د امریکا ولسمشر تایید کړه چې د سي آی اې ريیس او د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند مایک پومپیو د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره کتلي دي. په هندوستان کې له يوه پله څخه د لارۍ اووښتو په پېښه کې لږ تر لږه یويشت کسان وژل شوي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
ه سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال تحقیقات ، په روسیه کې د ټیلګرام د بندیدیو پرضد اعتراض، په ارمنستان کې لاریون او یوه هندي هلک یو جالب قلم اختراع کړی. دا او یوشمیر نور خبرونه په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې ۸ پیشګام تلویزیون هم خ
د پاکستان په کويټه ښار کې عيسويانو ته ويل شوي چې له کورو دباندي نه وځي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لوګزامبورګ کې په سوريه کې د روان وضعيت په اړه غونډه وکړه. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د پاکستان سترې محکمې د دې هيواد پخوانی صدراعظم د تل لپاره له سياسي فعالیته منع کړ. ملګري ملتونه وايي: د نايجريا اسلامي سخت دريځې ډلې بوکو حرام له ۲۰۱۳م کال راهيسي تر زرو زيات کوچنيان تښتولي دي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د امريکا ولسمشر نن وويل ممکنه ده پر سوريې حمله ښايي ډېره ژر وشي او يا هم ژر ونشي. د پیسو نړیوال صندوق چارواکو ويلي د چين یو کمربند يو سرک پروژه بايد يوازي له هغو لارو تېره شي چې اړتيا ورته لري. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسیې ته ګواښ کړی چې په سوریه به راکټي برید وکړي، په الجزایر کې د یوې پوځي الوتکې په لویدو سره ۲۵۷ کسان وژل شوي او په دوبۍ کې یواځې یوه دستګاه د صحت ضروري معاینې کوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د سوریې ځواکونه تیارسي شول، د چین ولسمشر د وریښمو د لارې لپاره د نړیوالو د همکاري غوښتنه وکړه، د ایران د ریال د ارزښت د کمیدو د مخنیوي تازه هڅې او له مصره تر ماسکوه د یوه بایسکل چلوونکي سفر هغه څه دي چې په دې خبرې ټولګه کې یې درسره شریکوو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ
ترکيې سلګونو افغانان بيرته افغانستان ته ولېږل. د سوريې په دوما ښار کې د شنبې د ورځې کيمياوي حملې نړیوال انتقادونه راپارولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې غونډې به په لاهور او سوات کې جوړې شي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.
د امریکا ولسمشر ویلي په چین د تعرفو اندازه سلو میلیاردو ډالرو ته رسوي، نن د غزې - اسراییل په سرحد کې یو وار بیا فلسطینیانو مظاهره وکړه او یو کس چې دواړه پښې یې پرې دي غواړي د نړۍ تر ټولو هسک ایورسټ غره ته پورته شي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د پاکستان صدراعظم کابل ته له سفر مخکې ادعا وکړه چې پاکستان ته ورانکارې ډلې له افغانستانه ورځي، روسیې د ملګرو ملتو له امنیت شورا وغوښتل چې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو نړیواله څېړنه وکړي او په ایټالیا کې روبوټان خلک سودا ته رابولي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د ايران، روسيې او ترکيې ولسمشرانو نن د ترکيې په پلازمېنه انقره کې په يوه غونډه کې ګډون وکړ. پوليسو په کليفورنيا ایالت کې د يوټیوب پر دفتر حمله کوونکې پېژندلې ده. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
له جرمني د ګڼو کډوالو د ایستلو پروګرام، د واشنګتن په تور لست کې د پاکستان د دوو ګوندونو شاملیدل او د غاښونو د عجیبه برس له جوړیدو مو په دې ټولګه کې د یوشمیر نورو مطالبو ترڅنګ خبرو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزون هم خپروي:
نور راوښيه