د ازادي راډیو خبریال شریف شرافت د ارزګان مرکز د ترینکوټ بازار نه د اختر په درشل کې ځینې عکسونه اخیستي او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی.
د څارویو سوداګرو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان پر راوړونکو څارویو دې بندیزونه او مالیه کمه کړي ځکه چې ولس یې د رانیولو وس نه لري. د مشال راډيو خبریال د کوټې ښار څارویو پلورلو یوې منډيې ته ورغلی او هلته ورته ولس او سوداګرو خپلې اندېښنې شریکې کړي.
په کندهار کې خلک د لوی اختر د قربانۍ لپاره چمتووالی نیسي
افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه کې د "امام زمان" پر جومات بريد کړى. د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
امریکا متحده ایالتونو تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې سټراټيژي اعلان کړه. د امریکا جمهور رییس د دې سټراټيژي د اعلان پر وخت له افغانستانه ملاتړ اعلان کړ او پاکستان یې ملامته کړ چې تروریستي سازمانونو ته یې پناه ورکړې ده.
د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: له پاکستان سره مو میلیاردونه ډالره مرستې وکړئ خو هغوی تروریستانو ته پټن ځایونه ورکړل موږ یې پر وړاندې جنګیږو
د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
پاکستان ترورېزم سره د جګړې په لومړې کرښه کې دی، له کلونو راهیسې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې قربانۍ ورکوي. د سیمې او نړۍ په ثبات او د سولې په ټینګښت کې یې مهمه ونډه لرلې ده.
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له څلور ورځني سفر وروسته دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا کې د خپل سفر د لاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي عبدالله د تېرې سې شنبې په ورځ بلاروس او قزاقستان ته سفر لاره. ویډیو او اډیټ ابراهیم صافی
قلم لار ټولنه چې په افغانستان کې د بې سوادۍ پرضد مبارزه کې نن او پرون يې په کندهار کې د بې سوادۍ پر ضد او زده کړو ته د خلکو د هڅولو لپاره يې کمپاین وکړ.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چېرته چې د ازادۍ اتل او ملي قاید غازي امان الله دفن دی. که څه هم په وروستیو کې له دې ښاره د هدفي وژنو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي خو دغلته یوه ډله ځونان د زمري اته ویشتمه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۸ یمې کلیزې د جشن د ښه لمانځلو په هدف د ښار په واټونو کې د غازي امان الله خان تصویرونه او ملي بیرغونه لګوي.
د پاکستان لرې کړای شوي صدراعظم او پلویانو یې د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباد نه لاهور ته سفر پیل کړی دی. دی په هرې دمې کې په پوځیانو او قاضیانو نیوکې کوي چې ولې یې صلب صلاحیت کړی دی. صفي الله ستانکزي د نوزاشریف د دغه سفر په اړه ویډیويي رپوټ جوړ کړی دی.
نور راوښيه