د جون پر لومړۍ نېټه په چچنيا کې يوه ښځه د هغې د پېژندپاڼې له مخې ١٢٩ کلنه شوه. که دا نېټه سمه وي، دا به په نړۍ کې تر ټولو له زړو انسانانو څخه وي. هغې ازادۍ راډيو ته وويل د ژوند دا اوږد سفر يې له سختيو او کړاوونو ډک دى. د ازادۍ راډيو د شمالي قفقاز څانګه هغې سره خبرې کړې دي. صالح محمد صالح راپور لري
د ویډیويي لوبې یا ګېم نوم د کوکنارو ضد جګړه ده چې هدف یې د کوکنارو د کښت ضد پوهاوی پیدا کول دي. دا ګېم د کمپیوټر د زده کړو یوه مرکز کې نجونو جوړ کړی. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د هندواڼو کښت رسېدلی دی او د پېښور شوکدر پر لوی سړک چې له پېښوره بره مومندو او باجوړ ته وتلې، ځای پر ځای پرې د هندواڼو په ګډون نور توکي هم ښکاري. د مشال راډيو ویډيو
د جمناسټېک دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ وشوې چې په کې ځېنې یې د کابل او نورې د خېبرپښتونخوا لوبډلې وګټلې او په دې توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړ. دا سیالۍ د پېښور په قیوم سټېډیم یا لوبغالي کې وشوې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اوبو ککړتيا خلک په بيلابيلو ناروغیو اخته کوي خو په پاکستان کې د يوې داسي سيمې کيسه چې د ککړو اوبو څښلو له کبله يې په تيرو اتلسو کونو کې شا او خوا دوه سوه کسان د هډونو په دايمي ناروغیو اخته شوي دي. ملالۍ بشير راپور راکوي.
د اندونیزیا په کوربه توب د دیني عالمانو په غونډه کې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز او هڅو ملاتړ وشو. د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا تر پنځوسو زیاتو دیني عالمانو نن په دې غونډه کې برخه درلوده. تفصیل په دې ویډیو کې:
ازادي راډیو د افغان شاعرانو اروښاد اسحق ننګیال او ارواښاد رازق فاني یاد غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې لیکوالو، شاعرانو او د پوهنتون استادانو د دغو دوو شاعرانو په ژوند، شخصیت او شاعرۍ خبرې وکړې. نور په دې ویډیوي راپور کې وګورئ: ویډیو او ایډیټ: سباوون کاکړ
د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته بشپړه غړيتوب ورکړی، شرط یې دا هم دی چې افغانستان باید ښځينه کرکټ ټيم ولري. ایا داسي نجونې شته چې له کرکټ سره علاقه لري؟ د افغانستان ښځينه کرکټ ټيم ولې منحل شو او د هيواد کرکټ بورډ په دې اړه څه وايي. راپور: ملالۍ بشير ويډيوګرافي: تميم اخګر او سباوون کاکړ
په کابل کې د مېرمنو لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې، په لمړي ځل نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون ګډونوالو وویل چې اوس مهال مېرمنې د ټکنالوژي په برخه کې ستونزي لري او په خبره یې اوس مهال د ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل د مېرمنو لپاره خوندي نه ده.
د غورځنګ مشر منظور پښتین ته زرګونه کسانو هرکلی ووایه. نوموړي جلسې ته په وینا کې وویل، غوښتنې یې نه دي منل شوي نو ځکه ولسي غونډو ته دوام ورکوي. ویډیو وګورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاهور جلسې ته له خېبر پښتونخوا، قبایلو او د پلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه سلګونه فغالان ورغلي دي. هلته د پنجاب فعالانو هم په جلسه کې د ګډون اعلان کړی. د موچي ګېټ میدان ته ورغلیو خلکو نعرې ووهلې. ویډیو وګورئ.
نور راوښيه