امريکا په هغه صورت کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کمولو ته اماده ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي. په سعودي عربستان کې ښځو اجازه تر لاسه کړه چې له دې وروسته پرته له نارینه وو سفر کولای شي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
زلمي خلیلزاد نن پاکستاني چارواکي ولیدل او له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ. امریکایي استخباراتو د حمزه بن لادن د مرګ معلومات ترلاسه کړي. امریکا د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر محمد جواد ظریف بندیز ولګاوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د هرات- کندهار پر لویه لاره د ماین چاودلو په نتيجه کې پنځه دېرش کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي. جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا یو شمېر راکټونه تجربه کړي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ او په لنډې راتلونکې کې د سولې موافقې ته هیله. د دې ترڅنګ مو د پاکستاني پوځ د الوتکې له نسکوریدو خبرو او دا به هم ووینئ چې په برازیل کې زندانیانو په خپلو کې په لسګونو کسان سره وژلي.
امريکا او ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستيال او زرغون بهیر د مشر پر دفتر حمله په سختو ټکو غندلې ده. د روسیې د حکومت مخکښ مخالف الکسي ناوالني په مسکو کې په یوه روغتون کې بستر شوی دی. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.
افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د افغان سولې د هڅو په چټکتیا موافقه وکړه. د لیبیا په ساحلونو کې د پناه غوښتونکو بېړۍ ډوبه شوې. په اندونیزیا کې د چاغو پولیسو د وزن د کمښت لپاره سخت تمرینونه روان دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په کابل، ننګرهار او تخار کې بریدونو لسګونه ملکیان وژلي د امریکا او بریټانیا د پوځ لوی درستیزانو له افغان ولسمشر او اجراییه رییس سره له تروریزم سره پر مبارزې خبرې کړي.او په نایجیریا کې محصلین په کرايي بایسکلونو کې پوهنتون ته ځي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان د لانجې په اړه له امریکایي چارواکو سره یو لړ ژمنې کړې دي. بل لورته پاکستانیان د خپل هیواد اقتصاد ته اندیښمن دي. دا به هم دلته وګورئ چې اروپا څرنګه تودو څپو په سر اخیستې.
د ولسمشر ټرمپ د نویو څرګندونو په ځواب کې کابل څه وایي؟ ایران څه عکس العمل څرګند کړی او هند څه ګیله کړې ده. په دې خبرې ټولګه کې به دا هم وګورئ چې مالګه څرنګه په دښمن بدلیږي.
سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالډ ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده. ایران ۱۷ تنه سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور نیولي او ځینې یې په اعدام محکوم کړي. او د الجزایر ملي ټيم د افریقايي ملتونو د فوټبال له اتلولۍ وروسته له تود هرکلي سره مخ شو. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ملګرو ملتونو د کابل پوهنتون دروازې ته نيږدې نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده. په جنوبي اسیا کې بارانونه او سېل دوام لري. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له نوي مشرتابه سره د نږدې همکارۍ ډاډ ورکړ. په افریقا کې د ابولا وژونکي وایروس سره مبارزه روانه ده. د مخدره موادو تر ټولو لوی قاچاقچي مکسیکویي ال چاپو ګوزمن په عمربند محکوم شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
نور راوښيه