یوه ورځ وروسته له هغه اعلانه چې انس حقاني راخوشی کیږي، په کابل کې خونړۍ چاودنې په غزه تړانګه کې د وژل شویو شمېر زیات شوی دی. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
ازادي ستوډیو په کابل کې د امریکا سفارت د انس حقاني د خوشي کیدو پریکړه وستایله، ښایي د افغانستان د انتخاباتو ابتدایي نتیجې بیا هم وځنډیږي. په هانګ کانګ کې ننۍ مظاهرې درښکاروو او په هند کې د سیکانو د مذهبي مشر د زوکړې مراسم.
د امريکا د پوځ لوی درستیز وايي، د هيواد ځواکونه یې یو څو کاله نور هم په افغانستان کې پاته کیږي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د اټومي موافقې له مخې به ایران ته تر راتلونکي کال پوري له بهرنیو هیوادونو سره د وسلو د پلور او پیر فرصت برابر شي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په ایران کې یوې زلزلې ۶ کسان وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور یې ټپيان کړي. په عراق کې مظاهرې اوس د یوه انقلاب په لور روانې دي. په چین کې یو موټر جوړ شوی چې معلوموي ډریور خوشاله دی که خپه. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي. نن په لبنان کې زرګونو زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون دوام لري. نور تفصیل له ازادي ستوډيو.
تاجکستان وایي د داعش یوه شل کسیزه ډله د کندز له ولایته وراوښتې او هلته یې حمله کړې ده. د دې سربیره په اسلام اباد او بغداد کې د حکومت ضد مظاهرې درښکاروو او دا به وګورئ چې تاج محل په ګرد وغبار کې ایسار شوی.
په لسګونو افغان کډوال په یونان کې په یوه کانتینر کې موندل شوي، ایران خبرداری ورکړی چې له اټومي تړونه به یو ګام په شا شي. د داعش د وژل شوي مشر خور نیول شوې او په میانمار کې اورلوبې درښکاروو.
پاکستان وايي چې په کابل یې ډپلوماټانو ته خطر پېښ دی او خپل کنسولګري یې تړلې ده. نوې ډیلي کې هوا ډېره ککړه شوې او خلک له ماسک پرته بهر نه ځي. په دوبۍ کې د کمپیوټر او زیرکې ټنکالوژۍ په مټ اسلامي فتواوې او احکام خلکو ته انلاین ویل کیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
لسګونه زره کسانو نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د عمران خان پر ضد مظاهره وکړه. چینایانو نن رسماً د فایف جي یا پنځم نسل د انټرڼیټ کارول پیل کړل. سعودي عربستان لومړی وار د ښځو د کشتي کچ یا ازادې غېږې کوربه و. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د بشري حقونو څار سازمان د سي ای اې له ملاتړ برخمن افغان پوځیان په بې محاکمې وژنو او جدي سرغړونو تورن کړي. تر ۷۰ زیات کسان هغه وخت ووژل شول چې د پاکستان یوه رېل اور واخیست. په پاریس کې نجونو له چاکلیټ جوړ لباسونه اغوستي و. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
مظاهره چیان د پاکستان د صدراعظم د استعفی غوښتنه کوي. په دې خبرې ټولګه کې په عراق او لبنان کې هم پراخې مظاهرې لیدلی شئ. د هالووین جشن څه دی او په لویدیځ کې خلک څرنګه ځانونه ورته جوړوي.
په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت نوی وړاندیز، په عراق کې خونړۍ مظاهرې او کشمیر ته مو د اروپایي ټولنې د پلاوي له سفره خبروو. د ساعتونو موزیم هم درښکاروو.
نور راوښيه