په کابل کې د طالبانو د دوشنبې ورځې برید ګڼې کورنۍ ویرجنې کړې او غبرګونونه یې وپارول. د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره امریکا ته ځي. په مصر کې یو څلور زره کلن هرم ننداره چیانو ته پرانیستل شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی - د امريکا د بهرنيو چارو د وزیر خبرو ته په اشاره وايي له طالبانو سره تر سپتمبر مياشتې پوري د سولې د توافق هیله ټول لري خو وخت ډېر کم دی. د امريکا ولسمشر له خپل روسي سیال څخه غوښتي چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې دې لاسوهنه نه کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي. د جمعې په ورځ د جي شل هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه په جاپان کې پيلیږي. او په اروپا کې تودوخه زیاته شوې. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ناټو په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکړی. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: پر هر هغه څه چې امریکایي وي- د ایران حمله به له جدي ځواب سره مخامخ شي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
رسنیو ته د طالبانو تر خبرداري وروسته د ناټو عمومي منشي په دې اړه نظر څرګند کړ. په دې خبرې ټولګه کې به دا هم واورئ او وګورئ چې د تهران او واشنګتن اړیکي نورې هم ترینګلي شوي. نن د نړۍ د نامتو سندرغاړي مایکل جکسن تلین دی، د خلکو په زړونو کې د ده مینه لاهم ډيره ژوندۍ ده.
د افغان رسنیو مدافع ډلو رسنیو ته د طالبانو ګواښ رد کړی او ویلي یې دي دا ډله دې خپل ګواښ بېرته واخلي. د امریکا بندیزونو د ایران اقتصادي وضعه خرابه کړې ده. د ترکیې مخالف ګوند کاندید اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروالۍ بیاځلي انتخابات ګټلي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بریدونه تایید کړي و خو بېرته له خپلې پرېکړې واوښت. د امریکا سنا جرګې په سعودي، اماراتو او اردن د وسلو د پلور لایحه رد کړه. د جون ۲۱ د یوګا نړیوال ورځ ولمانځل شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو د سولې لپاره خپل تعهد په ډاګه کړ. ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او په فرانسې کې زړو ښځو فوټبال وکړ. ازادي سټودیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د افغانستان په اړه خپل راپور د امنیت شورا ته وړاندي کوي. د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د اروپايي ټولنې له استازې فدریکا موګيريني سره ولیدل. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ ته چین ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې له امریکا د غیرقانوني کډوالو له ایستلو خبر شئ، په چین کې زلزله شوې او په فرانسه کې د ملکي او نظامي الوتکو ننداره درښکاروو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان کرکټ ملي ټیم له انګلستان سره سبا د لوبې چمتووالی نيسي. په اسرايل کې یوه سیمه د ټرمپ په نوم ونومول شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو
د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان د سولې د نقشې د لارې تړون تایید شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو ویلي د عمان په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو ایران برید کړی. د نیوزیلنډ د بریدونو عامل په ځان لګیدلي تورونه نه مني. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
نور راوښيه