د ساري ناروغیو لپاره د امریکا د ملي انسټیتوټ مشر انټوني فوچي وايي د کرونا ویروس پر ضد د واکسین دجوړولو لپاره محتاطانه خوشبینه دی. فوچي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د امریکا تر ټولو لوړپوړی مقام دی او له امریکا غږ سره په مرکه کې وايي چې شرکتونه د واکسین جوړولو ته نږدې شوي.
د افغانستان نامتو شاعر، مولانا پېژندونکی او لیکوال حیدري وجودي نن په کورونا وایرس د ۸۱ کلونو په عمر په حق ورسېد. وجودي له کلونو راهیسې د مثنوي لوستلو د بانډارونو په جوړولو د ادب، عرفان او د مولانا د شعرونو مینه والو ته زده کړه ورکوله. تېر کال هیلۍ اسد په یوه راپور کې د دغه عارف ژوند انځور کړی و.
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په دې هیواد کې مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی چې د لوټ او ورانیو د مخنیوي لپاره یې زرګونه پوځي سرتیري موظف کړي دي. د امریکاڅو ښارونه د تاوتریخوالي څخه د هغو ډکو اعترواضونو شاهد دي چې د یو سپین پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي وګړي له وژل کیدو وروسته راپورته شول.
اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.
په څلورو لویو وچو کې څېړونکي هڅه کوي چې د کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ په وړاندې درمل یا هم واکسین جوړ کړي. ساینسپوهان لا هم ثابته کړې نه ده، چې کوم درمل یا واکسین دې انسان له کرونا خوندي کړي. نور په دې ویډيويي راپور کې
په دغه روغتون کې لسګونه ناروغان بستر دي او یو شمېر یې په سختۍ ساه اخلي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا چې تازه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه شوی، دغه روغتون ته تللی، یاد راپور یې چمتو کړی چې رحمتالله افغان پښتو ته ژباړلی.
د نجونو او هلکانو یوه ډله د قرنطین له زړه تنګۍ غره ته خیژي. د افغانستان پلازمېنه کابل د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په قرنطین کې ده خو دې ډلې د ورزش په خاطر او د ژور خپګان د مخنیوي لپاره غره ته مخه کړې. نور په دې ويډيويي راپور کې.
د افغانستان د ولسمشراشرف غني او د هغه د سیاسي سیال ترمنځ د سیاسي موافقې لاسلیک د خلکو بیلابیل عکس العملونه را پارولي دي. ځینې خوښې کوي او ځینې هغه د ولس په حق کې جفا بولي. لیمه هادي په دې راپورکې د کابل د یوشمیراوسیدونکو نظرونه را اخیستي دي.
د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني او د هغه سیاسي سیال عبدالله عبدالله نن سیاسي موافقه لاسلیک کړه. له مخې ېې هغه سیاسي کړکېچ پای ته رسېږي چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته ایجاد شوی و. د موافقې له مخې به عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر وي او د ټاکنیزې ډلې غړي به یې پر مهمو څوکیو ګمارل کېږي.
د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی بازار له نژدې یوې میاشتې راهیسې بند دی. له دې کبله د دغه بازار کارګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي. په قرغیزستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د دغه بازار بندېدو نژدې ۵۰ زره تنه اغېزمن کړي دي. نور په دې ویدیويي راپور کې ووینئ.
په روسیه کې د کووید۱۹ له بیري ډېری وختونه د هغو کسانو د تدفین په مراسمو کې ګډون نه کوي چې په کورونا ویروس مړه شوي وي. خو په ځینو مواردو کې داسي فرصتونه برابر شوي چې خلک کولای شي له لیري د خپلوانو د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي
نور راوښيه