زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او د سولې د خبرو په خاطر د امریکا استازیو جګرې استجواب ته بللی. په دې خبرې ټولګه کې مو پر ایران د اروپایي ټولنې له اعتراضه خبروو. یو زمری هم په رستورانت کې لیدلی شئ.
په کابل کې چاودنه د سولې له هڅو سره په یوه وخت. د دې سربیره به دلته وګورئ چې توپان د امریکا سرحدونو ته رسیدلی. د افغانستان د فوټبال لوبغاړي به ووینئ چې له قطر سره لوبې ته چمتو شوی او د انګور پر پاڼو انځورونه درښکاره وو.
په افغانستان کې رومانیایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. ایران اروپایي هیوادو ته ضرب الاجل تمدید کړی، په هانګ کانګ کې د مظاهره چیانو مهمه غوښتنه منل شوې او په چک کې د یوې بې سده میرمنې زوی زیږیدلی
د ناټو عمومي منشي د افغان سولې د ملاتړ د ژمنې ترڅنګ ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکړي. په دې خبرې ټولګه کې مو اروپا او امریکا ته د ایران له خبرداري خبروو او د نړۍ د فوټبال ستوري درښکاروو.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته له طالبانو سره د شوې توافقنامې په اړه معلومات ورکړې دي. دا به هم وګورئ چې په فرانسه کې په قتل له یوه تورن افغان څخه تحقیقات کیږي. ایران اروپا ته خبرداری ورکړی او د انسان د پیدایښت په اړه مو له یوه نوي کشفه خبروو.
په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتیرو پاتیدل، په پاکستان کې د کشمیر لپاره لاریونونه او په یمن کې د جګړو سربیره، په دې خبرې ټولګه کې د اروپا د فوټبال اتل درښکاره کوو.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د متحد ایالتونو د لوی درستیز څرګندونې دلته اوریدلی شئ. د سولې له خبرو مو هم خبروو. د پخواني شوروي اتحاد اټومي چاودنې او د هغوی اغیزې هم درښکاره کوو.
د امریکایانو او طالبانو د سولې خبرې چیرته ورسیدې؟ دلته یې لیدلی او اوریدلی شئ. د امریکا له ولسمشر سره د ایران ولسمشر په شرط خبرو ته چمتو شوی. په دې خبرې ټولګه کې بې چلوونکي بسونه هم لیدلی شئ.
· امریکا ټینګارکړی چې له طالبانو سره د سولې تریوه تړون وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړته دوام ورکړي. · د یونان د کډوالو په کمپونو کې څه تیریږي؟ · او په دې خبري ټولګي کې مو په مکسیکو کې د فولکلوریوې په زړه پورې نڅاته هم بیایو. ازادي ستودیو په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون څخه هم خپریږي.
افغان ولسمشراشرف غني وايي د امریکا اوطالبانو خبرې څاري. دوی چهارشنبه نهم دورخبرې پیل کړې. د امریکا او روسیې ترکړکیچ د امریکا له خوا د کروز راکټ تر ازمویلو وروسته اوج ته ورسېد. او یو ټایلندی مارګیر در پيژنو چې تر اوسه یې لس زره ماران نیولي دي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور هېوادونه د داعش پر ضد جګړې ته وبلل او ویې ویل نه غواړي ۱۹ کاله نور په افغان جګړه کې پاتې شي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي له امریکا سره خبرې بې ګټې دي او ډوین جانسن سږ کال له فلمونو تر ټولو زیاتې پيسې ګټلي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان له امریکايانو سره د جګړه ختمول غواړي خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا پر طالبانو باور کېدای شي که نه. د ډنمارک صدراعظمې ویلي: د ټرمپ دا خبره د خندا وړ ده چې ډنمارک دې ګرینلند پر امریکا خرڅ کړي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو
نور راوښيه