د کونړ لرګي په هېواد کې نوموتي لرګي لري چې د ترکاڼانو په لاس یې جوړ شوي دروازې، کړکۍ او نور بېلابېل توکي لوړ ارزښت لري.
د کندهار پر هوايي ډګر د حملې څخه نن یو کال پوره شو. په دغه حمله کې د ۳۵ ملکیانو او ۱۱ حمله کوونکو د وژل کېدو ترڅنګ په سیمه کې د انجونو او هلکانو یو ښوونځی هم ویجاړ شو. دغه ویبجاړ شوی ښوونځی په دې ورستیو کې د بهرنيو پوځیانو لخوا بېرته و رغول شو.
په کندهار کې د سېلاب خیريه بنسټ تېره شپه د هغو کاریګرو سره د کمپلو مرسته وکړه چې په شنه يخ د سړک پر غاړه شپې تېروي.
فیډل کاسټرو، هغه څوک چې په ځوانۍ کیوبا کې د موجوده نظام پر وړاندې د چریکیانو مشر و، د کیوبا انقلابیې رهبري کړ او تر هغه وروسته د نیمې پېړۍ لپاره پر دغه هېواد واکمن و او د امریکا له سرسختو مخالفینو څخه و.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سولې د پیغام رسولو په هدف د ښکلو هنرونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ کړی.
ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر وټاکل شو. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټلوېزیون او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.
د هغو قربانیانو مړي چې د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په یوولسمه د روسي جنګي الوتکو لهخوا د سوریې د حلب ښار په بوستانالقصر سیمه کې د هوايي بمبارۍ له امله وژل شوي دي، له نړېدلو ودانیو څخه ایستل کېږي.
د کندز سېمهییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په کابل بندر او سه درک سیمو کې هوايي حملې پیل کړي دي.
د کریمه په سواحلو کې، د شوروي رهبرانو د یوې ډلې مجسمې د اوبو لاندې دي.
په کندهار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۹۷مې کلیزې د لمانځلو لپاره دا ښار په بیروغونو پوښل شوی.
د لانګ وار ژورنال د راپور پر بنسټ وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو دغې ډلې هڅه کړې څو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډېری سیمې او ولسوالۍ تر خپل ولکې لاندې ولري. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هغه مهال چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه اعلان کوله د وسلهوالو طالبانو پرمختګونو ته هم اشاره وکړه او پرېکړهیې وکړه چې د دغه هېواد ۸۴۰۰ سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.
د پرتګال فوټبال لوبډلې د یوه ګول په وهلو سره د اروپا ۲۰۱۶ نړیوال جام کوربه، فرانسې ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپارهیې د اروپا نړیوال جام خپل کړ.
نور راوښيه