د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.د هلمند چارواکي وايي، یاد عملیات به تر هغه روان وي چې نادعلي په بشپړ ډول تصفیه شوي نه وي.
نن په ازادي ستوډيو کې: د امریکا ولسمشر د ایران په اړه د خپل هېواد نوې سټراټيژي نن اعلانوي. د ترکیې پوځ وايي، د سوريې په ادليب ولايت کې يې د څار پوستې جوړوي په ويتنام کې سيلابونه او په دوبی کې د پوليسو الوتونکي موټرسایکلونه
د انډونيزيا په يوه سیمه کې د مړیو لپاره کلني مراسم نيول کیږي خو د نورې نړۍ له دودونو سره يې توپير دا دی چې په دغو مراسمو کې د مړيو جسدونه له تابوتونو راايستل کيږي. راپور د ملالۍ بشير په ږغ کې.
د کالیفورنیا له لویې اورلګېدنې د داعشي جنګیالي پر ضد د یزیدي نجونو تر وسله وال پاڅون پورې
تر اوسه ۲۳ ټیمونه د ۲۰۱۸ کال جام ته وتلي خو پاتې نور به د پلې اف له پای ته رسیدو سره سم معلوم شي. صفي الله ستانکزي ویډیوي راپور جوړ کړی
د کاټالونیا له لانجمنې خپلواکۍ غوښتنې د اسټرالیا تر سولري موټر سیالیو، د نړۍ له ګوټ ګوټ مهم خبرونه همدلته لیدلئ شئ ازادي ستوډیو د کاټالونیا له لانجمنې خپلواکۍ غوښتنې د اسټرالیا تر سولري موټر سیالیو، د نړۍ له ګوټ ګوټ مهم خبرونه همدلته لیدلئ شئ
د ملګرو ملتونو سازمان په بنګله دیش کې د روهینګیا کډوالو د بشري وضیعت په اړه اندېښه لري. روهینګیا کډوال لا هم په لوی بهیر کې له میانمار څخه بنګله دیش ته ورروان دي.
لږ تر لږه دوولس روهنګيا مسلمانان هغه مهال په اوبو کې غرق شول چې کښتۍ يې بنګله دېش ته پر لاره وواوښته. دا د دوشنبې په ورځ د روهنګيا مسلمانانو د قرباني کېدو وروستۍ پېښه وه چې په ميانمار کې د تاوتريخوالي له کبله بنګله دېش ته تښتي. راپور د ملالۍ بشير په ږغ کې.
د لیونل میسي مخه پرون ډب شوه. ده د خپل هیواد ارجنټاین لپاره د پیرو په وړاندې لوبه کوله. دا مسابقه نړیوال جام ته د لارې موندلو په خاطر وه. په بوینس ایریس کې پرته له کوم ګوله د لوبې انجام د ارجنټاین لپاره سخته ضربه ده، خو پیرو ته یې خوښۍ ورپه برخه کړې
د "بخښنې نړیوال سازمان" له اروپایي هېوادونو افغانستان ته د نېږدې ۱۰ زره کډوالو ستنولو ته اندېښنه څرګنده کړه. د افغانستان لپاره د دې سازمان څېړونکې حوریه مصدق وایي، د افغانستان وضعیت د دغو کډوالو لپاره مساعد نهدی.
رکس ټېلرسن په واشنګتن کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره تر کتنې رسنیو ته وویل چې متحده ایالات د پاکستان د حکومت د راتلونکې ته اندېښنه لري.
ښاغلي متیس پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې سټراټيژي په جنوبي اسیا کې د ثبات د رامنځته کولو غوره تګلاره وړاندې کوي.
نور راوښيه