د سولې د پلي د دغه کاروان غړو چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته ورسېدل.
د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري د کونړ پر اسعد اباد دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د بامیان ولایت د ځینو سیمو انځورونه له سیمې د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
یو شمېر مدني فعالانو، د سیاسي ګوندونو استازو او د کابل ښار اوسېدونکو د شهرنو په پارک کې د یوې غونډې له لارې د انتخاباتي کمېسیونونو لهخوا د رأیو شمېرنې په شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل له بایومټریک پرته رأیې باید باطلې اعلان شي.
د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د مهاجرینو کمپ ته د فاریاب او سرپل ولایت د نا امنۍ او جګړو له امله بېځایه شوي کسان وايي، نه د خوړولو لپاره څه لري او نه د اوسېدو مناسب ځای لري. ویدیو: مجیب الرحمن حبیب زی ایډیټ: ابراهیم صافی
د هرات جامع جومات د تاریخ لیکونکو په وینا د اسلامي نړۍ پنځم ستر جومات بلل کېږي. پنځه کاله د مخه د دې جومات رغنیزې چارې پیل شوې وې او لا هم دوام لري.
په هلمند کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه څلورمه حوزه د باباجي سیمه بېرته افغان ځواکونو ونیوله.
د ازادي راډیو خبریال شاه پور صابر د هرات د ښار دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د مرکز کابل د رأیو د باطلېدو په اړه د کابل د ځينو ښاریانو نظرونه! ازادي راډیو په دې اړه د کابل ښاریانو خبرې او د هغوی نظرونه را ټول کړي دي. ویډیو او ایدېټ: لېمه هادي
ارزګان ولایت کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی، دغه معلولین چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې تر پوزې راغلي او زغم يې نهلري.
نور راوښيه