د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي وايي داعش په افغانستان کې پر امریکا د برید لیوالتیا لري. د ایران رهبر ایت الله علي خامنه له امریکا سره د خبرو وړاندیز رد کړ او یو داسې کس در پيژنو چې ۳۶ کاله یې زېړ رنګي کالي اغوستي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
په یوه نوې څېړنه کې افغانستان د نړۍ په تر ټولو نا ارامه هیوادونو کې یاد شوی دی. د پاکستان صدراعظم د اداري فساد د تحقیقاتو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ.
زلمی خلیلزاد وایي چې د افغانانو ترمینځ د سولې په خبرو کې به ښځې هم وي. د دې ترڅنګ مو ایران ته وروسته له څه باندې ۴۰ کلونو د جاپان د صدراعظم له تګه خبروو. دا به هم ووینئ چې په ترکیه کې خلک مچیو ویرولي دي.
یو امريکايي چارواکی وايي: داعش تروریستي ډله د افغانستان لویديځ تهديدوي. په هانګ کانګ کې د یوه ناندريز قانون پر سر د سلګونو اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په نړیوال جام کې همدا شنبه له نیوزیلند سره مخ کیږي. په افریقايي ټولنه کې د سوډان غړیتوب ځنډیدلې ځکه پوځیانو یې مظاهره چیان وژلي. وتلی فوټبالر نیمار د جنسي تیري د ادعا د سپناوي لپاره پولیسو ته ورغلی و. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
زلمي خلیلزاد د اروپايي ټولنې او ناټو له مشرانو سره د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه خبرې کړي. په سوډان کې مظاهره چیان د ملکي حکومت تر راتلو مظاهرو ته دوام ورکوي. او په جاپان کې ښځې وايي چې له لوړ کوریو بوټانو ځوریږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د نړۍ یو شمېر هیوادونو نن د اختر لومړۍ ورځ ولمانځله. د امريکا ولسمشر وايي: له ایران سره جګړه نه غواړي خو د نظامي اقدام احتمال تل شته. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
په سلګونو افغان زندانیان له بنده خوشي کیږي. په امریکا کې د افغان خبریالانو سربیره د نړۍ د یوشمیر وژل شویو خبریالانو یاد تازه شو. په دې خبرې ټولګه کې به د غیږې د ماشومانو مسابقه هم ووینئ.
په کابل کې د چاودنې په نتيجه کې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانکړي استازي پاکستان ته خپل سفر پای ته رسولی دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په کابل کې نن په ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د سعودي پاچا پر تهران تور پوري کړ چې نړيوالو او سیمېزو تروريستانو ته خوندي ځایونه ورکوي او نړيوالې اوبه له تهدید سره مخامخ کوي.
طالبانو او افغان سیاستوالو د مسکو وروستۍ خبرې موثرې او رغنده بللي. په هنګري کې د سیلانیانو یوه وړه بیړۍ پرون شپه ډوبه شوې او اوه کسان پکې وژل شوي. د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام نن د انګلستان او وېلز په کوربه توب پيل شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په مسکو کې د افغان سياستوالو او د طالبانو د استازو تر منځ د غونډې په دوهمه ورځ د افغان حکومت د استازي او افغانستان د سولې عالي شورا ریس ګډون نه وو کړی. د خبريالانو د خونديتوب کميټې له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې نيول شوی خبريال ګوهر وزير راخوشی کړي.
نور راوښيه