسمي ډول ترې غوښتي چې هیڅ افغان ښځه د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نهلري.
بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو بېرته نشرات پيل کړل
د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په بدخشان کې د صدای بانوان محلي راډیو بېرته خپلې خپرونې پيل کړې.
دغه راډیو چې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې لري، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې طالبانو په ظاهره د سندرو د خپرونو له کبله بنده کړه.
د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راډیو خپرونې د دوی له هڅو وروسته بېرته پيل شوې.
په دغه ټویټ کې ویل شوي، د صدای بانوان راډيو مشرې ناجیه سروش د کمېټې له هڅو مننه کړې او په اړوندو نورو برخو کې یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغه هېواد کې شپږ سوه فعال رسنیز مرکزونه بند شوي دي.
سيما باهوس: طالبان دې ژر تر ژره د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه بېرته واخلي
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس په یوه بیان کې د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي.
دا بیان چې د ویب ریلف لهخوا پرون خپور شوی پهکې راغلي، ملګري ملتونه به د ښځو پر ځای نارینه پر کار ونه ګوماري.
په بیان کې د مېرمن باهوس په حواله ویل شوي، په اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نهشي.
مېرمن باهوس زیاته کړې، د ماهرو ښځینه کارکوونکو لرې کول د ژوند ژغورنې مهمو خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی کموي او دا خطر زیاتوي چې دوی د ښځو پر ځای له نارینو مرسته وغواړي.
ملګرو ملتونو تېره ورځ په یو بیان کې وویل، د طالبان لهخوا ورته ویلی شوي، چې هیڅ ښځینه کارکوونکې د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نهلري.
ټاکل شوې چې نن د ملګروملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه بحث وکړي.
بلېنکن: د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه پر مرستو متکي افغانان ګواښي
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، دی د طالبانو د غندنې وړ یوې بلې پرېکړې چې د ملګروملتونو افغان ښځینه کارکونکې یې له کاره راګرځولې، اندېښمن کړی دی.
بلېنکن نن په یوه ټویټ کې ویلي، دغه پرېکړه زیانګالي افغانان چې پر بشري مرستو متکي دي، ګواښي.
هغه زیاته کړې، موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، متحده ایالات د طالبانو لهخوا د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د کار بندیز د غندنې په اړه له خپلو د ملګروملتونو له شریکانو سره ولاړ دی.
وېسټ نن په یوه ټویټ کې د طالبانو دغه پرېکړه ځوروونکې او هغه یې یو بل ګام شاته تګ بللی چې د ده په خبره زیان یې افغان ولس ته رسیږي.
ګوتېرش: پر ښځينه کارکوونکو بنديز له بشري حقونو سرغړونه ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکونکو د کار بندیز د بشري حقونو د نه زغملو وړ سرغړونه بللې ده.
ښاغلي ګوتېرش پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه له طالبانو وغوښتل چې، سملاسي دا او نور هغه حکمونه بېرته واخلي چې تعلیم او کار ته د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.
بل لورته یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت هم ویلي، د اوسنیو چارواکو لهخوا د دوی پر ښځینه کارکوونکو بندیز غیر قانوني او د نه منلو وړ عمل دی.
یوناما پرون ماښام په یوه اعلامیه کې د طالبانو د دې اقدام په وړاندې یو ځل بیا شدید اعتراض څرګند کړی او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان دا حکم بېرته واخلي.
په اعلامیه کې راغلي، طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې هیڅ افغانه ښځه د دوی په ماموریت کې د کار حق نهلري او دا حکم سملاسي عملي دی.