زلمي خلیلزاد طالبان چلنج کړل چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او سږ دې د سولې کال کړي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره نننۍ لیدنه ګټوره وبلله او په ممبۍ کې فلمي لوبغاړو د اوارډونو په یوه محفل کې ګډون وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د واشنګتن او ایران لانجې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بییې زیاتې کړي. سعودي عربستان په لسګونو کسان اعدام کړي. د سریلانکا د روانې اونۍ د چاودنو د قربانیانو شمیر نژدې ۳۶۰ ته ورسید او په دې خبرې ټولګه کې سرو زرو سترې زیرمې درښکاروو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ترکیې، روسیې او چین د امریکا له دې پریکړې سره مخالفت کړی چې د ایران تیل دې نه اخلي، سریلانکا بیړنی حالت اعلان کړی او د شمالي کوریا مشر روسیې ته روان دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي د دوحې د ناستې تر لغوه کېدو وروسته اوس د سولې په مشورتي لویې جرګې تمرکز زیاتوي. په شمالي ایرلند کې یوه وسله وال کس یوه خبریاله وژلې او په تبت کې نږدې ۳ زره کلنې لرغونې سیمې پیدا شوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د القاعده شبکې یو بندي چې په افغانستان کې یې په جګړو کې برخه اخیستې، له زندانه خوشي کیږي. د دې ترڅنګ به وګورئ چې شمالي کوریا توغندی ازمویلی او په روسیه کې یوه یږ په سلګونو کیلومتره لار وهلې او خلک یې حیرانه کړي.
په دې خبرې ټولګه کې داسې انتخابات درښکاره کوو چې په یوه ورځ د نړۍ په کچه ډیرو زیاتو کسانو برخه پکې اخیستې ده. د یمن په جګړې کې د کانګرس له پریکړې سره ولسمشر ټرمپ مخالفت کړی او په افغانستان کې مو د پخواني شوروي اتحاد د جګړې د یوه فلم په اړه له اختلافاتو خبروو.
ملګرو ملتو د طالبانو الفتح عملیات وغندل، په پیښور کې تر ۱۵ ساعته نښتې وروسته په یوه کور کې پنځه تنه مشکوک وسله وال ووژل شول، په پاریس کې په ۸۵۰ کاله لرغونې کلیسا کې اور ولګید او په زرګونو کسانو نښه پخه کړه.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانوسره په خبرو کې په اوربند زیات ټینګارکوي. پرون په میرانشاه کې د پي ټي ایم په نوښت لسګونه زره پښتنو اعتراضي غونډه وکړه. او نیپالیانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د کویټې پر هزاره ګانو یوه بمي برید نن سهار ۲۰ کسان ووژل او ۴۸ نور یې ټپیان کړل. د امریکا د استخباراتي رازونو د افشاګر ژولیان اسانژ بندي کېدو ګڼ غبرګونونه پارولي. او په برازیل کې د ارنولد شوارتزنګر په نوم د اندام د ښکلا جشنواره ترسره کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي افغان حکومت د سولې په خبرو کې مرکزي رول لري. په هند کې د ۹۰۰ میلیونه خلکو په ګډون نن پارلماني انتخابات پیل شول. او د کرکټ د ملي ټیم نوی کپټان ګلبدین نایب وايي د ټیم د بریا لپاره به ډېر زیار وباسي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د ۲۰۱۹م کال په لومړيو درو مياشتو کې تر یو نیم لک زیات افغان کډوال له ايران او پاکستانه بيرته هيواد ته ستانه شوي دي. د اسرایل په انتخاباتو کې د دې هیواد اوسني صدراعظم تر ټولو زياتې رايې وړي دي.دا او نور خبرونه، له ازادي ستوډيو.
په افغانستان کې د څلورو امریکایانو تر وژلو وروسته به بیا هم د سولې خبرې دوام وکړي؟ د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې واشنګتن ته د ایران له نوي خبرداري خبرو او په مصر کې مو د یوې مهمې لرغونې مجسمې له موندلو.
نور راوښيه