د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۶

ښځې

طالبانو په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی

ارشیف: په کابل کې د یوه سینګار خونې مخې ته یو وسله وال طالب پلی روان دی.
ارشیف: په کابل کې د یوه سینګار خونې مخې ته یو وسله وال طالب پلی روان دی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی.

رویټرز خبري آژانس د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند محمد صادق عاکف له قوله خبر ورکړی چې وايي، ټولې سینګار خونې باید د یوې میاشتې په ترڅ کې بندې شي.

د ښځو سینګار خونې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعالې وې، خو وروسته له دې چې د طالبانو حکومت تېرکال د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، بیا یې د ښځو حمامونه او پارکونه وتړل او وروسته یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه تل دا وېره وه چې د سینګار سالونونه به بندېږي.

د نړې دولتونو او ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو ځپونکي اقدامات غندلي، خو د سینګارخونو د بندېدو د حکم په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

د ورزش يوه مدافع ټولنه: د نجونو د ورزش په خاطر بايد طالبانو سره حساب کتاب وشي

ارشیف: د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په کابل کې د ښځینه فوټبال لوبغاړې د لوبې پر مهال
ارشیف: د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په کابل کې د ښځینه فوټبال لوبغاړې د لوبې پر مهال

د ورزش یوه نړیواله مدافع ټولنه وايي، له طالبانو سره د افغان ښځو او نجونو د ورزش د اساسي حق د تر پښو لاندې کولو په خاطر باید حساب کتاب وشي.

د ځواک او ورزشي ظرفیت د مدافعانو د نړیوال ايتلاف په نوم د ټولنې مشرې اندریا فلورنس پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې له افغان ښځو او نجونو څخه د ورزش حق تروړل شوی دی نو په کار ده، چې د طالبانو له حکومت او د ورزش له مسوولو ادارو څخه یې پوښتنه وشي.

مېرمن فلورنس همدا راز لیکلي چې د المپیک نړیواله کمېټه او د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په دې برخه کې مهم رول لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پر ورزش کلک بندیز ولګاوه.

د طالبانو مشر: افغانستان کې ښځې له ناوړه رواجونو ژغورل شوي

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده وایي، په افغانستان کې د دوی له حاکمیت وروسته ښځې له اجباري نکاح، په بدو کې له ورکړې او په خبره یې له ورته نورو دودیزو ظلمونو ژغورل شوي او ټول شرعي حقوق یې ورکړل شوي دي.

اخندزاده دغه خبرې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د خپل پيغام په یوه برخه کې کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه دغه پیغام پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او دغه راز پوهنتونونه تړلي چې د نړیوالو بشري بنسټونو او سیاستوالو غبرګونونه یې پارولي دي.

د ځینو اسلامي هېوادونو مشرانو هم د طالبانو دغه کړنې غندلي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېره جنوري میاشت کې له تعلیمه د نجونو راګرځول 'غیر انساني' او 'غیر اسلامي' بللي وو.

په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی

په کابل کې د ښځینه سوداګرو د محصولاتو له نندارتون یو انځور
په کابل کې د ښځینه سوداګرو د محصولاتو له نندارتون یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویلي، په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی دی.

دغې ادارې پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه مرکز د یو این ایچ.سي آر، له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې په ملاتړ جوړېږي.

وړاندې راغلي چې دغه مرکز به د بې ځایه شویو او ستنو شویو په ګډون سوداګرو مېرمنو ته روزنیر پروګرامونه جوړوي او د هغوی مالي ملاتړ به کوي.

ویل شوي نه دي، چې د دغه مرکز د جوړېدو کار څومره لګښت غواړي او څومره موده کې بشپړېږي.

دا مرکز داسې مهال جوړېږي چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

ځینو سوداګرو مېرمنو پخوا ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې فعالیت په ټپه درېدلی دی.

ملګرو ملتونو د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره بیا خپل شرایط وړاندې کړل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا نن په نیویارک کې امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا نن په نیویارک کې امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، تر هغو چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه لغوه نه شي، د دوی حکومت به نړیواله ټولنه په رسمیت ونه پېژني.

روزا اوتنبایوا نن په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال دا خبره وکړه.

دې دا هم وویل چې په افغانستان کې د کوکنار کښت له دې وروسته خورا کم شوی، چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د دوی مشر ملاهبت الله د کوکنارو د کر د مخنیوي فرمان صادر کړ.

اوتنبایوا د ټولشموله حکومت د جوړېدو خبره هم وکړه چې د دې په باور خورا مهم دی.

نړيوال بانک: افغانستان د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري

ارشیف: په کابل کې د ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو د نندارتون یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو د نندارتون یوه څنډه

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې یاد کړی دی چې د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري.

دې بانک په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو، افغانستان داسې یوه هېواد بللی دی چې ورځ تر بلې په‌کې د ښځو تجارت او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط او قانوني حالت خرابېږي.

په دې راپور کې چې عنوان یې دی،۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون د طالبانو د حکومت له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، طالبانو داسې لارښوونې او حکمونه صادر کړي دي چې د ښځو د سفر ازادي او د یوې دندې د موندلو لپاره د هغوی وړتیاوې محدودوي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

رینا امیري په بېلابېلو برخو کې د افغان میندو پر ملاتړ ټینګار کړی

د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د مور د ورځې په مناسبت افغان میندو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

اغلې امیري پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، دوی په افغانستان کې د مور د ورځې په ویاړ ټولو افغان میندو ته درناوی کوي او د هغوی د کار او تعلیم د حق ملاتړ ته ژمن دي.

له ډېرو کلونو راهیسې د جوزا ۲۴ مه په افغانستان کې د مور ورځ نومول شوې او په دې مناسبت د میندو د خندمتونو قدرونه کېږي.

د طالبانو حکومت ۳۵۰۰ کونډې، یتيمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي

ارشیف: په ارزګان کې یو شمېر کونډې مېرمنې
ارشیف: په ارزګان کې یو شمېر کونډې مېرمنې

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، له څېړنو وروسته یې له ۳زره او ۵۰۰ کونډې، یتیمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي دي.

د دې وزارت معین عبدالحکیم حقاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ادعا وکړه چې دا شمېر کسان مستحق نه‌وو او د جعل له لارې یې نومونه سیستم ته دننه شوي وو.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د شهیدانو او معلولینو وزارت سره نږدې ۱۵۰ زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت دي چې له دوی یې ۴۸زره بایومیټریک او سیستم ته داخل شوي دي.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت معین عبدالحکیم حقاني دا هم وویل چې له دې وروسته، د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره برښنايي پېژندپاڼه اړینه ده او له هغې پرته به د نوملیکنې فورم نه ورکول کېږي.

حقاني زیاته کړه، سږ کال د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره ۱۲ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې تر لوی اختر به یې حقوق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د متقاعدینو په ګډون، کونډې، یتیمان او معلولین په پرله‌پسې شکایت کوي چې میاشتني او کلني حقوق یې نه ورکول کېږي او تر خوا یې د بایومټریک په پروسه کې هم لومړیتوب د طالبانو اړوند کسانو ته ورکول کېږي.

اوسلو فورم؛ د ښځو سیاسي مشارکت شبکې دې غونډې ته د طالبانو په وربللو نیوکه وکړه

د اوسلو یوه څنډه
د اوسلو یوه څنډه

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې پرون پر ناروې نیوکه وکړه، چې د طالبانو استازي یې د اوسلو غونډې ته وربللي دي.

د دې شبکې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ناروې د بشري حقونو هغه سرغړوونکي غونډې ته وربللي، چې ښځې او نجونې یې له زده کړو او کاره منع کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو مهم غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي، ځکه نو باید د سفر اجازه ونه لري.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې په وروستیو کې راپور ورکړی، چې د لوېدیځو هېوادونو جګپوړي چارواکي او د طالبانو استازي روانه میلادي میاشت د ناروې په کوربه توب په اوسلو کې د افغانستان په باب په یوه غونډه کې ګډون کوي. طالبانو د دې غونډې په باب رسماً تبصره نه ده کړې.

خو د «اوسلو فورم» په مخکنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۲م کال د جون پر ۲۳مه شوې وه، د طالبانو استازي نه وو بلل شوي.

بلخوا ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د روانې جون میاشتې پر ۲۱مه، پر افغانستان یوه غونډه راوبولي.

رينا اميري د افغانستان په اړه د بشري حقونو له مدافعانو سره خبرې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په اړه یې د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې له چارواکو سره خبرې کړي.

مېرمن امیري بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د حساب کتاب او د هغوی ژوند ته د رڼا د راوستلو د هڅو لپاره د دې دوو بنسټونو مننه کړې.

د ښځو پرضد د طالبانو د جګړې په نوم د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې راپور د تېرې مې میاشتې په ۶مه نېټه خپور شو.

په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جنایاتو په توګه وڅېړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG