روسیې د بالیستک توغندیو ضد یو نوی سيستم ازمايلی دی. د غزې روغتیايي چارواکو ويلي په غزه تړانګه کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شويو شمېر اتلسو ته رسېدلی دی. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف وایي له طالبانو سره اړیکې لري خو هغوی ته یې وسلې نه دي ورکړي، امریکا وايي ژر له سوریې خپل پوځیان باسي، او په کینیا کې له زاړو ټایرونو څپلۍ او بوټان جوړیږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته ځي او له تروریزم سره په مبارزې خبرې کوي، د مصر د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړۍ پایلې ښيي چې عبدالفتاح السیسي اکثر رایې ګټلي او د کمرو په واسطه له اسمانه د پاریس د کتلو چانس برابر شوی. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پیشګام
لویدیځ ته د ماسکو خبرداری، په پاکستان کې له نرښځیانو سره زیاتی او د دې ترڅنګ مو د یوشمیر نورو مهمو نړیوالو خبرونو سربیره د ازادي سټوډیو په دې خبرونو کې له داسې روباټ سره اشنا کوو چې زده کوونکي روزي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ
ازبکستان طالبانو ته د سولې په برخه کې مهم وړاندیز کړی. د افغانستان په ارتباط د دې خبر ترڅنګ به مو په دې خبرې ټولګه کې د نړۍ له یوشمیر سفارتونو د لسګونو روسیي دیپلوماتانو له ایستلو خبر کړو. دا په زړه پورې خبر هم لرو چې نارنجي واوره وریدلې. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ
تاشکند نن او سبا د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی، په مصر کې نن د ولسمشرۍ انتخابات پيل شول چې درې ورځې دوام کوي او په هند کې د ښځو د خوندیتوب او پياوړتیا په هدف یو لاریون وشو چې ۷۰۰ ښځو پکې ګډون وکړ. د ازادي سټوډیو خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د امریکا د مرستو د سرمفتش اداره وايي د ډېرو افغان پوځيانو د وینې ګروپ نه دی معلوم او د غلط ګروپ د وینې تېرول د سرتیرو د مړینې لامل شوی، د سوریې له ختيځې غوطې د ایسار خلکو ایستل دوام لري. کتلی شئ.
یو پنا غوښتونکی چې ویل کیږي افغان دی په جرمني کې د یوې نجلۍ د وژنې په خاطر نن په عمربند محکوم شو، د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د یوه شرکت له خوا د ۵۵ میلیونو فیسبوک کاروونکو د اطلاعاتو د افشا په خاطر بښنه وغوښته. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
په کابل کې په حمله کې نن۲۹ کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول. نن نوروز په ګڼو هيوادونو کې په خوشالیو ولمانځل شو. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي: هیواد یې د کيمياوي وسلو زیرمې له منځه وړي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
د امریکا ولسمشر د لومړۍ ځل لپاره په رسمي ډول د نوروز مبارکي ورکړه. په کابل او انقره کې مو بیا د نوروز په درشل کې له امنیتي هڅو خبروو او په دې خبرې ټولګه کې چې د شپې په ۸ بجې یې پیشګام تلویزیون هم خپروي د اداري فساد په تور د فرانسې د پخواني ولسمشر له تحقیقاتو خبروو
د جرمني د بهرنيو چارو وزیر ويلي، نشي کولای د روسيې د ولسمشرۍ انتخابات منصفانه وبولي. د امريکا ولسمشر به د سعودي عربستان له وليعهد سره د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې وويني. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
امریکایي چارواکو په ۱۹ روسي وګړو او پنځو ډلو نوي بندیزونه لګولي، لسګونه زرو کسانو د برازیل په ریو ښار کې د خلکو د یوې استازې د وژنې په غبرګون مظاهره وکړه او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی او نګور له کلونو ګډ ژوند وروسته جلا کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
نور راوښيه