په روسیه کې له پوځي بلوا وروسته د سړکونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوي
دا عکس د سړک پاکولو کار ښیې، چې د جون د ۲۴مې نېټۍ د ګډوډۍ د پېښو له امله خراب شوی و او داسې ښکاري چې نورمال حالت ته راګرځېدلی دی.

۱
د پولیسو یو افسر د جون په ۲۵مه د سره یا سور ميدان خواته ګزمه وهي.
د مسکو دغه تاریخي سیمه د جون په ۲۴مه له پوځي بلوا څخه دوه ورځې وروسته هم تړلې پاتې، چې په دوو ساعتونو کې یې ګڼ شمېر پوځیان له دې ځایه را وایستل.
د مسکو دغه تاریخي سیمه د جون په ۲۴مه له پوځي بلوا څخه دوه ورځې وروسته هم تړلې پاتې، چې په دوو ساعتونو کې یې ګڼ شمېر پوځیان له دې ځایه را وایستل.

۲
د جون په ۲۵مه کارګران د روسیې په روستوف آن ډان کې د سړک په ترمیم بوخت دي.
د روسیې په جنوبي ښار روستوف کې سړکونه وروسته له هغه ویجاړ شول، چې د جون په ۲۴مه د واګنر ډلې وسله والو د یوګیني پریګوژین په مشرۍ وسله وال بغاوت وکړ او د روستوف په جنوبي ښار کې یې یوه مرکزي پوځي اډه ونیوله.

۳
یو سړی چې خولۍ یې پر سر ده د واګنر ګروپ لوګو سره د جون په ۲۵مه د مسکو په یوه سيمه کې ګرځي.
وروسته له هغه چې د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکو مداخله وکړه، پریګوژین د جون د ۲۴ پوځي بلوا لغوه کړه. دا په داسې حال کې وه چې د واګنر د موټرو او عسکرو یوه برخه مسکو ته نږدې شوې وه.
وروسته له هغه چې د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکو مداخله وکړه، پریګوژین د جون د ۲۴ پوځي بلوا لغوه کړه. دا په داسې حال کې وه چې د واګنر د موټرو او عسکرو یوه برخه مسکو ته نږدې شوې وه.

۴
د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې د واګنر ګروپ مرکزي دفتر.
د جون ۲۵مه
د راپورونو له مخې، دا ودانۍ تړل شوې او په داسې حال کې چې پولیس ورته نږدې شتون لري، د ساتونکو له خوا یې ساتنه او څارنه کېږي.
د جون ۲۵مه
د راپورونو له مخې، دا ودانۍ تړل شوې او په داسې حال کې چې پولیس ورته نږدې شتون لري، د ساتونکو له خوا یې ساتنه او څارنه کېږي.

۵
خلک د جون په ۲۵مه د روستوف آن ډون په مرکز کې ګرځي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د واګنر د ډلې له خوا د دغه ښار د نيولو پر مهال، د وسله والو کسانو په شتون او پخپله پرګوژين کې د ناکرارۍ صحنې ليدل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د واګنر د ډلې له خوا د دغه ښار د نيولو پر مهال، د وسله والو کسانو په شتون او پخپله پرګوژين کې د ناکرارۍ صحنې ليدل شوې دي.

۶
یکشنبې په ورځ، د جون په ۲۵مه، د روسیې د سوېلي ښار روستوف د پوځي مرکز له نیولو یوه ورځ وروسته، د روسیې د پوځ چارواکو دغه پوځي اډه پاکه کړه.

۷
امنیتي ځواکونه د جون په ۲۵مه کرملین ته نږدې د موټر د تالاشۍ په حال کې لیدل کېږي.

۸
مسکو اوسېدونکي د دوبي موسم څخه خوند اخلي.
انځور د جون ۲۵مه
انځور د جون ۲۵مه

۹
د جون په ۲۴مه، یو کس د بل بورډ عکس له منځه وړي چې د واګنر ګروپ د استخدام خبرتيا پرې لګېدلې وه. دا بلبورډ د سینټ پیټرزبورګ په څنډه کې د لویې لارې په یوه سیمه کې نصب شوی و.

۱۰
د جون په ۲۵ مه د روسیې پوځیان د روستوف آن ډون په ښار کې له هغه ځای څخه تېرېږي چې یوه ورځ وړاندې د واګنر ډلې یوه ټانک په کې ځای پر ځای کړی و.