په کابل کې د امریکا د جمهور رئیس د هغه پرېکړې په غبرګون کې مظاهر وشوه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده. همدغه راز په فلسطین او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د امریکا د ولسمشر د دی پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې.
لاندی چې په سړو کې يې اکثره پښتانه کوي. خو دا د ښارونو په پرتله په کلیوالو سیمو کې زیات کېږي.
ټاکل شوې ده د نومبر په دوويشتمه نېټه د ملګرو ملتونو د جنګي جرایمو محکمه د بوسنيا د سرب جنرال راتکو ملاديڅ په اړه پرېکړه واوروي. ملاديڅ په ۱۹۹۵م کال کې په سربرنيڅه کې د مسلمانو هلکانو او سړو د ټولوژنې مشري کړې وه. په همدې ټولوژنه کې د منيره صاليحوويڅ مېړه او زامن هم وژل شوي وو.
«د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ازادي راډيو یوه ځانګړې خپرونه» د کندهار ښار یو شمېر ماشومان د ماشومانو د ورځې په مناسبت داسې خپل نظرونه ازادي راډیو سره شریک کړل.
وسلهوالو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې کړې دي. د کندهار میوند ولسوالۍ له هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده چې ډېر کله وسلهوال طالبان له هلمند څخه پر دغې ولسوالۍ حملې کوي.
که څه هم له پاکستانه کندهار ته د راغلو افغان مهاجرو کره شمېره معلومه نه ده، خو په کندهار کې د کډوالو او مهاجرينو رئيس محمد عظيم نوابي وايي چې سږکال د پاکستان څخه د راغلو کډوالو شمېر نېژدې دوه نيم زره کورنيو ته رسېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د سه شنبې په ورځ په یوه خورا مهمه لوبه کې له وییتنام سره مخ کیږي. دا لوبه د اسیايي ملتونو د فوټبال جام د ورتګ لپاره د وییتنام په پلازمینه هانوی ښار کې ترسره کیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ملي لوبغاړو له تمرینونو ازادي راډیو ته ځانګړې ویډیو راستولې ده.
په کابل کې د سرکس په نوم ښوونځی سلګونه افغان ماشومانو سره مرسته کوي، څو د کلونو جګړو او د بې وزلیو له امله شته ناروغۍ له منځه یوسي.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
نور راوښيه