په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.
دا عکس د سړک پاکولو کار ښیې، چې د جون د ۲۴مې نېټۍ د ګډوډۍ د پېښو له امله خراب شوی و او داسې ښکاري چې نورمال حالت ته راګرځېدلی دی.
د واګنر شرکت د وسله والو تصویرونه په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روسیې په جنوبي روستوف کې حضور لري. دا په داسې حال کې ده، چې دغه وسله والې نظامي ډلې د روسیې دفاع وزارت پر وړاندې نظامي خوځښت اعلان کړی.
د پاکستان مخکینی صدراعظم د سې شنبې په ورځ اسلام اباد کې د عالي محکمې انګړ کې ونیول شو. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، خان د امانت صندق کې د اختلاس په تور نیول شوی. د هغه له نیولو وروسته په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضونه روان دي.
کولالي په کندهار کې یو پخوانی صنعت دی چې اوږده سابقه لري او لا هم د ودې په حال کې دی. منګي، د پخلنځي لوښي او ګلدانۍ په کندهار کې د کولالي تر ټولو ډېر پلورل شوي محصولات دي. د کندهار ښاريان په ځانګړې توګه د ولسواليو اوسېدونکي له دغه صنعت څخه په ډېرو چارو کې ګټه اخلي.
د نوي کال په رارسېدو د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي. د کبانو، جلبیو، کیک، کلچو او وچو مېوو د پېر او پلور بازار لا پسې تودېږي. په دې ګالري کې د کابل یوه سیمه انځور شوې ده.
د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه طالبانو د باميانو د بودا مجسمې د چاودېدونکو توکو په وسيله ويجاړې کړې. د کارپوهانو په وینا، د ودانیو غصب، غفلت او لوټ کول د یونیسکو د نړیوالو میراثونو د ځایونو حیثیت او راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي.
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، پر افغان نجونو او مېرمنو يې په بېلابېلو برخو کې په تدريجي ډول سخت بنديزونه ولګول. يو شمېر افغانې نجونې انځورګرې چې په بېلابېلو هېوادونو کې اوسيږي د خپلو رساميو له لارې د هغو بېوسو افغانو نجونو ارمانونه انځور کړي دي چې افغانستان کې اوسي.
ادارۀ اضطراری مدیریت حوادث ترکیه میگوید که بر اثر زلزلۀ ۷.۸ درجۀ ریشتر، دست کم ۲۸۴ تن در هفت ولایت این کشور جان باختند و ۲۳۲۳ تن دیگر زخمی شدند.
په اوکراین کې روسي ځواکونه په دوامداره بریدونو سره هڅه کوي څو د دې هېواد ختیځ کې د 'سولیدار' ښار ونیسي. دغه ښار د طبیعي کانونو درلودونکی دی. د اوکراین دفاع وزارت د روسي ځواکونو دغه هڅه لېونۍ بللې ده. اموس چاپل د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال په ۲۰۱۹ کال کې له دغه کان څخه لیدنه کړې ده.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
د امریکا متحدهایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیزونه غندي.
نور راوښيه