د ازربایجان او ارمنستان ترمينځ جګړې په دواړو هېوادونو کې کويډ-۱۹ ناروغۍ ته پاملرنه کمه کړې. خو دا ناروغي لا هم له خلکو قرباني اخلي. په ځينو مواردو کې ان په کرونا اخته ډاکټران اړ شوي چې د جګړې د ټپيانو درملنه وکړي. نور په دې راپور کې وګورئ
ولسمشر ډونالډټرمپ او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه ډیموکرات سیال جو بایډن د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ. په دې مناظره کې تر ډېره د کوروناویروس پرضد د امریکا د حکومت پر اجرااتو خبرې وشوې .
افغانستان د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په روانه جګړه کې کوم رول نه لري خو د نویمې لسیزې په جګړو کې افغانان عملاً د اذربایجان په ګټه جنګېدل. په دغه راپور کې ګورئ چې په اذربایجان کې د افغان جنګیالیو هدیرو ته ورغلي یو او هم مو له هغو افغانانو سره خبرې کړي چې د ارمنستان په وړاندې جنګېدل.
د ایټالیا د یونتوس د ټیم پرتګالي ستوری کرسټیانو رونالډو چې په کویډ- ۱۹ اخته شوی، ایټالیا ته ستون شوی څو هلته د قرنطین دوره تېره کړي. تمه کیږي چې ۳۵ کلن رونالډو به د یونتوس ټیم لږ تر لږه دوه لوبې له لاسه ورکړي. دا هم ممکنه ده چې د بارسالونا په وړاندې لوبه کې هم خپل ټیم کې نه وي شامل.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تر اوربند وروسته لاهم نښتې روانې دي. ماسکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اذربایجان او ارمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره تر دولس ساعته خبرو وروسته موافقه وشوه چې دواړو لوریو ومنله چې د اکتوبر د لسمې له غرمې ۱۲ بجو به اوربند وي
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د افغانستان پر حالاتو اغیز ولري. عبدالله په نوې ډیلي کې د ازادۍ راډیو له خبریالې فیروزې عزیزي سره په مرکه کې همداراز د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګونو او د سیمې د هېوادونو د ونډې په اړه هم خبرې کړې دي
د ارزګان د "شهیدانو په هدیره" کې په یوه قبر دافغانستان بیرق او په بل دطالبانو بیرق رپیږي. په یوه کې دپولیسو یو افسر خاورو ته سپارل سوی او په بل کې یې ورور چې دطالبانو په لیکو کې جنګیده. نورتفصیل په دغې ویډیو کې وګورئ او خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ . دشریف الله شرافت رپوټ اسدالله لودین وړاندې کوي
د قرغزستان په پلازمېنه، بشکیک کې پارېدلي مظاهره چیان د ولسمشر سورونبای جینبیکوف دفتر ته ننوتل او د هغه د دفتر ځینې وسایل یې تخریب کړل. دوی د وروستیو پارلماني ټاکنو د نتیجو په اعتراض مظاهره وکړه. د ټاکنو کمیسیون نن د یکشنبې ورځې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې. نور په دې ویډیو کې.
په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړي نادر نادري ازادي راډیو ته وویل دوحې ته د جمهوریس اشرف غني سفر د سولې له خبرو سره تړاو نه لري. غني په کویټ کې له لنډې تمېدنې وروسته، نن دوشنبې دوحې ته ورسید. د قطر پلازمېنه دوحه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د ابتدايي خبرو کوربه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې په کویډ19 د خپل ځان او خپلې میرمنې د اخته کیدو اعلان وکړ. ټرمپ لیکلي چې دواړه ځانونه قرنطینوي. اوس دا پوښتنه شته چې د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو لپاره به یې کمپاین څه ډول مخکې ځي؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ددې هیواد د ولسمشرۍ په راتلونکي انتخاباتو کې یې سیال جوبایډن له ترینګلتیا ډکه یوه مناظره تېره کړه. د دواړو خواوو ترمنځ جنجال پارونکي ټکي کوم وو؟ دې ویډیو کې یې وګورئ
د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله نن د مشال راډیو خبریال، طاهر خان سره په ځانګرې مرکه کی وویل چې له یو ښه پیغام سره افغانستان ته سنیږي. عبدالله پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر نن پاي ته رسوي. دغه مرکه دلته وګورئ.
نور راوښيه