په اکسفورډ پوهنتون کې پوهان وايي، د کرونا ویروس نوی واکسین یې پر داوطلبانو ازمویلی او هیڅ ناوړه اغیزې نه لري. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ
حبیبه کاکړ په ننګرهار کې د والي مرستیاله ده. هغه وايي، د ستونزو سربېره داسې مسالې هوارې کړي چې " نارینه په کې پاتې راغلي وو "
په افغانستان کی۶ښځې د والی مرستیالي کوي. په هرات کې دا چاره مونسه حسن زاده مخته وړي چې وايي له ستونزو سره مخ ده. ملالۍ بشیر او شاپور صابر پرې راپور لري
پنځه ویشت کاله مخکې، د بوسنیا سرب پوځ تر اتو زرو ډېر مسلمان بوسنیايي سړي او هلکان ووژل. رمیزه ګوردیچ له هغو ښځو یوه ده چې له پنځه ویشتو کلونو دا لټوي چې د کورنۍ غړي یې څنګه ووژل شول. دا په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو بده ډله يېزه وژنه وه
لسګونه ماشومان د بدخشان ولایت د کوکنارو په کروندو کې تریاک ټولوي او په همدې مزد ژوند کوي. هغه څه چې دوی ته د کار په بدل کې د ورځني مزد په توګه ورکول کیږي، نژدې شل ګرامه تریاک دي چې په بازار کې شا او خوا په سل افغانیو پلورل کیږي. بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال جاوید احمدي پرې دا راپور برابر کړی
د پیرو په پلازمینې لیما کې ډاکټرانو یو سیستم جوړ کړی چې کولی شي څلویښت دقیقو کې معلومه کړي چې شخص په کرونا اخته دی کنه. که څه هم د پیرو د عامې روغتیا وزارت دې سیستم ته د تولید اجازه نه ده ورکړی خو ډاکټران وایي ددی دستګاه تشخیص دقیق دی.
نن په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ زرو ته ورسید. دا هیواد د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې کویډ ۱۹ پېښې په کې زیاتې دي. هندي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، په دې ویروس د اخته کیدو ۲۴ زره نوې پېښې ثبت کړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسهامو پر لوی او پخواني بازار د نن ورځې برید کې د پولیسو درې مامورین او څلور بریدګر وژل شوي دي. د برید مسولیت د بلوڅانو ازدي بښونکي اردو په نوم یو ډلې پر غاړه اخیستی دی. نور په دې راپور کې
د فرانسې په پاریس ښار کې ایفل برج د لیدونکو لپاره پرانستل شو. د دې تاریخي برج د تړلو علت د کرونا ویروس خپریدل او له کبله یې په ټولې فرانسې کې د محدودیتونو لګول وو . هرکال میلیونونه کسان د دې برج لیدو ته ورځي.
د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوسیدو په ځای کې د میکروب ضد دروازه لګېدلې او څوک چې د نوموړي لیدو ته راځي باید له دې وره تېر شي. دروازه په اتومات ډول په تیریدونکو کسانو د میکروب ضد مواد پاشي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا چاره مؤثره ده کنه.
د بریا په صورت کې به زینب محسني د امریکا په تاریخ کې لومړۍ افغان الاصله امریکايي وي چې د دې هیواد د کانګریس د استازو جرګې غړې شي. دا د ډموکراټ ګوند له خوا د ورجینیا له یوولسمې ولسوالۍ څخه کاندیده ده. ملالۍ بشیر له زینب محسني سره خبرې کړي.
په نړۍ کې یوشمیر کسان چمتو شوې دي چې په کرونا ویروس اخته شي او د هغو تحقیقاتو برخه شي چې د دې اخیستونکې ناروغۍ د واکسین لپاره کیږي. ویل کیږي چې د دوی دا هڅې به له پوهانو سره مرسته وکړي چې ژر ترژره د کرونا ویروس واکسین جوړ کړي. په دې اړه نور په دې راپور کې:
نور راوښيه