ارزګان ولایت کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی، دغه معلولین چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې تر پوزې راغلي او زغم يې نهلري.
د افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې ځوان سفیرانو نن په کابل کې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په مرکز کې غونډه درلودله.
د بامیان ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ځینې عکسونه د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
په جوزجان کې د فاریاب، جوزجان او سرپل د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین د یو شمېر رضا کاره ځوانانو لهخوا پیل شوی او راټولې شوې جامې پر بې ځایه شوېو کورنیو ویشي.
افغان چارواکي وایي، په کابل کې پر یوې بهرنۍ امنیتي قراردادي کمپنۍ په پرونۍ حمله کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او نور ټپیان دي دغه حمله د کابل د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د «G4S» په نوم د بریتانوۍ امنیتي کمپنۍ پر ودانۍ شوې ده وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پخوا په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدي کسان د پلونو او ویجاړیو لاندې استوګنه کوله، خو اوس په لارو او د خلکو د استوګنې په سیمو کې زیات شوي دي. د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا په دې اړه یو انځوریز راپور برابر کړی دی:
لار بندي او ټرافیکي ګڼه ګونه یو د هغو غټو ستونزو چې د کابل ښار اوسېدونکي ورسره لاس او ګریوان دي. د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي په دې اړه ځانګړی راپور چمتو کړی دی. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
دولس کلن یوسف شپون و چې چاودنې یې یو لاس او سترګې ترې واخیستې. د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي په دې اړه ویډیويي راپور لري. ویډیو: بشیر احمد غزالي ویډیو: لیمه هادي
په ارزګان ولایت کې د سولې په نوم ۲۰ ورځنی د فوټبال ټورنمنټ پیل شو.دغه ټورنمنټ تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل شو.
د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ کابل ته کډه شوي وايي چې لا هم هلته په سیمه کې د خپلو دوستانو د مرګ او ژوند په اړه نه پوهېږي. د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر په کابل کې د دغو کډوالو یوه پنډغالي ته تللی او دا ویډيي راپور یې پرې برابر کړی دی چې اکرام الله اکرام یې وړاندې کوي.
نور راوښيه