په کندهار کې د شاوخوا ۴۸۰ هغه پولیسو څخه چې دولسم ټولګی يې لوستی وو د لوړو زدهکړو لپاره ازموینه واخېستل شوه.
د امریکا متحده ایالتونو په فلوریډا ایالت کې د ایرما توپان قوت یوې درجې ته راکم شوی دی. لومړی د دغه سمندري توپان قوت پنځه درجې بلل شوی و. یو تن پرون په دې توپان کې وژل شوی دی. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډيويي رپوټ جوړ کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې حملې د قربانیانو د درناوي مراسم ونیول. دوی په سپينه ماڼۍ کې د یادې حملې د قربانیانو د کورنیو غړي هم ور بللي و. صفي الله ستانکزي په دې اړه یو ویډیويي رپوټ جوړ کړی دی.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او خبریال استاد سعد الدین شپون د سېپټېمبر پر ۱۰مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. دی د ځانګړي سبک خاوند لیکوال او د کابل او د ډېنمارک د کوپنهاګن پوهنتون پخوانی استاد او د امریکا غږ راډیو خبریال و. شپون له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا په وېرجینیا ایالت کې اوسېد.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې د جمعې په ورځ په پیکنک کې له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره د کتنې پر مهال د ترورېزم وړاندې د پاکستان د مبارزې ستاینه وکړه. وانګ يې او خواجه اصف اعلان وکړ چې ډېر ژر به د افغانستان په ګډون درې واړه هېوادونه درې اړخېزې خبرې اترې پیل کړي.
د ازادي راډیو خبریال شریف شرافت د ارزګان مرکز د ترینکوټ بازار نه د اختر په درشل کې ځینې عکسونه اخیستي او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی.
د څارویو سوداګرو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان پر راوړونکو څارویو دې بندیزونه او مالیه کمه کړي ځکه چې ولس یې د رانیولو وس نه لري. د مشال راډيو خبریال د کوټې ښار څارویو پلورلو یوې منډيې ته ورغلی او هلته ورته ولس او سوداګرو خپلې اندېښنې شریکې کړي.
په کندهار کې خلک د لوی اختر د قربانۍ لپاره چمتووالی نیسي
افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه کې د "امام زمان" پر جومات بريد کړى. د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
امریکا متحده ایالتونو تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې سټراټيژي اعلان کړه. د امریکا جمهور رییس د دې سټراټيژي د اعلان پر وخت له افغانستانه ملاتړ اعلان کړ او پاکستان یې ملامته کړ چې تروریستي سازمانونو ته یې پناه ورکړې ده.
د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: له پاکستان سره مو میلیاردونه ډالره مرستې وکړئ خو هغوی تروریستانو ته پټن ځایونه ورکړل موږ یې پر وړاندې جنګیږو
د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
نور راوښيه