امیر علي شیر نوائي له نن څخه ۵۷۵ کاله مخکې زېږدلی و او په نهمه پېړۍ کې د ترکي او ازبکي ژبې له نامتو شاعرانو څخه و چې ګڼ علمي اثار یې د ژبې او عصري علومو په برخه کې کښلې دي.
د نوي کال په رارسېدو سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امنیتي تدابیر نیول شوي چې له دې امله خلک په ډېرې هوساینې سره نوی کال لمانځي او د پسرلي له لومړۍ ورځې خوند اخلي.
په افغاني ټولنه کې د کرکټ لوبې مینواله ورځ تربلې زیاتیږي، نو ددې لپاره په کابل کې ترکاڼاڼ وزګار نه دي پاتې او ددې لوبې زیاتره وسایل جوړوي. د ازادي راډیو خبریالې سلسلې اتل ددې وسایلو له جوړولو عکسونه اخیستي.
د ازبکستان بابر نړیوال بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د ترک تبارانو ټولې تاریخي بناوې بیاورغوي. د بابر نړیوال بنسټ رئیس ذاکر جان مشرب اف هرات ولایت ته په خپل سفر کې وویل چې په پام کې لري څو د امیر شیر علی نوايي د مقبرې شاوخوا ته پارک جوړ کړي. هغه وویل چې دغه پروګرام یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلت
په کتاب کې ځان په خپله هینداره کې لیدل انسان ته طبیعي او رښتینې ارامتیا ورکوي. په ارامه او ښکلې فضا کې د یوه ګیلاس چای یا قهوې سره د یوه رومان یا علمي کتاب لوستل انسان ته د خوښۍ او په زړه پوري احساس ورکوي.
د نوی کال په درشل کې د کبانو د خرڅلاو او جلبیو بازارونه نظر نور وختونو ته ډیر ګرم وي. په دغه وختونو کې یو شمېر ځوانان دغه خوراکي توکي د نامزادانو کورنیو ته وړي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د ښار د یو شمېر دغو دوکانونو نه عکسونه اخیستي دي.
له دې سره سره چې افغان ماشومان د لوبو لپاره کم امکانات لري خو بیا هم له عصري لوبو سره ډیره مینه کوي، که د لوبو کولو لپاره ورته زمینه برابره شي، ښايي په راتلونکي کې د هېواد د سرلوړې لامل شي.
نن په ټولې نړۍ کې د مارچ اتمه، د ښځې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د انځورونو دغه ګالري په افغانستان، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ کې د دغې نړیوالې ورځې د لمانځنې بڼه او بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کوي.
کابل ټول هېواد نه دی، ځکه چې اوس مهال د هېواد په ولایتونو، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې اکثره ښځې د ژوند له ډېرو لومړنیو حقونو او خدماتو څخه بې برخې دي. په کابل کې زموږ همکار ولي سباوون دا عکسونه اخیستي.
ځینو ځوانو سندرغاړو د هرات د ماسټرپلان د عملي کولو په خاطر یو کنسرټ جوړ کړ.دې کنسرټ ځینې پیغامونه له ځانه سره لرل.
کبيرمکمل په اسټرالیا کې ژوند کوي. له تېرو څلورو کلونو راهيسې په کابل کې لګیا دی. دی (سټريټ آرټ) انځورګري کوي.