د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې شریفه زرمتۍ وايي، له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو به سخته وي خو مرکچي پلاوی ناهیلی نه دی. مېرمن زرمتۍ په هغه ویدیو کې چې د سې شنبې په ورځ یې قطر ته له رسېدو وروسته رسنیو ته لېږلې ، ویلي چې پلاوی به یې د «دایمي اوربند د ټینګېدو» هڅه وکړي.
په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي څلوېښت ورځې مخکې د ده په موټر پوري د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو. د ده همکارانو او د بشري حقونو مدافعینو له حکومته غوښتي چې د دې قتل عاملین دې مجازات کړي. ملالۍ بشير د الیاس داعي د کار او ژوند په اړه دا لنډه ويډيو جوړه کړې ده.
ویرجن یوو، خو کره او بې پرې راپور ورکولو ته دوام ورکوو د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي لس ورځې مخکې دده موټر کې د ايښودل شوي بم چاودنې وواژه. د هغه یاد به دده د دوستانو او همکارانو په زړونو کې تل ژوندی وي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته په ننني سفر کې وویل، هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره ټولې هغه هڅې وکړي چې توان کې یې دي. جمهور ریس اشرف غني هم په افغانستان کې پر اورکم او د طالبانو سره اوربند ته په رسیدو ټینکار وکړ.
په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي نن (پنجشنبې) د ده په موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو. داعي ۳۳ کلن وو او له ۲۰۰۸م کال راهیسي يې له ازادي راډيو سره کار کاوه. نور په دې ویډيو کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ.
د پارک سینما، د کابل په شهر نو کې د فلمونو د نندارې یو مهم سالون تېره شپه وران شو. د افغانستان وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د پارک سینما ورانول د بودا د مجسمو له نړلو سره تشبیه کړي. خو کابل ښاروالي وايي، ددې سینما رغوَل ناممکن شوي و، او ټاکل شوې چې پر ځای یې یو بل فرهنګي مرکز جوړ شي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی جوبایډن د یوه داسې چا زوی دی چې د دویم لاس موټرونو کاروبار یې کاوه. بایډن د نومبر دریمې ولسمشرۍ ټاکنو کې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړه. په دې ویډیويي راپور کې د جوبایډن ژوند ته کتنه شوې ده.
پخوانی مرستیال ولسمشرجوبایډن چې د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د دریمې انتخابات یې ګټلي، وایي، یوداسې ولسمشربه وي چې خلک به سره جلا نه بلکه یوموټی کړي. بایډن وروسته له هغې چې امریکایي رسنیو نوموړی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خپلو ملاتړوته وینا وکړه.
د هغو رایو له مخې چې د امریکا وګړو تر ټاکنو مخکې کارولي، داسې ښکاري، چې سږکال په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د ۲۰۱۶م کال په نسبت زیاته ده. تر سلو ملیونو ډېرو کسانو د پوست، په انلاین بڼه یا هم د رایې ورکولو په مرکزونو کې له مخکې خپلې رایې کارولي دي. نور په دې ویډیو کې
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په دریېمه ترسره کیږي چې په کې ددې هیواد ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ کاندید دی. ډیموکراټ سیال یې جو بایډن بیا پخوانی مرستیال ولسمشر دی. په دې راپور کې د ډانالډ ټرمپ شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده.
د سه شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له تجربه کار جوبایډن سره مخ دی. په دې راپور کې د جوبایډن شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده .
د افغانستان تر ټولو پخوانۍ انځوريزه فيته چې د شاه امانالله خان په واکمنۍ پورې اړه لري، د افغان فلم په ارشیف کې ده. د ملي راډیو ټلوېزیون هم یو له هغو بنسټونو دی چې د غږيزو او انځوريزو میراثونو په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی. نن د غږيزو او انځوريزو میراثونو نړیواله ورځ ده. نور په ویډیو کې:
نور راوښيه