د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی وايي، د انګلستان او پاکستان پر وړاندې د افغانستان په بریا سره افغان لوبډلې ثابته کړه چې په دې سیالیو کې د نورو سیالانو د ماتې وړتیا هم لري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو ایستل مناسبه نه دي. د کرکټ په نړیوالو جام سیالیو کې له پاکستانه د افغانستان تر بریا وروسته د لوبې غوره افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپله جایزه په پاکستان کې افغان کډوالو ته ډالۍ کړه.
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ مینهوال لارو کوڅو ته راووتل او په نڅاوو، اورلوبو او هوايي ډزو سره یې دا بریا ونمانځله. افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام روانو سیالیو کې په لومړۍ ځل پاکستان ته ماتې ورکړه. نور په ویډیو کې:
له پرسپولیس لوبډلې سره د النصر ټيم حضور له ګډوډۍ او بې نظمۍ سره مخ شو. د النصر ټیم پرټګالی لوبغاړی کرسټیانو رونالډو ایران ته په سفر کې د خپلې لوبډلې ملتیا کوي. ګڼ شمېر مینهوالو له خپلو خوښو لوبغاړو سره د لیدو لپاره پر هوټل چپاو وروړی دی.
په سږني ژمي کې د زیاتې واورې ورېدنې سره سره د سکي میدانونه خپل مخکېنی پرجوشه حالت نه لري چې یو لامل یې د بهرنیو سیلانیانو او نجونو نه ګډون بلل کېږي. په دې راپور کې هغه نجونو سره خبرې شوي چې همدا سپورټ یې کاوه او د طالبانو د بندیزونو وروسته د سکي له میدانونو منع شوي دي.
محمد اسلم د دوحې پر یو مرکزي واټ دکانداري کوي. د جامو اغوستلو او له خپلو پېرېدونکو سره د خبرې کولو بڼې یې، محمد اسلم له نورو متفاوته کړی دی. دی د هند دی، خو د سږ کال په نړیوال جام کې د ارجنټاین د فوټبال لوبډلې مینهوال دی. د فوټبال نړیوال جام په قطر کې روان دی.
يوه ډله تکواندوکارې نجونې په پوښلې فضا او پټ ځای کې خپل تمرينونه کوي. ورزش يو له هغو فعاليتونو څخه دی چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره د ښځو لپاره منع شوی، خو دغه نجونې وايي چې د لګول شويو بنديزونو پروا نهکوي او خپلو تمرينونو ته په پټه دوام ورکوي.
څلورو بایسکل چلوونکو د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره له سوېلي افریقا تر قطر پورې ۱۰ زره کیلومتره سفر وکړ. دغو کسانو چې اصلاً د ارجنتاین دي دوحې ته تر رسېدو لپاره ۱۷۷ ورځې بایسکل وځغلاوه. د فوټبال نړیوال جام د نومبر په ۲۰مه پیلېږي.
د ۲۰۲۲م کال د پیل جشنونه د نړۍ په ځینو ښارونو کې ونمانځل شول، خو بیا هم محدودیتونه زیات وو. د عکسونو په دې ټولګه کې یې د نړۍ د ځینې برخو عکسونه وګورئ:
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو پخوانۍ استازې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ په دې بحث کې ګډون کړی. ملالۍ بشير دا خپرونه پر مخ وړي.
د افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د پاسپورټونو ویش پیل کړی، خو دا چې دا لړۍ له اوږدې مودې راهېسې ځنډیدلې وه دا مهال د پاسپورټ ریاست د خلکو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی. په دې اړه مو د خلکو ځینې شکایتونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ادارې له ریش مولوي عالم ګل حقاني سره شریک کړي دي.
نور راوښيه