ښځې
ریچارډ بینېټ: تعلیم د توانمندۍ حق دی
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، تعلیم د توانمندۍ حق دی.
هغه پرون سې شنبه په خپل ټویټر کې ویلي، تعلیم، د کار حق، مناسب ژوند، سلامتۍ، په ټولنه کې د مشارکت، په قانون کې د برابرۍ او مالي ازادیو په ګډون د نورو بشري حقونو د تحقق لپاره اړین ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي، د نیمايي وګړو د تعلیم پر حق سترګې پټول، په واقعیت کې د ښځو او نجونو پر اکثرو نورو بشري حقونو سترګې پټول دي.
پرون پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو دوه کاله پوره شول او اکثرو سازمانونو د طالبانو پر حکومت انتقاد وکړ چې لا یې هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.
د دې تر څنګ یې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو لوړې زده کړې هم منع کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بېساري سرغړونې ثبت شوي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بېساري سرغړونې ثبت شوي دي.
د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي آسیا سیمه ایزې څانګې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې تر نننۍ ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه آنلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونې په پرله پسې ډول څارلې دي او په خپلو اعلامیو کې یې له طالبانو د ټولو خلکو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.
افغان تکواندوکاره 'ذکيه خدادادي' د اروپا اتله شوه
افغان تکواندوکاره ذکيه خدادادي د اروپا اتله شوه.
په فرانسه کې مېشته دا افغان لوبغاړې د پاراتکواندو یا معلولو تکواندوکارانو په نړیوالو لوبو کې د اوکرایین او ترکیې لوبغاړې ماتې کړې او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
ذکیه خدادادي په ۴۷کیلو وزن کې اتلولي ته ورسېده.
د اروپا د معلولینو په اتلولیزو سیالیو کې یو نیم زر لوبغاړو د ۵۵ هېوادونو په استازیتوب په لسو ورزشي رشتو کې برخه اخیستې.
دا لوبې د اګست له اتمې د هالند په روتردام کې پیل شوي او تر ۲۰به دوام کوي.
د خبریالانو مرکز: طالبانو د هلمند رسنیو کې د ښځو د غږ خپرېدا منع اعلان کړه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ځايي رسنیو کې د ښځو د غږ خپرېدا منع اعلان کړه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون یکشنبه وویل چې په هلمند کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ازادو رسنیو ته ویلي چې په هېڅ صورت د ښځو غږ خپور نه کړي.
د خبریالانو مرکز په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
دغه مرکز د طالبانو پرېکړه د ښځو خلاف د محدودیتونو دوام او د بیان د ازادۍ سرغړونه بللې ده.
کابل کې د جاپان سفیر د افغان ښځو د حقونو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې
په افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، په کابل کې یې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره په کتنو کې د افغان ښځو د حقونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پرون یکشنبه د خپل هېواد له 'این ایچ کې' تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې طالب چارواکو ته یې وویل چې په هېواد کې د ثبات لپاره د ښځو حقونه ضروري دي.
ده د افغانانو اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په تېرو دوو کلونو کې سره له دې چې د افغانستان په اکثرو ښارونو او ولایتونو کې د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی، خو ډېر شمېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
د جاپان سفیر په دې مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوي دي.
تاکاشي اوکادا هیله څرګنده کړه چې طالبان به خپلې سختدریځې پالیسۍ بدلې کړي.
په کابل کې د جاپان سفیر په دې ټینګار وکړ چې هېواد یې غواړي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته په داسې حالت کې دوام ورکړي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.
د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د تعلیم حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د تعلیم حق په کې په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي.
د دغه سازمان د جرمني څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې که په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر تعلیم د تازه محدودیتونو راپورونه سم وي، دا به ویجاړوونکی تحول وي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان په دغو کارونو سره د بشریت او د افغانستان د نیمايي نفوس په وړاندې جنایت کوي.
دې سازمان له خپل دغه ټویټ سره د انډپندنټ ورځپاڼې مطلب هم بیا خپور کړی چې په کې د بي بي سي په حواله ویل شوي، طالبانو په ځینو ولایتونو له دې جملې غزني کې د ښوونځیو سرمعلمانو او د لنډمهاله ټولګیو مسوولانو ته امر کړی، څو هغه نجونې له تعلیم منع کړي چې عمرونه یې تر لسو کلونو لوړ دي.
طالبانو له څه کم دوو کلونو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او ښځې او نجونې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړي دي.
یونسکو: په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي
د ملګرو ملتونو تعلیمي اداره، یونسکو وايي چې په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
یونسکو پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده چې د زده کړو او د ښځو اونارینه وو د برابرۍ لپاره بودیجه زیاته شي او لازمه ده چې دا کار همدا اوس وشي.
یونسکو دا ټویټ په داسې حال کې خپور کړ چې په افغانستان کې نجونې له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې د لېسې او پوهنتون د دورې له زده کړو محرومې دي.
امریکايي چارواکي: طالبان دې د بشري حقونو په تړاو خپلې تګلارې بدلې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد چارواکو له طالبانو غوښتي هغه تګلارې بدلې کړي چې له کبله یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو وضعیت بدتره شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امریکایي چارواکو دغه غوښتنې د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې له طالبانو کړي دي.
په دغو خبرو کې چې پرون او وړمه ورځ شوي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره یې شارژدافېرې کرن ډیکر د امریکایي پلاوي مشري کوله.
اعلامیه کې راغلي امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي، خو د دغو مواردو جزییات نه دي ورکړل شوي.
امریکايي پلاوي د نیونو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي ازادیو د محدولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره یې د افغانستان د اقتصاد، له تورو لېستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو د لېرې کېدو په اړه خبرې کړي دي.
لسګونه فعالانو په تبعید کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې رسمیت پېژندل غوښتي
د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او شاوخوا سلو نورو فعالانو له فیفا غوښتي چې د افغان نجونو د فوټبال لوبډله چې په تبعید کې ده په رسمیت وپېژني.
ګارډین او یو شمېر سپورټي ویبپاڼو لیکلي چې د اروپا او اسټرالیا د پارلمان یو شمېر ښځینه غړې او فعالانې په دې کمپاین کې برخه لري.
دوی په یوه لیک کې له فیفا یا د فوټبال له نړیوال فدراسیون نه غوښتنه کړې چې پر افغان ښځینه فوټبالرانو بندیزونه لرې او په ازادنه توګه د فعالیت اجازه ورکړي.
د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې تر ډېره اسټرالیا او نورو هېوادونو ته تللي دي.
معلومه نه ده چې فیفا او په افغانستان کې دننه د فوټبال فدراسیون به دغې غوښتنې ته څنګه او په کومو شرایطو ځواب ورکړي.
د افغانستان په اړه ارزونه؛ د بشري حقونو مسئلې ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وشوه
د بشري حقونو څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' وایي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو د حقونو مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.
هیومان رایټس واچ د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته په وړاندیز شوي وړاندیز کې ویلې چې ځانګړی همغږه کوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې په خپله ارزونه کې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو غږ اورېدل کېږي او دغه ارزونه باید د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د مسوول پېژندلو او د دغو سرغړونو د مخنیوي لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مشرې هیدربار په هغه اعلامیه کې چې نن چهارشنبې دې سازمان خپره کړې، په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه وضعیت یاد کړی او ویلې یې دي چې دغه خپلواکه اروزنه کولای شي د دغه ناوړه وضعیت پر وړاندې نړیوالو غبرګونونو ته په اغېزمن ډول لارښونه وکړي، خو د دې کار لپاره اړتیا ده چې د ښځو او نجونو حقونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو قربانیانو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هیدربار ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ښځې او نجونې یې تر ډېر فشار لاندې راوستې او هغوی داسې احساس کوي چې نړیوالو له پامه غورځولې دي.
طالبانو په خپله واکمني کې چې څه باندې دوه اوونۍ وروسته یې دوه کاله پوره کېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو راګرځولې دي.
طالبانو په وروستي اقدام کې په افغانستان کې د ښځو ټول سینګارځایونه هم وتړل.
ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپله خپلواکه ارزونه د روان کال د نومبر میاشتې تر پایه بشپړه کړي.