نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو ښکلی طبعیت لرونکی ولایت دی چې زیاتره سیمې سمسورې وې.
د ارزګان ولایت مرکز کې مېشت کوچيان وايي، زرګونه څاروي د لهمنځه تلو په حال کې دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. د دغه ولایت د لېرې پرتو سیمو یو شمېر کوچیانو چې تازه د ترینکوټ ښار څنډو ته د وچکالۍ له کبله راغلي ازادي راډيو ته وویل چې نه په وطن کې د شپې تېرولو ځای لري او نه هم غرونو کې، ځکه د دوی په خبره چې وچکالي ده او د څارویو لپاره څړ ځایونه نشته.
د جوهانا کارلسن په راپور کې د هغو افغان کوچنیانو په اړه راغلي چې ګواکي ورته په سويډن کې په کنفرانسونو کې د ګډون لپاره ويزې ورکړل شوي وې خو اوس دا کوچنیان د راپور په وينا ورک دي. دغه راپور همداراز یوې افغانې ښځې ته هم اشاره کوي چې ګواکي د یوه مشهوره جهادي څېرې سره تړاو لري
د یکشنبې په شپه کابل کې زرګونه تنو د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال سیالۍ ننداره کړه. تېرو پنځو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یوې بهرنې لوبډلې کوربه توب کوي. نور د تمیم اخګر په دې ویډیوي راپور کې وګورئ.
په هرات ولایت کې د انګورو او شاتو نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي چې ډېر ژر به بهرنیو هېوادونو ته د هرات له هوايي ډګره یې صادرات پیل شي. دا انځوریز راپور له هراته شاه پور صابر رالېږلی دی.
د معلولینو د سولې د کاروان دغه ډله غواړي چې د جنوبي ولایتونو له لارې په جګړې ښکېلو غاړو ته له ځان سره د سولې پیغام له هرات نه کابل ته یوسي.
عزتالله په مخدره موادو روږدی دی. دی له ځوانانو غواړي چې زدهکړې وکړي او له مخدره موادو لیرې واوسي. عزتالله د خپل ژوند تېرو ښو یادونو ته ځورېږي او وایي چې مور او پلار او کورنۍ یې هم ورسره ځورېږي، خو له وسهیې څه برابر نهدي. وېډیو: ضیا الرحمن حسرت - اشنا راډیو
زلفیه د اوو ماشومانو مور ده او مخکې تر دې یې د بېوسۍ او غریبۍ له امله دوه لوڼې پلورلې. کلهیې چې په اړه ازادي راډیو یو راپور خپور کړ، یو شمېر مخاطبینو یې غوښتل چې مرسته ورسره وکړي. زلفیه په دغه وېډیویي پیغام کې هغه کسانو ته خپله شمېره ښيي چې غواړي ورسره مرسته وکړي.
وروسته له هغې چې د محمد مرزا په ژوند ازادي راډیو ویډیویي راپور جوړ کړ یو شمېر خلکو له هغه سره د مرستو ژمنه وکړه. د ازادي راډيو خبریال ابراهیم صافي د محمد مرزا د اوسني ژوند په اړه دغه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلای شئ. ویډیو: تمیم اخګر او ابراهیم صافی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو، د پاکستان او د ایران د رول، د داعش د فعالیتونو، د زورواکو او قوماندانانو د نیولو او د ټاکنو په تړاو د ملي وحدت حکومت دریځ روښانه کړی دی.
د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري نورستان ولایت ته تللی او له طبیعي ښکلاګانو او سمسورو سیمو یې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د دغه حرکت غړي وايي تر ډېره پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري نو ځکه یې دلته د پاتې کیدو وخت نا څرګند دی. له دې وړاندې د سولې د ولسي حرکت غړي د امریکا،روسي سفارتونو او همدا راز د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې سره هم د تحصن په هدف تم شوي وو. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
نور راوښيه