شا او خوا دوې اونۍ مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان پلاوی له کابله دوحې ته تللی. د دولت مرکچي پلاوي غړې شريفه زرمتي وايي له تېرو څو ورځو راهیسې يې د طالبانو سره نه دې کتلې خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی ترمنځ د نظر توپير نه ختمېدونکی دی. ملالۍ بشیر له اغلې زرمتي سره مرکه کړې ده.
په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې د یوې سرچینې په حواله چې نهغواړي هویتیې افشا شي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته په خپل ویډیويي پیغام کې یو ځل بیا د چټک اوربند په تامین ټینګار وکړ. د افغان ولسمشر د وینا یوه برخه دلته لیدلی شئ.
د سویډن په کارولینسا انسټیوټ کې د وبايي ناروغیو د څانګې پروفیسوره انامیا ایکسټروم وايي ټول باید ومني چې له کرونا سره به د اوږدې مودې لپاره ژوند کوو. نوموړې د ازادي راډیو د بالکان څانګې له والونا تیلا سره خبرو کې تشریح کړې چې ولې د کویډ ۱۹ سره د سویډن چلند د نورو هېوادونو په مقایسه اغیز لرونکی و
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري وایي چی د دولت او طالبانو د تماس ډلې بحثونه د رسمی مذاکراتو پر طرزالعمل تقریباً نهایي شوي. نادري د سکایپ له لارې له دوحې څخه ازادي راډیو ته وویل چې یوازې پر دوو موضوعاتو اختلاف شته چې ورباندې خبرې کیږي. دغه مرکه نوریاس نوري کړې ده
د روغتیا نړیوال سازمان د مني موسم کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو د زیاتیدو خبرداری ورکړی. دا ناروغي چې د پام وړ کمی په کې راغلی و، یو وار بیا اوج ته رسیدلې. د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې 29 میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې خبرو کې باید افغانان د خپل هېواد اوږدمهالې ګټې په خپلو شخصي ګټو مخکې کړي. نوموړې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ازادي راډیو په شمول د څو رسنیو خبریالانو ته وویل، د دواړو خواوو مرکچیان د افغانستان د راتلونکو نسلونو په وړاندې مسولیت لري
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې وویل چې دوی یوازې د خپل نسل لپاره نه، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره هم ګام اخلي. پومپیو له ګډونوالو وغوښتل چې له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وایي، اوسنیو خبرو کې پر اوربند بحث د اجندا برخه نه ده او یوه بل مناسب وخت کې به پرې خبرې کیږي. د طالبانو د پلاوی یو بل غړی عبدالسلام حنفي بیا ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې، پر اوربند بحث د بین الافغاني خبرو برخه ده.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې یو تاریخي فرصت وباله، خو ویې ویل چې دا خبرې تلپاتې سوله نه شي تضمینولی. ستولتنبرګ د سپټمبر د یوولسمې د حملو د نولسمې کالیزې په یاد په مراسمو کې د ناټو په مقر کې وویل، د قطر په خبرواترو کې باید د افغانستان د دوو لسیزو بریاوې خوندي شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کی وویل، د بهرنیو چارو وزیر یې په یو تاریخي سفر دو حې ته ځي. ټاکلې چې پامپیو د بین الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.
بلاروس له یوې میاشتې راهیسې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد له تاوتریخوالي د ډکو مظاهرو شاهد دی. په دې اعتراضونو کې لږ تر لږه د دوو کسانو د مرګ خبر ورکړل شوی. خو دا مظاهرې رومانټیکې او عاشقانه څنډې هم لري. په دې ویډیو کې یې وګورئ او نورو سره یې هم شریکه کړئ.
نور راوښيه