په جوزجان ولایت کې د برښنا نشتوالی د دې لامل شوی چې زیات شمېر فابریکې له سقوط سره مخ شي. عالم رحمانیار د اقچې ښار د فابریکو د وضعیت په اړه دغه وېډیويي راپور چمتو کړی چې دلتهیې کتلی شئ. وېډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی
طالبانو په لوګر کې ښوونځیو ته د پیغلو نجونو تګ ناروا اعلان کړی دی. پردې سربېره طالبان دا هم وایي، په هغو سیمو کې چې په لوګر کې د دوی په ولکه کې دي، د پوهنې وزارت ځیني مضامین یې هم له تعلیمي نصاب نه حذف کړي دي.
د سولې لپاره ۳۸ ورځې وړاندې پلي راوتلي د ولسي حرکت غړي نن سهار کابل ته را ورسېدل. د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي چې نن دوشنبه سهار کابل ته راورسېدل، وايي چې د دغه سخت مزل هدف یې په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت دی او له ښکېلو خواوو غواړي چې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووايي.
د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي چې په هېواد کې د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو لپاره پلي روان دي، د سې شنبې په ورځ له غزني د کابل پر لوري روانېږي. د جګړې ضد دغه حرکت اول د ٨ کسانو له خوا له هلمنده پيل شو، چې اوس يې د برخوالو شمېر تر ٦٠ اوښتى دى. د دغه حرکت غړي په افغانستان کې د اوربند د غزولو غوښتنه لري.
د دغه بنسټ مسؤلین وايي، دغه مواد د ځان وژونکو واسکټونو په جوړولو او په چاودېدونکو موادو کې کارول کېږي چې د حقاني شبکې لهخوا فغانستان ته لېږدول شوي وو. وېډیو او اېډېټ: نصرت پارسا
د جون پر لومړۍ نېټه په چچنيا کې يوه ښځه د هغې د پېژندپاڼې له مخې ١٢٩ کلنه شوه. که دا نېټه سمه وي، دا به په نړۍ کې تر ټولو له زړو انسانانو څخه وي. هغې ازادۍ راډيو ته وويل د ژوند دا اوږد سفر يې له سختيو او کړاوونو ډک دى. د ازادۍ راډيو د شمالي قفقاز څانګه هغې سره خبرې کړې دي. صالح محمد صالح راپور لري
د ویډیويي لوبې یا ګېم نوم د کوکنارو ضد جګړه ده چې هدف یې د کوکنارو د کښت ضد پوهاوی پیدا کول دي. دا ګېم د کمپیوټر د زده کړو یوه مرکز کې نجونو جوړ کړی. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د هندواڼو کښت رسېدلی دی او د پېښور شوکدر پر لوی سړک چې له پېښوره بره مومندو او باجوړ ته وتلې، ځای پر ځای پرې د هندواڼو په ګډون نور توکي هم ښکاري. د مشال راډيو ویډيو
د جمناسټېک دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ وشوې چې په کې ځېنې یې د کابل او نورې د خېبرپښتونخوا لوبډلې وګټلې او په دې توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړ. دا سیالۍ د پېښور په قیوم سټېډیم یا لوبغالي کې وشوې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اوبو ککړتيا خلک په بيلابيلو ناروغیو اخته کوي خو په پاکستان کې د يوې داسي سيمې کيسه چې د ککړو اوبو څښلو له کبله يې په تيرو اتلسو کونو کې شا او خوا دوه سوه کسان د هډونو په دايمي ناروغیو اخته شوي دي. ملالۍ بشير راپور راکوي.
د اندونیزیا په کوربه توب د دیني عالمانو په غونډه کې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز او هڅو ملاتړ وشو. د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا تر پنځوسو زیاتو دیني عالمانو نن په دې غونډه کې برخه درلوده. تفصیل په دې ویډیو کې:
نور راوښيه