د افغانستان په تاریخ کې سیاسي لوړو ژورو د افغان ښځو پر ژوند سخت او تریخ اغېز کړی دی. په تېره یوه پيړۍ کې د دغه هیواد پاچاهان او سیاستوال د ښځو له وضعیت سره اړوندو هڅو په خاطر هم ستایل شوي او هم له برمه لوېدلي. خو وروسته له هغه چې طالبان دوهم ځل واک ته ورسېدل، پر ښځو له بندیزونو سره یې دوی له سیاسي او ټولنیزې برخې تقریباً بشپړه حذف کړې.
که د افغانستان تاریخ ته ځير شو، د اوسني وضعیت برعکس په تېرو سلو کلونو کې د ښځو د پرمختګ په برخه کې وخت په وخت د اصلاحاتو هڅې هم شوې دي. که څه هم د افغان پاچاهانو او ولسمشرانو مېرمنې تر ډېره د عادي خلکو مخې ته لږ راڅرګندې شوې، دوی د افغانستان په ټولنیز او سیاسي ډګر کې څه رول لوبولی دی؟ په دې برخه کې مو د افغانستان د دوو ملکو په ګډون د پنځو لومړیو مېرمنو ژوند ته کتنه کړې او د دوی د کورنۍ له غړو سره مو خبرې کړي.
ثریا طرزۍ په ۱۸۹۹م کال کې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د افغانستان د سیاسي څېرې سردار محمود بېګ طرزي په کور کې زېږېدلې وه. دې خپلې زده کړې په سوریه کې کړې وې او د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال له خپلې جلا وطنې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستنه شوه.
ملکه حمیرا د افغانستان دوهمه ملکه وه چې عمومي پام یې ځان ته اړولی وو. دا د افغانستان له شاهي کورنۍ د سردار احمد شاه خان لور او د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه مېرمن وه.
مېرمن زینب په ۱۹۱۷م کال کې د پاچا محمد نادر شاه او ملکې ماه پرور په کور کې زېږېدلې وه.
مېرمن فتانه په ۱۹۵۳م کال کې د افغانستان په بغلان ولایت کې زېږېدلې ده. دې د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې دکتورا کړې او په هندوستان کې د پوهنتون د استادې په توګه دنده پر مخ وړي.
ظاهره رباني شا او خوا څلور کاله د افغانستان لومړۍ مېرمن پاته شوې.
مېرمن زینت په ۱۹۷۵م کال کې په کابل کې زېږېدلې او په کابل پوهنتون کې يې د طب په برخه کې لوړې زده کړې کړې.
د افغانستان لومړۍ مېرمن، رولا غني د لبنان په بیروت کې زېږېدلې او لویه شوې ده.