تر اوسه ۲۳ ټیمونه د ۲۰۱۸ کال جام ته وتلي خو پاتې نور به د پلې اف له پای ته رسیدو سره سم معلوم شي. صفي الله ستانکزي ویډیوي راپور جوړ کړی
د کاټالونیا له لانجمنې خپلواکۍ غوښتنې د اسټرالیا تر سولري موټر سیالیو، د نړۍ له ګوټ ګوټ مهم خبرونه همدلته لیدلئ شئ ازادي ستوډیو د کاټالونیا له لانجمنې خپلواکۍ غوښتنې د اسټرالیا تر سولري موټر سیالیو، د نړۍ له ګوټ ګوټ مهم خبرونه همدلته لیدلئ شئ
د ملګرو ملتونو سازمان په بنګله دیش کې د روهینګیا کډوالو د بشري وضیعت په اړه اندېښه لري. روهینګیا کډوال لا هم په لوی بهیر کې له میانمار څخه بنګله دیش ته ورروان دي.
لږ تر لږه دوولس روهنګيا مسلمانان هغه مهال په اوبو کې غرق شول چې کښتۍ يې بنګله دېش ته پر لاره وواوښته. دا د دوشنبې په ورځ د روهنګيا مسلمانانو د قرباني کېدو وروستۍ پېښه وه چې په ميانمار کې د تاوتريخوالي له کبله بنګله دېش ته تښتي. راپور د ملالۍ بشير په ږغ کې.
د لیونل میسي مخه پرون ډب شوه. ده د خپل هیواد ارجنټاین لپاره د پیرو په وړاندې لوبه کوله. دا مسابقه نړیوال جام ته د لارې موندلو په خاطر وه. په بوینس ایریس کې پرته له کوم ګوله د لوبې انجام د ارجنټاین لپاره سخته ضربه ده، خو پیرو ته یې خوښۍ ورپه برخه کړې
د "بخښنې نړیوال سازمان" له اروپایي هېوادونو افغانستان ته د نېږدې ۱۰ زره کډوالو ستنولو ته اندېښنه څرګنده کړه. د افغانستان لپاره د دې سازمان څېړونکې حوریه مصدق وایي، د افغانستان وضعیت د دغو کډوالو لپاره مساعد نهدی.
رکس ټېلرسن په واشنګتن کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره تر کتنې رسنیو ته وویل چې متحده ایالات د پاکستان د حکومت د راتلونکې ته اندېښنه لري.
ښاغلي متیس پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې سټراټيژي په جنوبي اسیا کې د ثبات د رامنځته کولو غوره تګلاره وړاندې کوي.
جرارد پیکې چې د کاتالونیا دی په ټولپوښتنه کې یې د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړې او اوس له ملي ټیم نه د وتلو له خطر سره مخ دی. په دې اړه ویډیويي راپور صفي الله ستانکزي جوړ کړی.
په کُردستان کې به چې د عراق خودمختاره سیمه ده، سبا دوشنبه له عراقه د بشپړې خپلواکې د اعلان په اړه ټولپوښتنه وشي. د عراق د دې سیمې سیاسي مشرانو ویلي چې د سیمې او نړۍ په کچه له مخالفتونو سره-سره به د کُردستان د خلکو نظر واخېستل شي.
ولسمشر غني نړيوالې ټولنې ته د سې شنبې په ورځ د وينا پر مهال وويل چې پر طالبانو او پاکستان ږغ کوي چې د سولې د مذاکراتو برخه شي. ولسمشر غني همداراز د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ستراتيژۍ هرکلی وکړ. ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير
په کندهار کې د شاوخوا ۴۸۰ هغه پولیسو څخه چې دولسم ټولګی يې لوستی وو د لوړو زدهکړو لپاره ازموینه واخېستل شوه.
نور راوښيه