د کشمیر پر سر د اسلام اباد او ډیلي د اختلافاتو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د هند او پاکستان له مشرانو سره خبرې وکړې. په دې خبرې ټولګه کې مو د کابل موزیم ته هم ورولو او په اسپانیا کې لګیدلي اورونه درښکاروو
ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د داعش ټول مرکزونه به له منځه یوسي. د امريکا ولسمشر وايي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر کم شوی دی. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د سولې پلان ارزوي. په جبل الطارق کې د بريټانیا له خوا د ایران ایسار شوې بېړۍ مدیترانې سمندرګي ته روانیږي. په فرانسه کې د غبرګو یا جوړه یي خویندو وروڼو فیسټوال پرون ترسره شو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
اروپايي ټولنې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د ارزښتونو د دفاع لار بللې. د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي تېر ۷۰ کاله د کشمیر وضعیت تروریزم او جلا غوښتنه تقویت کړې. او د اروپا د یوه واړه هېواد مونتینګرو ساحلونو کې لا هم پخواني برج څراغونه فعاله دي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان حکومت د امریکا او طالبانو د وروستي دور د خبرو اعلان ته په تمه دی. د تاجکستان او چین عسکرو د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي. او ګڼ افغان ځوانان اوس له رګبي لوبې سره علاقه ښيي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې امریکایي ځواکونو د طالبانو پرضد له بریدونو لاس اخیستی. د دې ترڅنګ په دې خبرې مجله کې تاسو د هند کشمیر ته ورولو چې وضعیت پکې کړکیچن دی چین هم دې مسالې ته اندیښنه ښکاره کړې او د یوې افغانې هنرمندې انځورونه دلته کتلی شئ.
افغان حکومت د لوی اختر په مناسبت ۳۵ طالبان له زندانه خوشي کړي دي. په هانګ کانګ کې د حکومت ضد اعتراضونه نن هم دوام لري. د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د سیلابونو او مځکې ښويېدو په نتيجه کې لسګونو کسان وژل شوي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په ناروې کې خپلې خبرې اغېزناکې بللې دي. د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بیک اتمبايېف په رسمي توګه په اداري فساد تورن شو. د دغو او نورو خبرو لپاره له ازادي ستوډيو سره اوسئ.
په واشنګتن کې افغان سفیره رویا رحماني وایي د طالبانو مرګوني بریدونه د سولې خبرې کمزورې کوي. پاکستان ګواښ کړی چې له هند سره ډپلوماټیکې اړیکې کموي او تجارت ورسره ځنډوي. او د کعبې شریفې د پوښ په اړه ځانګړی لنډ راپور هم لیدلی شئ. د نړۍ دا مهم خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د هند او پاکستان اړیکې سختې کړکیچنې شوي او علت یې هم دا دی چې هند د کشمیر کورواکي ختمه کړې. د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سوشماسواراج مړه شوې. ناټو د ایران فعالیتونو اندېښمنه کړې. او په سوریه کې یو کنسرټ ته زیات خلک ورغلي و. د نړۍ دا مهم خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د سولې خبرو ته په نړیواله کچه هیلې پیدا شوې او طالبان وایي چې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې اختلافات حل شوې دي. د دې ترڅنګ مو د ایران د ولسمشر له اندیښنو خبرو او داسې موټر به دلته وګورئ چې الوځي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو خبرې دوام لري. په امریکا کې د ډزو مخ پر زیاتېدونکو پيښو خلک اندېښمن کړي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو
نور راوښيه