هغه ماته چې حقیقت کې بریا وه؛ افغان ښځینه کرکټ لوبډله بیا شنه میدان ته ستنه شوه
دا د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه وه. په استرلیا کې د افغان کډوالو د ښځو د کرکټ لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر ماته وخوړه.
کونړ کې د والیبال سیالیو اتلولي «څوکۍ» لوبډلې وګټله
علیرضا اساهي، هغه اتل چې د مناسبو خوړو پیسې یې نه لرلې
په لندن کې د افغانانوغونډه؛ "کریکټ مه تحریموئ"
د اسیا د ایمرجنګ کپ د اتلې لوبډلې روزونکي رییس احمدزي سره ځانګړې مرکه
واک ته له رسیدو وروسته طالبانو داسې فرمانونه صادر کړل چې پر ښځو یې دوامداره بندیزونه ولګول. په دې لړۍ کې د هغو بندیزونو ځینې بېلګې وینئ.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالۍ پای ته په رسېدو دي، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د دغو تلپاتو سیالیو یو شمېر صحنې چې د دې راډیو د کاري حوزې لوبغاړو په کې ګډون درلود، منعکس کړي دي. د پاریس المپیک سیالیو د اګست په ۱۱مه پای ته رسېږي.
والټر هغه اورنګوټان یا د بیزوګانو د نسل یو ډول دی چې د جرمني د دورتموند ښار په ژوبڼ کې د اروپا د د فوټبال د اتلولۍ د لوبو وړاندوینه کوي. دا ځل یې د جرمني په وړاندې د اسپانیا د بري اټکل کړی دی. جرمني د جمعې په ورځ د کوراټر فاینل پړاو کې د اسپانیا په وړاندې ډګر ته وځي.
د هند په اتراپردېش ایالت کې یو شمېر ځايي وګړو د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د بریا لپاره د دعا ځانګړي مراسم پرځای کړل. د هند کرکټ ملي لوبډله نن د شل اوره نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د جنوبي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ د جنوبي افریقا پر وړاندې د افغانستان د ماتې وروسته وویل، یوه لوبه د ټول ټورنمنټ د سیالیو د څرنګوالي څرګندونه نه شي کولای او دا پر افغان لوبډلې ویاړي. افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته وتلی و.
نور راوښيه