ښځې
له افغانستان سره د نړیوال پیوستون د نښې په توګه لسګونه زرګونه لاسلیکونه راټول شوي

د بخښنې نړیوال سازمان، له افغانستان سره د نړیوال پیوستون د نښې په توګه تر درې لکه ۵۴زره ۸۴۷زیات لاسلیکونه راټول کړي دي.
لاسلیکوونکو په ګډه د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې پرون په خپله ایکسشبکه کې لیکلي چې: "په افغانستان کې بشري وضعیت په خرابېدو دی، نو موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو.:
طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په باب مخکېني راپورونه رد کړي وو او په افغانستان کې یې دا وضعیت سم ښودلی دی.
ملګري ملتونه د جولای ۱۲مه د ملالې يوسفزۍ په نوم نمانځي

ملګري ملتونه هر کال د جولای دولسمه د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ په نوم نمانځي.
د دې ورځې د نمانځلو هدف د ماشومانو د حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره مبارزه او خلکو ته د پوهاوي ورکړه ده.
پر ملالې یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال د اکټوبر په نهمه په سوات کې یوه طالب ډزې وکړې او سخته یې ټپي کړه.
نن ورځ چې د دې لپاره ملګرو ملتونو ځانګړې کړې ده، دا د دې د زوکړې ورځ ده چې په دې ورځ په کال۱۹۹۷م کې په سوات کې زیږېدلې وه.
بلېنکن: پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو څو د ښځو او نجونو په کار او تعلیم بندیزونه لیرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر طالبانو به فشار ته دوام ورکړي چې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیزونه لیرې کړي.
انټوني بلېنکن د جولای په نهمه یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې چوپه خوله نه دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
هغه وویل: "موږ هره ورځ له حکومتونو، نادولتي موسسو، خصوصي سکټور او اکاډمیک اشخاصو سره کار کوو تر څو د افغان ښځو او نجونو د هڅو ملاتړ وکړو او په افغانستان کې ښځې او نجونې زدهکړې ته دوام ورکړي، خپل مهارتونه لوړ کړي او وکولای شي له لرې لارې خپل کار وکړي."
د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له ښځو سره په داسې حال کې خپل ملاتړ اعلان کړی چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
له څه باندې یو نیم کال راهیسې طالبانو پوهنتونونو او غیردولتي موسسو ته د ښځو او نجونو د ورتګ مخه نیولې ده.
یوسفي: د پاریس په المپیک کې به د افغان مېرمنو د تښتول شویو هیلو استازیتوب وکړم

په اسټرالیا کې دېره افغانه ورزشکاره کیمیا یوسفي وايي، دا به د پاریس په المپیک کې د افغان مېرمنو د تښتول شویو هیلو استازیتوب وکړي.
د اسټرالیا د المپیک کمیټې تایید کړې ده چې ۲۸ کلنې کیمیا به د ځغاستې په برخه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
آغلې یوسفي د اسټرالیا د المپیک کمېټې لهخوا په خپاره شوي بیان کې ویلي، ویاړي چې یوځل بیا د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو استازولي کوي.
نوموړې دوه ځلې مخکې هم په المپیک لوبو کې د افغانستان استازولي کړې ده.
د المپیک نړیوالې کمیټې تېره میلادي میاشت وویل چې جنسیتي انډول ته په پام سره یې شپږ افغانان د پاریس په المپیک کې د ګډون لپاره غوره کړي، خو دې کمېټې د طالبانو استازو ته بلنه نه ده ورکړې.
د طالبانو د المپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼي پرون وویل د پاریس په المپیک کې یوازې درې نارینه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.
هغه زیاته کړ چې کله په افغانستان کې د نجونو پر سپورت بندیز وي نو په بهر کې د افغانستان په استازیتوب د نجونو ګډون د حیرانتیا خبره ده.
د طالبانو حکومت پر نجونو او ښځو د نورو ګڼو بندیزونو ترڅنګ د ښځو پر سپورټ هم بندیز لګولی دی.
پر افغان ښځو او نجونو د لګولو شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د هغو نړیوالو کنوانسیونونو مطابق عمل وکړي چې افغانستان یې غړی دی.
دغې کمېټې دغه څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په مناسبت پرون په یوه اعلامیه کې کړې دي.
د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې ویلي، دا چې د افغان ښځو د حقونو موضوع د نړۍ په سطحه له تر ټولو جدي بحرانونو ګڼل کېږي، دغه ښځې باید د دوحې د درېیمې غونډې په څېر جلسو کې فعال او معناداره حضور ولري.
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې درېیمه غونډه د ښځو له حضور پرته سبا او بل سبا جوړېږي چې د طالبانو د چارواکي تر څنګ د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازي په کې جرګه کېږي.
بینېټ د دوحې غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی دی.
بینېټ په نیویارک ټایمز کې په خپره کړې مقاله کې چې نن خپره شوه، لیکلي چې د افغان ښځو، نجونو او مدني ټولنې د غړیو اغېزمن ګډون د دوحې په غونډه کې پهکار دی.
د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د یکشنبې په ورځ پيلېږي چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي پهکې برخه اخلي.
طالبان هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي چې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازې به د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه کې په یوې بلې غونډه کې ګډون وکړي.
د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه شي ایښودلی چې څرنګه غونډه به جوړوي.
اغلې اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې د راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د۲۲ هېوادونو په ځانګړیو استازیو کې چې کومې ښځې دي، هغوی به هم ګډون په کې وکړي.
په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه پيلېږي.
په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازیو پر نه ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو سخت اعتراض کړی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې اجراییوي مشرې تیرینا حسن وویل، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د فشارونو له کبله ملګري ملتونه غواړي داسې غونډه جوړه کړي چې په اجنډا کې یې د ښځو د حقونو مسئله شامله نه وي او د غونډې په خونه کې افغانې ښځې نه وي چې دا ټکان ورکوونکې پرېکړه ده.
د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر اګنیس کالمارد بیا وویل، که چېرته د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدنې ټولنې استازي برخه وانهخلي، د غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.
طالبانو د ریچارډ بینېټ وروستي راپور ته توند غبرګون وښود

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر وروستي راپور ته توند غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن چهارشنبه پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو یو شمېر غړي، په ځانګړې توګه ځانګړی راپورتر یې هڅه کوي چې د ده په وینا د دوحې له غونډې مخکې د خلکو ذهنیتونه بلې خواته واړوي.
مجاهد زیاته کړې چې دغه استازي د ده په ټکو د ناسمو تصویرونو په وړاندې کولو سره لوی پرمختګونه تر شعاع لاندې راولي.
هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید مثبت او کارنده تعامل وشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ په خپل راپور کې چې پرون سه شنبه یې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ، طالبان د جنسیتي ځپنې د سیستم پر عامولو تورن کړل.
هغه د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ټکان ورکوونکی بللی دی.
دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې د دوحې غونډه جوړه شي او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي، بحثونه به یې تر ډېره د ښځو پر حقونو ور ټول وي.
امیري د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر د وروستي راپور هرکلی کړی

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ د وروستي راپور هرکلی کړی دی.
مېرمن امیري پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د بینېټ دغه راپور چې پرون سه شنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مې غونډې ته وړاندې شو، پیاوړی یاد کړی دی.
په دغه راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې ټول هغه فرمانونه لغوه کړي چې له مخې یې د نجونو او ښځو اساسي حقونه محدود شوي دي.
دغه راپور داسې مهال د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې ملګري ملتونه، د طالبانو استازي او یوشمېر نور اړخونه په دوحه کې سره جرګه شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي، د دوحې د غونډې بحثونه به تر ډېره د ښځو پر حقونو ورټول وي.
طالبانو د دوحې دغه غونډه د افغانستان په ګټه بللې او ویلې یې دي، یو پلاوی یې ګډون په کې کوي.
په افغانستان کې ښځې او نورې زیانګالې ډلې لا هم د ځورونې له خطر سره مخ وبلل شوې

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره وايي، افغان ښځې او نجونې او نورې زیانګالې ډلې لا هم په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د دغه دفتر په تازه راپور کې، چې پرون خپور شوی، راغلي چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانانو د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنې څه باندې ۱۱۸ زره غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د تېر کال په پرتله که څه هم ۱۲ فیصده غوښتنې کمې شوي خو بیا هم یو پر پنځمه برخه افغانې ښځې او نجونې دي.
د دغه راپور له مخې جرمني اوس هم د افغان پناه غوښتونکو اصلي مقصد دی.
د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د منل شویو افغانانو شمېر ۵۵ فیصده و، په دې معنی چې شاوخوا نیمايي پناه غوښتونکي منل شوي.