په برتانیا کې څېړونکي هڅه کوي چې د کورونا ویروس د ناروغانو د پېژندلو لپاره سپي وروزي. دې ته ورته یوه بله پروژه په فرانسه کې هم روانه ده. په دې ویډيويي راپور کې وینئ چې د څېړنو نتيجه تر کومه ځایه رسېدلې او ایا د دې ناروغۍ په تشخیص کې له سپيانو ګټه اخیستل کېدای شي؟
د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر د یوه ویرجن کور ته تللی چې د هغه د خپلوانو په وینا د ایران پولیسو اړ ایستلی چې هریرود سین ته ځان واچوي. عبدالباري نور نشته. د ده د سفر ملګري د افغانستان او ایران په پوله کې د شنبې د ورځې د پېښې حال وايي. دا راپور ملالۍ بشیر وړاندې کوي
د روسیې تلویزیون یوه برنامه خپره کړه چې د تیورۍ پر اساس یې دا ادعا وکړه چې ګواکي امریکايي ملیاردر بیل ګېټس د کوروناوایرس په خپرولو کې لاس لري. دا خپرونه د اروپايي اتحادیې له یوه راپور سره هممهاله خپره شوه چې وايي، د روسیې دولتي رسنۍ د عامه افکارو د مغشوشولو په هدف «منظم کمپاین» پیل کړی دی.
د ۲۰۱۸ د اپریل په دېرشمه په کابل کې د ازادي راډیو درې همکاران سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او له ازادي راډیو سره تازه یوځای شوې محرم درانۍ له ۶ نورو خبریالانو سره په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول. د دوی لاره دوام لري. د ازادي راډیو د رييس قادر حبیب پیغام
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان معلولې ښځې په سیستماتیک ډول له تعبیض سره مخ دي او ان په دولتي ادارو کې هم ځورول کیږي. راپور زیاتوي چې معلولین په افغانستان کې له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه تعلیم او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. لیمه هادي په دې اړه راپور جوړ کړی.
د کورونا په وایرس د اخته شویو کسانو د درملنې لپاره له بېلابېلو طریقو کار اخیستل کېږي. له یوې خوا هڅه روانه ده چې دې ناروغۍ ته واکسین یا درمل جوړ شي او له بلې خوا له هغو کسانو څخه مرسته غوښتل کېږي چې دا ناروغي یې تېره کړې ده. دې وروستۍ طریقې ته د پلازما درملنه وايي
په ټوله نړۍ کې په کووید ۱۹ ناروغۍ د مړو شمیر تراوسه له ۱۶۰ زرو اوښتی دی. خو په دې ناروغۍ د اخته نژدې دوه نیم خلکو له ډلې له ۶۳۰ زرو زیات خلک بېرته روغ شوي هم دي. په دې راپور کې هغه کسان چې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره یې خپړې لګولي او د مرګ له کومي راستانه شوي دي خپلو تجربې بیانوي.
یوه قرغز ډاکټر چې په روغتون کې د لازمو وقایوي وسایلو د نشتوالي له کبله پر حکومت انتقاد کړی و، په یوه ویډیويي پیغام کې بخښنه وغوښته. د هغه دې کار د قرغزستان پر حکومت په تېره پر امنیتي ادارو د خلکو زیات انتقادونه پارولي دي. په دې اړه نور جزییات په دې ویډیو کې:
د بشري حقونو فعالان وايي اوس چې په نړۍ کې ملیونونه کسان د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کورو کې پاته کیږي، کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم له هیوادونو غوښتي چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
په کابل کې د اطفایې د موټرو په وسیله واټونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د مکروب ضد درمل شیندل کیږي. خو د روسیې په یوه سیمه کې چارواکي د یوې جیټ الوتکې له ماشین کار اخلي څو په ډیرچټکتیا ښار کې د میکروب ضد درمل وشیندي. په دې اړه نور په دې ویډیو کې کتلی شئ.
ډاکتران او نرسانې له کورونا وایرسو سره د مبارزې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دي. دوی د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروي. ځینې یې د خپل ورځیني ژوند تجربې او هغه سخت شرایط بیانوي چې ورسره مخامخ دي.
کوروناوایرسو پر نړۍ بې سارې اغېزې لرلي دي. ملګري ملتونه وايي، کورونا وایرس به داسې اقتصادي حالت رامنځته کړي چې مثال یې په دې وروستیو کې نه دی لیدل شوی. ځینو هیوادونو د کورونا وایرسو له اقتصادي اغېزو سره د مقابلې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
نور راوښيه