د افغانستان اجرايیه ریس په قطر کې له طالب استازو سره د لیدو په هدف د کابل له لوري د پلاوي ليږلو ملاتړ کړی دی. د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۲۶ يې له سختو سيلابونو اغېزمن شوي دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرشاه محمودقریشي سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. کرکټ بورډ ګلبدین نایب د یو ورځنیو، راشدخان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ کپټانان کړل. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د دوو افغانانو په شمول د پنځوسو نیوزلنډیانو په وژنې تورن کس سبا بیا محاکمه کیږي. په امریکا کې ۲۸۰ ناقانونه کارګر د پولیسو له خوا نیول شوي دي. او په کامرون کې د معلولو ښځو یوه فېشن شو جوړه شوې وه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د ناټو عمومي منشي وايي: طالبان په افغانستان کې جګړه نشي ګټلای. د الجزایر وګړو د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه له دندې د ګوښه کېدو هرکلی کړی او ځيني نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
خلیلزاد وایي د سولې خبرې له افغان حکومت سره شریکوي، د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې وګورئ چې د هند او پاکستان ځواکونو بیا پر یوه بل ډزې کړې، په ایران کې د سیلونو ویره لاهم شته او د کاغذي ګلانو یوه هنرمنده درښکاروو
په نيپال کې د توپان په نتيجه کې اووه ویشت کسان ووژل شول. د اوکراین د انتخاباتي کميسیون د لومړیو نتایجو له مخې کامیدي هنرمند تر دېرش فیصده زیاتې رايې ګټلي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په نیوزیلند کې نن جمعه زرګونه کسانو د کرایستچرچ د مرګوني برید د قربانیانو په یاد غونډه وکړه. په غزه کې د پروسږنو مظاهرو د یو کلنۍ په مناسبت شنبه بیا مظاهرې پيلیږي. او په تایلند کې په خټو کې ایسار فیلان وژغورل شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په افغانستان کې د موقت حکومت د وړاندیز په خاطر د عمران خان خبرو د افغان او بهرنیو چارواکو تُند غبرګون پارولی. په امریکا کې یوه کس په ډزو دوه تنه وژلي او دوه نوریې ژوبل کړي. چینايان د۲۰۲۴کال په المپيک کې بریک ډانس سیالیو ته تمرین کوي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نن کابل ته رسېدلی دی. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف د لږ وخت لپاره په ضمانت له زندانه راخوشی شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د سولې د خبرو پر سر یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد اختلاف. د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د بیړۍ له ډوبیدو او د چین او اروپایي ټولنې د لسګونو میلیارډه ډالرو له تړونه خبرو دا به هم وګورئ چې د ازادو سیالیو یوه اتل لوبو ته شا کړه.
د امريکا د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر د راپور د خلاصې یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي. د نيوزيلند صدراعظمې نن اعلان وکړ چې د مارچ د پنځلسمې د حملو په تړاو یو شاهي کمیسیون تحقيقات کوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي۲ امریکايي سرتیري نن په افغانستان کې وژل شوي. د عراق په دجله رود کې د بیړۍ اوښتو د پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۹۰ تنو ته رسیدلی. د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د اوړي خاص المپیک پای ته ورسېد. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
نور راوښيه