نن په ټولې نړۍ کې د مارچ اتمه، د ښځې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د انځورونو دغه ګالري په افغانستان، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ کې د دغې نړیوالې ورځې د لمانځنې بڼه او بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کوي.
په افغانستان او نړۍ کې د ښځې له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه
۱
د افغانستان په هرات ولایت کې ښځو د یو لړ مراسمو په لړ کې د ښځې نړیواله ورځ ولمانځله.
۲
ښځو د پاکستان په اسلام اباد کې د لاریون په کولو سره د ښځې نړیواله ورځ ولمانځله.
۳
په ازبکستان کې د ښځې په نړیواله ورځ یوه ښځه له ګل سره.
۴
د قزاقستان په بشکېک ښار کې د ښځې په نړیواله ورځ یوه ښځه خپل عادي ورځنی کار کوي.
۵
یو شمېر ښځو په تاجکستان کې د ورزش په کولو سره د ښځو له نړیوالې ورځې هرکلی وکړ.
۶
په پاکستان کې یوه ښځه د ښځې په نړیواله ورځ د خښتو وهلو ستونزمن کار کوي.
۷
یوه آذري ښځه په آذربایجان کې د کار پر مهال.
۸
په کوسوو کې د ښځې د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال د نارینه وو او ښځو لاریون.
۹
آذربایجان کې د ښځې په نړیواله ورځ یوه ښځه د پېر پر مهال.
۱۰
په پاکستان کې د اسیدي حملې یوه قرباني.