په ټولنیزو شبکو کې د یوې ښځې د وهلو د ویډیو له خپرېدو وروسته د تخار د والي ویاند وايي، دغه ښځه ۲۲ کلنه ده او د کورنیو د غړیو لهخوا وهل شوې ټکول شوې ده. سنتالله تیمور د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ویډیو کې یو سیمهییز قوماندان هم لیدل کېږي چې دی هم د دغې ښځې د کورنۍ غړی دی.
که څه هم د وچکالۍ د ويرې په کندهار کې څو ځله د باران غوښتلو لپاره خلکو د استسقاء لمونځونه او دعاګانې وکړې خو د دوشنبې په ورځ د باران ورېدولو د خلکو هيلې وغوړولې.
د کابل پر انټر کانتیننټال هوټل حمله کې څو تنه لوړ پوړي چارواکې وژل شوي دي، چې له هغې ډلې یې یو هم د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان و. د وژل شویو په کتار کې یو افغان ډیپلوماټ هم شامل و، نور په دې ویډیو کې وګورئ ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
په کونړ ولایت کې نن شنبه اووه بجې د انتخاباتو لپاره خلک د رایې اچونې صندوقونو ته ورغلل
ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟ بزکشي د افغانستان داسې یوه لوبه ده چې په شمالي ولایتونو کې ډېره دود ده. خو مینه وال یې په نورو ولایتونو کې هم شته. په دې تصویري راپور کې تاسي د بزکشۍ میدان ته بیایو او دا هم درته وایو چې ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای.
د پنجاب په قصور کې د یوې ماشومې زینبې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چهارشنبې په ورځ مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ کس دې په لويه لار کې زندۍ کړل شي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي.
د روسیې په مخاچکلا کې هغه موټر چلوونکي ته د حج لپاره پېسې راټولې کړل شوې چې په خپل بس کې هره جمعه مسافر وړیا وړي. عبدالمجید چوپالیېف دا خیراتي کار دوه کاله وړاندې پیل کړی دی. جوړونکې: انیسه اجمل
د یکه غونډ نهر تر غاړې مېشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي، ځکه چې له کورونو سره یې ځای...
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
بلخ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې یو شمېر لرغوني اثار لري. دا ولایت د پخواني تمدن او اسلامي تهذیب څلي او ودانۍ هم لري چې په کې د نهو ګنبدونو جومات "مسجد نه ګنبد" هم شامل دی. دا جومات د نړۍ له پخوانیو ودانیو یو ګڼل کېږي، خو یو راز هم لري چې لرغونپوهان یې د معلومولو هڅه کوي. په دې اړه ویډیو وګ
نور راوښيه