نړۍ کې تېره یوه اونۍ په کورونا ویروس سوونه زره نوي کسان اخته شوي. چې ورسره نړۍ کې د کورنا ویروس د پیل راهېسې تر اوسه د اخته کسانو شمېر له ۲۵ میلونو واوښت. په دوی کې ۸۵۰ زره مړه شوي. هند په نړۍ کې په ورځنۍ توګه په کورنا د اخته کیدو تر ټولو لوړ ریکارډ ثبت کړی.
د کابل له پلچرخي زندان څخه یو شمېر طالب بندیان خوشې شول. د خوشې شویو طالب بندیانو کره شمېر لا نهدی معلوم، خو یوې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل، تمه ده سبا د چهارشنبې په ورځ پاتې بندیان هم خوشې شي. وېډيو: شفیع کریمي
ډونالډ ټرمپ چې کله ۲۰۱۶ کال کې د جمهوريپال ګوند له نامه ټاکنې وګټلې، هغه مهال امریکاییانو دی د یوه سوداګر او ټلویزیوني ستوري په توګه ښه پیژانده. نوموړی اوس د دویمې دورې لپاره د ټاکنیزې سیالۍ ډګر ته راغلی. په دغې ویډیو کې د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې
۷۷ کلن جوبایډن سه شنبه رسماً د ډموکرات ګوند له خوا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید شو. د امریکا دا پخوانی مرستیال ولسمشر او سناتور به په نومبر میاشت کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره چې د جمهوري غوښتونکو کاندید دی سیالي وکړي. دا ویډیويي راپور د جوبایډن په ژوند او سیاسي فعالیت جوړ شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ازادي راډیو سره یوې ځانګړې مرکې کې ویلي ، روسیې پخوا طالبانو ته وسلې ورکړې او ایران اوس هغوی په وسلو سنبالوي. پمپیو وویل، سرګي لاوروف ته یې خبرداری ورکړی چې که روسان د امریکايي سرتیرو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز وکړي، درنه بیه به یې پرې کړي.
ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د افغانستان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي. له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د دغه پلاوي لومړیتوبونه او سرې کرښې کومې دي؟ راتب نوري د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره په دغې ځانګړې مرکه کې دا پوښتنې مطرح کړې دي.
د مشورتي لویې جرګې له لوري په مشروط ډول د ۴۰۰ طالب بندیانو په خلاصون هوکړه په یو پرېکړهلیک کې اعلان شوه چې ۲۵ مادې یې درلودې. ولسمشر غني به د یادو بندیانو د خلاصون حکم نن لاسلیک کړي او ټاکل شوې چې د دغه بندیانو له خلاصون درې ورځې وروسته په قطر کې بینالافغاني خبرې پیل شي. د لېمې هادي راپور
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي نن وویل، د بین الافغاني مذاکرو په وړاندې یو خنډ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل دي. هغه زیاته کړه، چې د جرګې په مشوره که دا بندیان خوشې شي، په درېیو ورځو کې به بین الافغاني مذاکرې پیل شي.
محمد اشرف غني د جرګې د پرانیستې مراسمو کې وویل چې وسلهوالو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي. خو د طالبانو دا ژمنه له ګواښ سره هم مل ده. د ښاغلي غني په وینا که بندیانيې خوشې نهشي جګړه به تېزه کړي.
نن د جاپان په هیروشیما باندې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي برید ۷۵ کالیزه ده. د ۱۹۴۵ کال د اګست د شپږمې دغه برید جاپان تسلیمیدو ته اړ کړ او دویمه نړیواله جګړه هم ورسره پای ته ورسېده. خلکو نن د هیروشیما د برید د قربانیانو په یاد څو شېبې چوپتیا غوره کړه.
۲۸ کلن فیصل د داعش ډلې لهخوا د ننګرهار پر زندان د شوي برید یو له قربانیانو دی. هغه چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، له کمانډو ځواکونو سرهیې ۸ کاله دنده هم کړې، خو بالاخره خپله زنداني شوی و. امېد زهیرمل د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
په ایران کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب وروسته پر مذهبي لږکیو د فشار د زیاتېدو له کبله زرګونه یهودان تېښتې ته اړه شوي دي.د ایران ډېر یهودان اسرائیل ته تښتېدلي دي. د ازادې اروپا اوازادي راډيو د ایران برخې (راډیو فردا) له تهران تر بیت المقدسه د یهودانو دې سفر ته ځغلنده کتنه کړې ده.
نور راوښيه