یوه امریکايي سناتور پر چین تور پوري کړی چې د کورونا ویروس له خپرېدو په استفاده پروپاګند کوي. اروپايي ټولنې هم ویلي د کورونا ویروس له کبله د دې ټولنې د وېشل کېدو ناسم خبرونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي. چین او روسیه له نورو هیوادونو سره د مرستو په اړه ناسم معلومات خپروي.
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له یو میلیونو پورته شو،خو د ماسک او محافظتي وسیلو کموالی له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې لویه ننګونه ده.
په هند کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو دمخنیوي لپاره یویشت ورځې قرنطین اعلان شوی دی. له دې امله ملیونونه وګړي خواړه نه لري. سره له دې چې دهند حکومت په مختلفو ایالاتونوکې د غریبانو لپاره د مرستې ځینی پروګرامونه پېل کړي خو ویل کېږي چې چندان اغېز نه لري.
د کورونا ویروس د خپرېدو پر مهال مهمه ده چې کوچنیان هم په دې اړه معلومات ولري او د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي. ملالۍ بشير د ازادي راډیو د مرکزي څانګې راپور وړاندي کوي چې له درو څخه تر اتو کلنو کوچنیانو لپاره چمتو شوی.
په دې انځوریز راپور کې جالب معلومات وړاندي کیږي چې ښيي کورونا ویروس پر کومو شیانو او تر څه مودې ژوندی پاته کیږي.
اقتصادي شنونکي وايي، د متحده ایالاتو له لورې د مرستو محدودیت د افغانستان په اقتصاد منفي اغیزې کولای شي او د بیکارۍ کچه به لا ډېره شی. هیلۍ اسد یې په اړه دا راپور چمتو کړی
په کابل ښارکې د سیکهانو پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول. دا حمله نن سهار د کابل ښار په شور بازار سیمه کې د سیکهانو پر یوه درمسال وشوه. هیلۍ اسد پرې رپوټ لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه پیغام په خپرولو سره وویل د امریکا په مرستو کې د یو ملیارد ډالرو قطع کېدل به د افغانستان پر مهمو سکتورونو مستقیم اغېز ونکړي. نور په دې ویډيويي راپور کې وګورئ.
رییس جمهور افغانستان محمد اشرف غنی با نشر پیامی امروز گفت کاهش یک ملیارد الری در کمکهای ایالت متحدۀ امریکا با افغانستان روی سکتورهای کلیدی تاثیر مستقیم نخواهد گذاشت. بیشتر در این گزارش ویدیویی ببینید.
د مایک پومپیو نن دا بېړنی سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون د چارو د پر مخ وړلو هڅه بلل شوې ده.
دنړیوالې روغتیا سازمان WHO دکرونا وایروس په هکله دخلکو دخبرو په باب داسې وايي
کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري دوه سېکهان وهل ټکول شوي، دغه پېښه تېره شپه د کابل په چهلستون سیمه کې رامنځته شوې ده. دغې پېښې د کابل ښاریانو سختو غبرګونونه راوپارول. هیلۍ اسد پرې راپور جوړ کړی دی
نور راوښيه