ښځې
په پاکستان کې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ وژل شوې
یو شمېر پاکستاني رسنیو په پېښور ښار کې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ د وژلو خبر ورکړی دی.
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي چې دغه ماشومه د سې شنبې ورځې په ماښام لادرکه او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د ګنیو په پټي کې پيدا شو.
د ورځپاڼې په باور، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر دغې نجلۍ له وژلو مخکې جنسي تېری هم شوی دی.
تراوسه د پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه.
بیټ وان شاک: د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو تر ټولو بې منطقه عمل دی
د نړیوالو جرمونو د عدالت لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیره بیټ وان شاک وایي، د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو تر ټولو بې منطقه عمل دی.
نوموړې چې پرون سې شنبې یې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې وویل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلندونه په ښکاره په جنوبي افریقا کې نژادي توپیرپالنې ته ورته دی، خو زیاته یې کړه چې متحده ایالات په اوس وخت کې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه کوم ځانګړی دریځ نه لري.
تر دې مخکې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت هم ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت او سیستماتیک تبعیض له جنسیتي توپیرپالنې سره پرتله کېدای شي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په دا تېرو څه باندې دوو کلونو کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي، نجونې او ښځې یې له پوهنتوني زده کړو راګرځولي او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول یې په نادولتي موسسو او په یو شمېر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
د ازادي راډیو خبریالې نرګس مومند حسنزۍ ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه
د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټې د ازادي راډیو خبریالې او مدني فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د ۲۰۲۳ د سولې نړیواله جایزه ورکړه.
اغلې حسنزۍ د دې جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې دا جایزه هغو نجونو ته ډالۍ کوي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له زده کړو منع شوي دي.
د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټه هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پنځو تنو هغو فعالانو ته جایزه ورکوي چې د سولې، د بیان د ازادۍ، د ماشومانو او نجونو د زدکړې په برخو کې یې هلې ځلې کړي وي.
څلور نورې جایزې د سویدڼ، فرانسې، بریتانیا او امریکا اتباعو ته ورکړل شوي، خو یوازې حسنزۍ د دوی په منځ کې مېرمن ده چې دا جایزه یې ګټلې ده.
ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې په موخه یو هوکړه لاسلیک شوی
د ایران د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې په ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه د دغې هوکړه خبر خپور کړی دی.
معلومه نه ده چې څه شمېر افغان نرسان او قابلې په ایران کې اوسېږي، خو د افغانستان شاوخوا ۷ میلیونه وګړي دا مهال کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې مېشت دي.
ایراني چارواکي داسې مهال افغان نرسانو او قابلو ته د روزنې امکانات برابروي چې د ازادي راډیو د فردا څانګې د یوه تازه راپور له مخې تېرو څو کلونو کې شپاړس زره ایراني ډاکتران او زرګونه نرسان او قابلې له خپل هېواده وتلي دي.
ایراني ډاکتران شکایت کوي چې په دغه هېواد کې دننه مناسب معاش او دولتي ملاتړ نه لري.
طالبانو د 'حورا سادات' په نوم د یوې یوټیوبرې وژنه تایید کړه
طالب چارواکو په کابل کې د حورا سادات په نوم د یوې یوټیوبرې وژنه تایید کړه.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده نن ویلي چې حورا سادات درې ورځې مخکې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې.
ځدراڼ ویلي چې پولیسو د څېړنو پر مهال د دې قتل په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نیولي.
د حورا سادات د وژنې انګېزه او جزییات لا نه دي روښانه.
په یوټیوب کې د حورا سادات کورنۍ ته یو منسوب غږیز کلیپ کې تور لګول شوی چې د حورا سادات ځینو نږدې خورلڼو هغې ته زهر ورکړي وو او روغتون ته په رسېدو سره یې ساه ورکړه.
حورا سادات یوټیوب چینل درلود او په بېلابېلو ټولنیزو موضوع ګانو باندې یې له خپلو خورلڼو سره بنډارونه کول او زرګونه لیدونکي یې درلودل.
هیدر بار: بهرني ډیپلوماتان د افغان مېرمنو غږ نه اوري
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې پر بهرنیو ډیپلوماتانو نیوکه کړې چې د افغان مېرمنو غږ نه اوري.
هیدر بار دا خبره په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو افغان ښځينه فعالانه د موقتي بندیانېدو په غبرګون کړې ده.
مېرمن بار ویلي، ډیپلوماتان د هغو فعالانو غږ چې له بهر یې پورته کوي په بېلابېلو پلمو نه اوري.
اخوا د افغانستان د پخواني پارلمان یوې غړې مریم سلیمانخېل هم نیوکه کړې چې د هغې په خبره په بهر کې د طالبانو خواخوږي د افغان ښځينه فعالانو غږ نه اوري او په افغانستان کې دننه هم خاموشه یا له طالبانو په وېره کې دي.
اغلې مریم سلیمانخېل ویلي، هر ځای چې وي هره مېرمنه باید د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کړي.
د طالبانو ځواکونو چې اټکل کېږي د دوی د استخباراتو کارکوونکي به وو د کابل له خیرخانې سیمې لږ تر لږه اته ښځينه فعالانې د یکشنبې په شپه ونیولې.
دا ښځینه فعالانې له څو ساعته زندان وروسته په دې شرط خوشې شوي چې بیا به د اعتراض نه کوي او غونډې به نه جوړوي.
له زده کړو محرومو شاوخوا ۱۵۰۰ افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې
د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، شاوخوا یو نیم زر له زده کړو محرومو نجونو ته چې پهکې لسګونه معلولې نجونې هم شته زده کړې ورکوي.
پاملرنې په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي د چټکو زده کړو دا محلي ټولګي له اغا خان بنسټ، کاتولیک خدمتونو بنسټ او سېف دې چلدرن یا د ماشومانو د ساتنې موسسې سره په ګډه مخته بیايي.
دې موسسې ویلي چې دغو نجونو هیڅکله رسمي زده کړې نه دي کړي او له ډېرو محرومو خلکو دي او د چټکو زده کړو په محلي ټولګیو کې تر شپږم ټولګي زده کړې کولای شي.
پاملرنې موسسې ویلي چې له ډېرو ننګونو سره سره لا هم دا نجونې په خورا لېوالتیا زده کړو ته دوام ورکوي.
د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعلیم بندیز لګولی او په ځینو ولایتونو کې یې له شپږم ټولګي ښکته ښوونځي او ان د موسسو له خوا تمویلیدونکي محلي ټولګي هم بند کړي دي.
د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه
د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه.
د هسپانیې لوبډلې نن په فاینل کې د انګلستان ټیم ته یو پر صفر ماته ورکړه.
دا لوبه د اسټرالیا د سیډني ښار د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شوه.
د ښځو نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱ کال کې ترسره شو او تر اوسه امریکا د څلورو اتلولیو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده.
دا لومړی ځل دی چې هسپانیه دغه جام ګټي.
د ښځو نړیوال جام د جولای په ۲۰مه په استرالیا او نیوزیلنډ کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل او نن پای ته ورسېد.
بلېنکن: امریکا به طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو په برخه کې مسوول وګڼي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.
انټوني بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوهمې کلیزې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو او په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې مسوول وګڼي.
هغه زیاته کړه چې متحدایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري چې له طالبانو سره د هر راز عادي اړیکو لاره به تر هغه وخته بنده وي، چې د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.
بلېنکن په عین حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع هم وکړه او ویې ویل چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ډېره سخته وه، خو پرځای وه.
هغه زیاته کړه چې د امریکا دا شل کلنه جګړه باید پای ته رسېدلې وای.
ملګرو ملتونو پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه سخته اندېښنه وښوده
ملګرو ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه سخته اندېښنه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د دوو کلونو له پوره کېدو سره اوسنیو چارواکو ته دا یادونه کوي چې له تبعیض پرته د ټولو خلکو د حقونو ملاتړ وکړي.
پرون پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت ګڼو سازمانونو او مهمو شخصیتونو پر ښځو، نجونو، رسنیو او نورو فعالانو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.