د کمال خان بند، ایران ولې اندېښمن دی؟
له امان افغان راپیل او بیا تر دې دمه خو دا مزل د امیر شېر علي خان په واکمنۍ کې له شمسالنهار راپيل شو، سراجالاخبار لوړو پوړیو ته ورساوه او وروسته امان افغان پراختیا ورکړه. د پېړۍ په دې راپور کې د افغانستان د رسنیو تېر ۱۰۰ کلن مزل ته کتنه شوې ده.
پرېوتی بودا، د صلصال او شمامې د نړيدو تراژيدي
" د انتخاباتو له لارې د واک د لېږد پر اصل جوړجاړی ممکن نه دی"
په جلال اباد ښار کې سه شنبه مازیګر مهال په دوو جلا بریدونو کې دری رسنیزې کارکوونکې وژل شوې دي. دوی دریواړو په محلي ټلویزیون انعکاس کې کار کاوه. که څه هم چارواکي طالبان پړ بولي خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. جزییات د صفي الله ستانکزي په راپور کې وګورئ
د ازبکستان د ولسمشر پرتمین خو پټ او مرموز دمه ځای
د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د انځور نقاشي د کاغذ پر مخ د اوبو او رنګ له ترکیب سره په ځانګړي رنګ جوړ شوی دی.
په بوسنيا کې د افغان کډوالو يو کمپ ته څېرمه د اوبو يوه طبعي چينه ده چې کډوال هلته حمام کوي. دوی وايي په کوم کمپ کې چې اوسېږي ګرمې اوبه نه لري او د حمام لپاره يې تر ټولو مناسب ځای همدا دی.ډېری دا کډوال افغانان دي. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو دوستانو سره يې هم شريک کړئ.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان سولې د خبرو پیل له خپلو مهمو بریاوو څخه شمېره. خو د ټرمپ دا " بریا" افغانان څه ډول ارزوي؟ ایا ټرمپ ريښتیا افغانستان کې سولې ته لاره پرانیسته ؟ په دی راپور کې همدې پوښتنې ته ځواب لټوو.
جوبایډن د امریکا د متحدو ایالاتو د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. بایډن د پنځوس کلونو سیاسي هلوځلو او ګڼو زیارونو څخه وروسته بالاخره وکولی شول چې د خپل هېواد د واک تر ټولو لوړې څوکۍ ته ځان ورسوي. د دې لپاره چې بایډن نور هم وپېژنئ، دا ویډیويي راپور وګورئ:
په ننګرهار ولایت کې د ښځو د حقونو د وژل شوې فعالې ملالې میوند کورنۍ عدالت غواړي. هغه د تلویزون د ګوتو په شمېر ښځینه ویندویانو او ژورنالیستانو څخه وه. ملاله میوند د ډیسمبر په لسمه نیټه جلال اباد ښار کې ووژل شوه. د ملالې میوند خور فاطمه هلال په دې راپور کې د خپل ژوند د" تر ټولو ترخې ورځې" کېسه کوي.
د افغانستان پايتخت د نږدې شپږ ميليونه وګړو په لرلو سره د نوې ډهلي او بيجينګ سربيره د نړۍ يو له ککړو ښارونو څخه دی. د رسمي شميرو له مخې يوازې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۵۰۰۰ کسانو د ککړې هوا له امله د رامنځ ته شوېو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نور راوښيه