ناټو وايي په افغانستان کې د داعش حضور جدي دی خو د خلافت تاسیس یې ډېره لرې خبره ده. د عراق په مظاهرو کې تر ۲۰۰ کسان وژل شوي. اروپايي شورا بریټانیا ته د بریکزټ په خاطر نور وخت هم ورکړ. په چین کې یوې ۶۷ کلنې ښځې یوه نجلۍ زیږولې ده. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د ناټو غړي هیوادونه وايي د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په سوریه کې د ترکيې په عملياتو کې تر یو لک او اتیا زره زیات کسان بې ځایه شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو څخه.
په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې یوه برخه نن افغانستان ته ځانګړې شوې ده. ایران سږ کال دوه تورن کوچنیان اعدام کړي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو دلته وګورئ.
د ناټو عمومي منشي وایي په افغانستان کې د ناټو حضور د دې لپاره مهم دی چې طالبان سولې ته چمتو کړي. د دې سربیره به دلته وګورئ چې لندن ته څيرمه ۳۹ مړي موندل شوي، بربنډه نقاشي هم دلته لیدلی شئ.
زلمي خلیلزاد د افغان سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره اروپايي هېوادونو ته سفر پیل کړی. د کاناډا د فدرال ټاکنو نتیجه ښيي چې جستن ترودو دویم وار هم صدراعظم کیږي. د جاپان نوی امپراتور ناروهیتو نن په تخت کیناست. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون کتلی شئ.
امریکايي چارواکوله افغان ولسمشرسره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نه غواړي افغانستان بیا د تروریزم ځاله شي. هند او پاکستان بیا په کشمیر کې پریوبل حملې پیل کړي. د چیلي په مظاهرو کې اوه کسان وژل شوي. قرغزستان کې د چهارمغزو د ټولولو وخت رسیدلی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د ملګرو ملتونو وايي د روان کال جولای، اګست او سپتمبر میاشتې په افغانستان کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ وې. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي: د ایران د تهدیدونو پر وړاندي به د اسرایل دفاع وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړل څو د سوریې پر وضعیت له ترکي چارواکو سره وغږیږي. اربعین مراسمو ته په لار ۷۷ ایرانیان اکثراً ټرافیکي پېښو کې وژل شوي. د بالیووډ ستورو د وادونو د جامو نندارې وړاندې کړې. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا مرستيال ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار او بهرنيو چارو وزیر ترکيې ته روان شول. په کشمیر کې درې سخت دريځي وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیره الیس ویلز کابل ته تللې او له افغان ولسمشر سره یې د ټاکنو او سولې په اړه خبرې کړي. د امریکاولسمشرډونالډ ټرمپ په سوریه کې د سمدستي اور بند غوښتنه کړې ده. په اسټرالیا کې د سولري موټروسیالي وشوه. ازادي سټوډیو د شپې په۸بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
یوناما وایي د افغان ټاکنو یواځې بایومتریک شوې رایې باید وشمیرل شي. مریم منصف، واسع رحیمي او دُردانه حکیم زاده دری افغان – کاناډایان سږکال د کاناډا پارلماني ټاکنو ته کاندیدان دي. او په امریکا کې سړي خپلې ښځې په شا کوي او سیالي ورکوي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ډونالډ ټرمپ وايي وخت یې راغلی چې امریکايي پوځیان بېرته له افغانستانه امریکا ته ستانه شي. د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد د نوبل د سولې جایزه وګټله. په ایران کې پرون لومړی وار ښځې په سټډیوم کې د فوټبال لیدلو ته پرېښودل شوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
نور راوښيه