ښځې
د عمان یو څېړنیز مرکز پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه وغندل
د عمان د بشري حقونو څېړنیز مرکز په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو پر محدودیتونو اندېښنه وښوده.
دغه مرکز په خپل ټویټر کې پرون له خپلې اعلامیې سره لیکلي، چې طالبان د تعلیم، د بیان ازادۍ او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې د ښځو له اساسي بشري حقونو په سیستماتیک ډول سرغړونه کوي.
د عمان د بشري حقونو څېړنیز مرکز ویلي، دوی د ښځو له بشري حقونو دغه څرګنده سرغړونه غندي او لېواله دي، چې په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر، د بشري حقونو د ملاتړو او فعالانو ملاتړ وکړي.
دغه بنسټ د بشري حقونو له نورو سازمانونو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو پر ښځو او نجونو خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی.
په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل او لا یې هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې. د ښځو او نجونو پرمخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.
طالبانو ښځې په غیردولتي او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کاره منع کړي او په اکثرو دولتي ادارو کې یې د دوی د کار مخه نیولې ده.
کابل کې د معترضو ښځو لاریون؛ طالبانو یې د تیت و پرک کولو لپاره ډزې کړي
د طالبانو وسلهوالو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او پر دوی اوبه وشیندلې، چې په کابل کې د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې.
اعتراض کوونکو ښځو د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه ورکول: "کار، ډوډۍ او عدالت."
دغو ښځو چې سینګارځایونه یې درلودل وايي، دا له عام ژوند څخه د ښځو د څنډې ته کولو وروستۍ هڅه ده.
د طالبانو د تازه فرمان له مخې د ښځو د سینګار سالونونه باید د زمري یا اسد میاشتې تر درېیمې پورې وتړل شي.
طالبانو ۲۳ میاشتې مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، ښځې او نجونې یې د پوهنتون له زده کړو هم راګرځولي، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار هم منع اعلان کړی دی.
ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې د بودیجې کمښت د مرستو رسونې چارې اغېزمنې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې کمښت د بشري مرستو رسونې چارې اغېزمنې کړي دي.
د دې ادارې ویاند وحید الله اماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی په عاجل ډول یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
اماني وویل: "د بودیجې کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورنې عملیات له ګواښ سره مخامخ کړي دي. دې ته یې اړ کړي یو چې د مرستو سطحه راکمه کړو او اته میلیونه خلک د هغو خلکو له جملې راکم کړو، چې باید مرستې وررسېدلې وای. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بېړنۍ توګه یو ملیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، تر څو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او راتلونکي ژمي ته چمتووالی ولري."
اماني وویل، په ټول هېواد کې کورنیو خپلې ټولې زېرمې ختمې کړې دي او د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د خورا اړمنو کورنیو لپاره د ژوند وروستۍ کرښه ده.
ملګرو ملتونو ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې څه کم ۲۹ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یوسفزۍ: په نړۍ کې یوازې افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي
د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې زده کړو ته لومړیتوب ورکړي او پر همدې برخه پانګونه ډېره کړي.
ملالې چې پرون یې د خپلې کلیزې په مناسبت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغانستان اوسمهال د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې له زده کړو بې برخې کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ډېرژر د نجونو منځني ښوونځي او لېسې او ورپسې پوهنتونونه بند کړل.
د ملالې د کلیزې په غونډه کې د ملګرو ملتونو مرستیالې امینې محمد که څه هم د افغانستان پر وضعیت خبرې ونه کړې، خو د نړۍ پر مشرانو یې غږ وکړ چې هیڅوک باید د تعلیم له حقه بې برخې نه کړي.
ملګرو ملتونو يو شمېر افغان نجونو ته کاري زمينه برابره کړې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، ګڼو هغو نجونو ته یې هم د لاسي کار زمینه برابره کړې، چې له شپږم ټولګي پورته له نورو زدهکړو محرومې پاتې دي.
دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې د افغان ښځو د مهارتونو د ودې د سازمان په همکارۍ یې د بېځایه شویو کسانو لپاره د بلخ ولایت په امېد فردا ښارګوټي کې د ګلدوزۍ یوه پروژه پیل کړې ده.
د دې ادارې د ټویټونو له مخې یو ټوکر چې د څو اوونیو لپاره ګلدوزي ورباندې وشي، په مرسته یې دغه ښځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو عواید ترلاسه کوي.
طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو خپلو محدودیتونو ته دوام ورکړی او هغه ښځې هم له کارونو محرومې شوي، چې د کورونو سرپرستې ور ترغاړې ده.
د کندهار په ميوند کې يوه ښځه وژل شوې
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې یوه ښځه په ښکاري ټوپک وژل شوې ده.
په کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي صابر پېښه تاییدوي او وایي، په دې اړه څېړنې روانې دي، چې د فریدې په نوم دغه ۱۸ کلنې ښځې ځانوژنه کړې او که د بل چا له خوا ویشتل شوې او وژل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د کندهار په عینو مېنه کې هم یوه ښځه د خپل خاوند لهخوا ویشتل شوې او وژل شوې وه.
تر اوسه د دغو دواړو پېښو علت نهدی معلوم.
طالبانو د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لامل په ډاګه کړ
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه د دوی د ناندریزې پرېکړې ننګه وکړه.
نوموړي رسنیو ته په یوه استولي ویډیویي پیغام کې ویلي: "د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام په دې سینګارتونونو که ډېر لګښت کېده او د زلمي پر کورنۍ ډېر فشار راتله او پیسې ترې اخیستل کېدې، بله دا چې په شرعي توګه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ویښتان د زینت لپاره لګول کېږي، درېیم دا چې هلته د ښځینهوو وریځې ویستل کېږي او دا د شریعت سره څرګنده مخالفت دی."
د افغان ښځو او نجونو او بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د هغو ښځو کارونو ته زیان رسوي چې د کورنیو نفقه ګټونکې وې.
ملګرو ملتونو ویلي، پر سینګارتونو بندیز به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او له طالبانو يې غوښتي، چې له دې پرېکړې په شا شي.
د بشر د حقونو د څار سازمان هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو سینګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړی څو خپلې دروازې وتړي.
امیري: افغانستان په بې رحمه او نړۍ کې پر منزوي شوي ځای بدلېږي
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د ښځو پر سينګارخونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو لپاره یو بل مهم کاري ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي.
مېرمن امیري پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې په یوه ډېر منزوي شوي ځای بدلوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د سرطان په درېیمه په یوه صادر شوي مکتوب کې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګارخونو ته یوه میاشت د اسد تر درېیمې پورې وخت ورکړل شوی چې د خپلو سینګارخونو د تړلو لپاره اقدام وکړي او د اسد له درېیمې وروسته نور د فعالیت اجازه نه لري.
د افغانستان د کسبګرو او دوکاندانو د خونې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو په دغه نوی بندیز سره به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سینګارخونې وتړل شوي اوشاوخوا ۵۰ زره ښځې به خپلې دندې له لاسه ورکړي.
ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو وایي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو خوبونه او هیلې له منځه تللي دي.
یونسکو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په دې هېواد کې د ښځو د زده کړې اساسي حق تر پښو لاندې شوی او دا د نه منلو دی.
یونسکو وایي، له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو د نجونو او ښځو د راګرځولو ځپونکې پرېکړه په افغانستان کې د زده کړې په برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه وړي او زیاتوي، دا هېواد د لوستو ښځو د یوه نسل د له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دی، هغه چې د افغانستان یا د بل هر هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.
یونسکو وایي، که د یوه هېواد نیم نفوس له زده کړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې برخې کېږي، هغه هېواد نه شي کولای چې پرمختګ وکړي.
پوټزل: پر ښځو بندیزونه به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر اړیکو سیوری غوړولی وي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل وایي، که په افغانستان کې د ښځو د زده کړې، په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د کار کولو مسئله حل شي، دی کولای شي په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د مدغم کېدو تصور وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له نیوز رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون سې شنبې خپره شوې وویل چې، ښځې په ټولنه کې د ګډون حق لري.
هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړې، ګنې د تل لپاره به یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر اړیکو سیوری غوړولی وي.
پوټزل زیاته کړه، یوناما هڅه کوي همکاري زیاته او له انزوا څخه د افغانستان د اوسني حکومت په وتلو کې مرسته وکړي.
د طالبانو سرپرست حکومت چې څه باندې یوه میاشت وروسته یې دوه کاله پوره کېږي، تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.