د نړۍ هيوادونو په سوریه کې د ترکيې د جګړې په اړه غبرګونونه ښودلي. د هندوستان حکومت په کشمير کې د اوسېدونکو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي دي. د اوکراین ولسمشر وايي د امریکا ولسمشر ورباندي هيڅ ډول فشار نه دی راوستلی چې د امريکا د پخواني مرستيال ولسمشر په اړه دې پلټنې وکړي.
په افغانستان کې ملکي تلفات، د پاکستان د صدراعظم د چین سفر، د چین د ولسمشر د هند سفر او پر سوریې مو د ترکیې له احتمالي بریده دلته خبروو، د قهر خونه هم درښکاروو.
ترکیه د سوریې دننه د پوځي عملیاتو لپاره چمتو شوې ده، خو تهران خبرداری ورکړی. د دې سربیره چین ته د پاکستان د صدراعظم سفر څارو او داسې ګوزڼ وهلی درښکاروو چې په یوې وسیلې یې تګ پيل کړی.
نن د اکتوبر اوومه د طالبانوپرضد د امریکا د بریدونو د پيل ۱۸کاله پوره شول. په عراق کې د حکومت ضد مظاهروپرمهال په یوه اوونۍ کې له سلوزیات کسان وژل شوي او څه باندې شپږزره تنه ټپیان دي. اوپه لاتینه امریکاکې لومړی وار برقي بس په فعالیت پیل وکړ. ازادي سټوډیو په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره ولیدل. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له قطر نه پاکستان ته تللی؛ له بهرنیو چارو وزیر او د ای اس ای له رییس سره یې کتلي. سعودي وايي چې بېرته یې د تیلو تولید سم کړی دی. په هند کې هره ورځ لسګونه کسان د یوه طلايي بُت د نندارې لپاره ورځي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د افغانستان د سولې خبرې وروسته له نژدې یوې میاشتې بیا پيلیږي او دا هڅې له اسلام اباده شروع کیږي. د دې ترڅنګ په هند کې خونړي سیلابونه لیدلی شئ او داسې څوک درښکاروو چې د پښو پرځای په لاسونو ګرځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نظر څرګند کړی. د دې سربیره مو په یونان کې د افغان کډوالو له تازه ستونزو خبرو او د ایران د ولسمشر ورور زنداني شو.
امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو غوښتي چې د پایلو په اړه دې له وخت مخکې قضاوت نه کوي. په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې دوه کسان وژل شوي. له چهارشنبې وروسته په هند کې له پلاستیکو استفاده منع کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
پاکستان افغانستان ته تلونکي ټولې لارې نن وتړلې. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي هيواد یې اوس تايیدولای شي چې د سوریې حکومت د مې مياشتې په حملو کې له کیمياوي وسلو کار اخیستی. برتانيايي ټانکر بيړۍ له ایرانه د نړيوالو اوبو پر لور روانه شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
ملګروملتونو وسله والوطالبانو ته ګواښ کړی چې انتخاباتو ته دې خنډ نه پېښوي. د سعودي ولیعهدمحمدبن سلمان ویلي د جمال خاشقجي د وژنې مسوولیت ده ته متوجه دی. ځوانه فعاله ګریتا تنبرګ د ملګروملتونو له اسمبلې وروسته له نیویارکه سویډن ته روانه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
نور راوښيه